د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په اړه د افغانستان سیاست

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52368
فضل الرحمن کټوازی
دخبریدو نیټه : 2012-12-02

په آسټرالیا کې د افغانستان د سفارت اول سکرتر

Policy of Afghanistan towards WTO

لومړی برخه  
لنډيز:
د شته ستونزو او ننګونو سره سره افغانستان غواړی ترڅو دسوداګری په نړیوال سازمان کی غړيتوب ترلاسه کړی .په 21 دنوامبر 2004 میلادی کال کی دافغانستان دی وړاندیز ته دنوموړی سازمان لخوا دناظر په توګه د منلو لپاره هرکلی وویل شو.
 که څه هم افغانستان دملګرو ملتونو په ساختار کی دلږ پر مختللی هیوادونو LDC(Least Developed Countries) اوپه وچه کی دراایسار هیوادونو LLDC(Landlocked Developing Countries) په قطار کی شمیرل کیږی .
 ددوه نیم لسیزو تپل شویو جګړو، په بشری ، ټولنیزو اواقتصادی زیربناوو باندی ډیری ژوری اغیزی شیندلی . چه ددی ناخوالو له امله دافغانستان اوسنی دبشری ودی انډیکاتور (HDI) دډیرو افریقایی شاته پاته هیوادونو څخه هم ټیټ ښودل شوی .
 په افغانسان کی دژوند داټکل سطح دګاونډیو هیوادونو په پرتله ډیره ټیټه ده .
دبعضي لږ پرمختللي هيوادونو لکه کمبوډیا اونیپال په څير به افغانستان به هم هڅه وکړی ترڅو دنړیوالی سوداګری دټولنی غړیتوب ترلاسه کړی .
 برسیره پر دی افغانستان هیله مند دی چه داغړیتوب به نړیوالو مارکیټونو ته درسیدو لپاره ورته ډیر امکانات برابر کړی ، چه هغه به یی دتباه شوی اقتصاد په پښو دريدو او دبیکاری په لری کولو کی ستر رول ولوبوی .
 داله شکه وتلی چی که چیرته په اغیزمنه توګه خبری ووشی دافغانستان حیثیت به ډیر غښتلی وی ، داغیزناکو خبرو نه مقصد دادي چی که چیرته افغانستان ځان ته فرصت ورکړي ، ترڅو خپل اقتصادی اوسیاسی بنسټونو ورغوي اوورته وده ورکړی .
 دافغانستان دغړیتوب په اړه دوه نظره موجود دی ، چی یو یی له سیاست څخه اوبل یی داقتصاد څخه سرچینه اخلی ، دسیاسی اړخ طرفداران په دی آند دی چی داغړیتوب دافغانستان لپاره اړین اوحیاتی ده،ولی داقتصادی ګټو غوښتونکی ډله بیا په دی نظر دی چی دافغانستان اوسنی غیریقینی اقتصادی وضعیت به داقتصاد دغښتلتیا پرځای افغانستان نور د فقر او نیستی سره مخ کړی .
 
اوس سوال دا پیدا کیږی چی که فرض کړو چی آیا دنړیوال سوداګری دټولنی غړیتوب مو ترلاسه کړ،آیا دابه مو نننی اقتصادی ننګونو ته ځواب ووایی او که نه،او آیا دا به مو اوسنی تجارتی او اقتصادی ستونزی چی پراوس محال افغانان ورسره لاس اوګريوان دی راته کمی کړی او که به یی لازیاتی کړی ؟
 
هڅه مو کړي ترڅو وکولای شو هغه شوني ګټی اوزیانونه تشخیص کړو چه دغړیتوب سره به یی افغانستان مخ شی ، اومعلومه کړو چی څنګه به افغانستان وکولا ی شی ترڅو ددی سازمان دغړیتوب نه بشپړه ګټه پورته کړی .
 
پورتنی موضوع ته په پام سره غواړم چی خپله مقاله په دری څانګو وویشم .

1- دسوداګری دنړیوال سازمان لنډه پیژندنه او په دی سازمان کی دغړیتوب اساسي شرطونه .
 2- دافغانستان په اوسنی تجارت او اقتصاد باندی ځغلنده رڼا او هغه ګټی اوخطرونه چی له غړیتوب سره به یی افغانستان مخ شی .
 3- دغړیتوب په پروسه کی دافغان دولت مسٌولیتونه اودنړیوالی ټولنی رول .

