ګورم چې د يوه ښکلي ښار کوڅې له خلکو تشې دي ،دېوالونه ټول سوري سوري او په راکټونو ړنګ شوي دي ، دښار لوی او پاخه سړکونه ټول کنډ او کپړ و،پر لارو ځای ځای قبرونه ول له شنو او سور جنډو ښکارېدل چې همدلته ځای پر ځای شهيدان شوي او خلکو د لېوانو له ډاره سم له واره د لارې او د سړک تر څنګ په بيړه ښخ کړي دي او يا ښايي يوازې وينې وې چې خلکو پرې خاورې را اړولې وې او جنډې يې پرې لکې کړې وې٠ خلک مې وليدل د چا يوه پښه نه وه او له چا دواړه غبرګې پښې غوڅې شوې وې ،د چا پر مخ د جنګ نښې او ټپونه ښکارېدل او د چا پر څټ ، سر او لاسونو د مردکيو ښاپونه ښکاره کېدل٠ د لارو په اوږدو کې پاکې حورې او ښکلې ښاپېرۍ ناستې وې څوک بوقره کې رانغښتې وه او کومه يوه يې په لوی څادر کې تاواه راتاوه ناسته وه او کوچني به يې تر څنګ خاپوړې کولې ، دغو حورو له حيا پورته نه ليدل خو له هر لاروي يې دا هيله کېدله چې د کوچنيانو د نفقې له پاره يې يوه ټکه غوړېدلې ځولۍ ته ورواچوي٠ موټر روان و او زه سوچونو لاهو کړی وم يو ځای ته ورسېدو ګورم چې نوي نوي ښکلي قصرونه دي ، ژر مې له موټروان نه پوښتنه وکړه چې استاذه دا کوم ځای دی او په دې وران لوټې لوټې ښار کې دا قصرونه د چا دي ؟ موټروان وويل: دا د کابل زړه دی پخوانی نوم يې شېرپور و اوس دا ځايونه دولتي لوړ پوړو چارواکو خپل کړي دي نو ځکه ورته موږ شېر چور وايو٠ ټکسي وان يو يو قصر ته ګوته نيوله او ويل يې دا ګورې دا ټول د جنرال دوستم دي ، هغه د محقق دي ، دا د کريم خليلي دي، هغه دواړه د يونس قانوني دي ، دا بل د ډاکتر عبدالله عبدالله دی ، دا څنک ته شپږ قصرونه يې د مارشال فهيم دي ، دا پورته کوڅه ټوله د شيخ سياف په نوم ده، دا نيمه منطقه ټوله د برهان الدين رباني ده ، هغه د صبغت الله ، هغه د ګېلانييانو او هغه د احمد شا مسعود او هغه د او هغه د، بس استاذ په يوه سا لګيا و٠ زه له ټکسې ښکته شوم منډه مې کړه او په يوه لوی قصر ننوتم بلا ډېرې کوټې لوی سالون ښکلی پخلنځی اخوا دېخوا مې ډېر وليدل خو هيڅوک مې ونه مونده ٠ په منډه دويم پوړ ته پورته شوم بې شمېره فرش شوې کوټې سالونونه او پخلنځيونه ، ښکته او پورته په تلو راتلو زښت ستړی او تږی شوم ، له ډېرې بيړې پخلنځی ته ورننوتم د اوبو نل مې را يله کړ غوشتل مې چې لږې اوبه وڅښکم ، ګورم چې لپه مې له سرو وينو ډکه شوه ژر مې بل نل رايله کړ ګورم چې له هغې هم سرې ويني راوڅڅېدې ، دلته نو نور هم وارخطا شوم ، له وېرې او تندې مې زياتي ژبه راووته مخ په تشناب مې منډه کړه له ډېرې بيړې مې دوه ، درې د اوبو نلونه راخوشې کړل ، ګورم چې د هر نل نه دلته هم وينې راخوشې شوې ، بېرته مې لاندې منډې کړې ګورم چې د قصر غولي کې يو کس سره د اوبو پيپ دی او چمن اوبه کوي ژر مې ورته لپه ونيوه چې تنده ماته کړم ، ناڅاپه مې پام شو چې پيپ نه هم وينې راروانې دي او شين چمن خړوبه وي٠ لاسونه مې بېرته راشاته کړل او له باغوان نه مې د اوبو غوښتنه وکړه ، باغوان ويل دا قصرونه په وينو جوړ شوي دي او زما مالکان خو د اوبو په ځای همدا څښي٠ |