دمتون سيمه دخوست ولايت دښار په شمال کې پرته ده او اوس متون دخوست ولايت يواداري واحد يا ولسوا لۍ ده .متون په اصل کې د کومې قبيلې نوم نه دى،بلکې ديوه روحاني شخص نوم دى چې د متون د غونډۍ پر سر ښخ دى او دهغه دنا مه له کبله ددې ځاى خلک د متونو په نامه يا ديږي.
په متون کې مختلفې او بيلا بيلې پښتني قبيلې سره يو ځاى او د يوه قبيلوي واحد په تو گه رامينځ ته شوي دي چې هره برخه يې دونډي په نامه بلل کيږي چې د متونوالو دغه ونډې په لاندې ډول درپيژندل کيږي :
١- درود دښۍ غاړې متون :
چې پکې ورغه کلى،کوړيون،درې کوټي،منډي خيل او موني يوه يوه ونډه لري.
٢-درود دکيڼې غاړې متون :
جش خيل،دري خيل،پټوره،احمد خيل او شاري خيل يوه يوه ونډه لري.
همداراز گونډي يوه نيمه ونډه،منګس يوه ونډه،مندي خيل يوه نيمه ونډه او مټک يوه ونډه لري(١) .
متون ميلمه پالونکي او په پښتني ننگ او غيرت ټينګ خلک دي. دوى د علم او پو هي سره مينه لري. يو شمير خلک يې سر کاري ملا زمتونه لري او يو شمير يې هم د خليج په عر بي هيوادونو کې په خواريو مز دوريو بو خت دي .دمتون دولسوالۍ د خلکو مجموعي شمير١٦٠٢١٤ تنه ښودل شوي دي.
-------------------------------------------------------------------------
.١ - پښتني قبيلې،٢٣٣-٢٣٤ مخونه.