 سپارښتنی او پایلی


لومــــــړی برخــــــــه
د سوداګرۍ نړيوال سازمان لنډه پيژندنه:
د سوداګرۍ نړيوال سازمان، يو نړيوال څو مليتي سازمان دى، چې د نړيوال تجارت قوانين تنظيموي او د غړو هیوادونو ترمينځ اختلافات او سوء تفاهمات حل و فصل كوي .
 ددی ټولنی تاریخی ریښی د 1947 م کال دګاټ GATT(General Agreement of Tariffs and Trade)
 سره تړلی، دوخت په اوږدو سره ګاټ په څو اړخیزه خبرو کی په تکاملی توګه په WTO بدل شو، او د 1995 م کال دجنوری دمیاشتی په لمړی نیټه په مراکش کی دسازمان دغړو هیوادونو لخوا تآسیس شو . د 2007 م كال د جولای دمیاشتی تر27 نیټی پورې د دې سازمان ټول غړي 151 هيوادونو ته رسيدل .
 دا سازمان یو دیرش ناظر غړي لري چې پدې توګه يې غړيتوب منل شوى : الجزاير، روسيه، سعودي عربستان، بلاروس او اوكراين په كال (1993)، سودان او ازبكستان په كال (1994)، ويتنام، چيلې، او تونګا په كال (1995) كې، قزاقستان په (1996) كې، آذربايجان او د لايو جمهوري ديموكراتيك په كال (1997) كې، سموا په (19998) كې، آنډورا، لبنان، بوسني هرزګوين، بوټان او كيپ ورډ په (1999) كې، يمن په 2000، باهاماس او تاجكستان په 2001 كې، ايتوپيا په 2003 كې، ليبيا، عراق، افغانستان، صربستان او مونټه نګرو په 2004كې، ايران او سايوتومه په (2005) دکوموروس اتحادیه،واتیکان په 2007 د دې سازمان ناظر غړي شوي .
 
د دې سازمان اهداف:
په غړو هيوادونو کی د ژوند د كچې لوړول د بشپړ اشتغال زمینی برابرول، د صنعت او سوداګرۍ پراختيا او پدې برخه كې له نړيوالو منابعو څخه بهتره ګټه اخیستل، هر اړخيزه او پايداره انكشاف، د چاپېريال ساتنه او په بين المللي تجارت كې د پرمختګ په حال هيوادونو ونډه زياتول او په نړيوال تجارت كې ورته د رشد زمينې مساعدول .
 
د سوداګرۍ نړيوال سازمان اصول :
ټاكل شويو پورتنيو اهدافو ته د رسيدو او د ودې د مطلوب حد د حصول لپاره، سازمان يو لړ اصول جوړ كړي، دې اصولو ته ټول غړي هيوادونه پاى بند دي، له دې اصولو نه سرغړونه د غړي هيواد د مجازات سبب هم ګرځيداى شي. په لنډه توګه دا اصول څه داسې دي:
 
لومړى:
له تبعيض څخه ليريتوب او د ترټولو مطلوب ملت Most Favored Nation ((MFNحيثيت ورخپلول . د دې اصل له مخې، كه چېرې يو هيواد وغواړي د كوم بل غړي لپاره په څه خاص تجارتي امتياز قايل شي او يا دا چې د تعرفې په برخه كې كوم غړي ته تنزيل وركړي، نو لازمه ده چې همدا امتياز او تنزيل د سازمان ټولو تجاري شركاوو ته قايل شي. البته دا اصل يوه استثنا هم لري چې هغه د غړو تر مينځ د اقتصادي اتحاديو جوړښت دى، كيداى شي د غړو له جملې څخه ځينې داسې غړي هيوادونه وي چې په اروپايي اتحاديې يا نفټا NAFTA (North America Free Trade Agreement) كې غړيتوب ولري، په هغه صورت كې همدا غړي كولى شي پخپلو منځونو كې (د نورو غړو په غياب كې) په ځانګړو تعرفو او تجارتي امتيازاتو يو بل ته قايل شي . دا ځكه چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان نوری نړیوالی ټولنی او سازمانونه په رسميت پېژنې او له هغوى سره راكړی وركړی ته اجازه ورکوی .
 
دويم:
له غير ګمرګې تعرفو څخه پرته چې د تجارت په ډګر كې وضع كيږي، نور نو له هر ډول محدوديت څخه بايد اجتناب وشي. هيڅ غړى نشي كولى چې د غړو هيوادونو پر وارداتو محدوديت وضع كړې، يا د سهم بندۍ له مخې د غړو پر وړاندې ممنوعيت غوره كړي،البته د خپلو داخلي صنايعو د حمايت لپاره د ګمركي سياستونو په برخه كې مجاز بلل کیږی .
 بل دا چې د تجارتي تعرفو له حذفولو پرته، غړي هيوادونه كولى شي، خپلې ګمركې تعرفې تثبيت او په تدريجي ډول يې راښكته كړي . البته دا اصل د هغو هيوادونو لپاره مستثنى بلل كيږي، كوم چې د زراعتي محصولاتو د ودې په برخه كې كروندګرو ته سبسايډى وركوي .
 د رقابت او سيالى په موخه، د مخ پر ودې هيوادونو د توليدي صنايعو لپاره د امتيازاتو وركړه، او د ترجيحي تعرفو د نظام وضع كول، د تجارتي راكړې وركړې په برخه كې مجاز بلل كيږي .
 غړي هيوادونه نشي كولى د رقابت په ميدان كې له ډامپنګ Dumping (په تمام شوي نرخ) د يو جنس يا توكې د خرڅلاو لپاره ماركيټ ته راودانګي.
 لازمه ده چې غړي هيوادونه د كورنيو او بهرنيو توكو په وړاندې يو ډول او مساوي چلند غوره كړي .
 د تجارتي ستونزو او منازعو د حل و فصل لپاره غړي هيوادونه مكلف دي چې د مشورو او مذاكراتو له لارې خپلی تجارتي ستونزی او دعوې حل كړي .
 
د سوداګرۍ نړيوال سازمان اركان:
د سوداګرۍ نړيوال سازمان د غړو ترمينځ د پريكړه ليكونو د تائيد، د تجارتي چارو د څارنې او ښه انجام لپاره، له مختلفو تصميم نيونكو، څارونكو، اجرائيوي او حقوقي اركانو او شوراګانو څخه استفاده كوى. د مثال په توګه :
 • د وزيرانو كنفرانس(Ministerial Conference)
• عمومي شورا(The General Council)
• د اختلافونو د حل ركن (Dispute Settlement Mechanism)
• دتجارتي كړنلارو او شوراګانو د ارزوني ركن.(Trade Policy Review Mechanism)
• سکرټریټ (Secretariat)

د وزيرانو كنفرانس (Ministerial Conference)
د وزيرانو كنفرانس د دې سازمان تر ټولو لوړ ركن دى، چې د ټولو غړو هيوادونو د سوداګرۍ وزيران پكې راغونډيږي . دا كنفرانس د سازمان عمده مسووليتونه او پريكړې عملي كوي، تجارتي پريكړه ليكونه هم د همدې كنفرانس په ترڅ كې مطرح كيږي. د وزيرانو كنفرانس په هرو دوو كلونو كې يو ځل سره راغونډيږي . د غړو ترمينځ په لومړې ځل د وزيرانو كنفرانس په كال ۱۹۹۶كې په سنګاپور كې جوړ شو. بيا په ۱۹۹۸كې په ژنيو كې، بيا په ۱۹۹۹د امريكا په سياټل كې، په ۲۰۰۱كې په دوحه كې، بيا په ۲۰۰۳ په مكزيك او په وروستي ځل په ۲۰۰۵ كې په هانګ كانګ كې ترسره شوى .
 
عمومي شورا (The General Council)
د وزيرانو له كنفرانس وروسته، عمومي شورا د تصميم نيوني تر ټولو عالى ركن دى، دا شورا معمولاً د ورځنيو مسئلو او د سازمان د كړنو او چلند په اړه نظر وركوي . د دې شورا سردفتر په ژنيو كې دى، په هرو دوو مياشتو كې يو ځل جلسه جوړوي . د دې شورا په غونډو كې د غړو هيوادونو سفيران يا د هغوى معادل استازي اشتراك كوي . عمومي شورا مستقيماً د وزيرانو كنفرانس ته راپور وركوي .
 
د اختلافونو د حل ركن:(Dispute Settlement Mechanism)
كه چېرې د دوو غړو تر مينځ د يو بل په وړاندې د معاهداتو د نقض كولو يا د يو بل د مصالحو پر خلاف كومه معاهده تر سره كړې وي، نو په هغه صورت كې عمومي شورا د اختلافونو د حل لپاره ځانګړې جلسه كوي چې ورته د د اختلافونو د حل ركن وايي .
 
د تجارتي كړنلارو د ارزونې ركن (Trade Policy Review Mechanism)
عمومي شورا كولى شي د تجارتي كړنلارې د ارزونې د ركن په توګه جلسه وكړي، دا ركن خپل ځانګړې قوانين او كړنلاری لري چې تر ډېره حده د سازمان د تجارتي سياستونو د بدلون او يا په هغې كې د تجديد نظر په اړه كار كوى . د هر كال په پيل كې د غړو له مينځ څخه د يوه كال لپاره د دې ركن رئيس او دوه معاونين انتخاب كيږي .
 
سکرټریټ ( (Secretariat
دسوداګری دنړیوال سازمان سکرټریټ چی ۵۰۰ مامورین لری او ددی سازمان دډایرکټر جنرال لخوا رهبری کیږی ، چی دلاس رسی په خبرو کی یو هیواد ته دآسانتیاوو په ورکړه کی مهم رول لوبولی شی . دسکرټریټ رسمی ژبی انګلیسی،فرانسوی او هسپانوی ژبی دی سکرټریټ دسازمان ریکارډ ساتی .
 

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان كې د غړيتوب مهم شرطونه
Important Conditions for membership
د سوداګری په نړيوال سازمان كې غړيتوب، الزاماً غړي هيوادونه مكلف كوي تر څو د دې سازمان ټولې هغه معاهدې او اصولنامې قبولې كړې، چې د غړو له خوا پرې موافقه راغلې. د غړيتوب په مرحله كې يو نوى غړى ديته اړتيا لری ترڅودغړیتوب د مخه یعنی (په پيل كې د سازمان د ناظر غړي په توګه) د سازمان په غونډو كې ګډون وكړي . په وړاندېز پسې، د نوې غړي داوطلب د تجارتي سياستونو ګزارش MFTR(Memorandum of Foreign Trade Regime)غوښتل كيږي، د پيوستون د ارزونې ډله په مختلفو مراحلو كې پر وړاندېز غور كوي او د غړيتوب لپاره يو لړ شرايط وضع كوي، چې د شرايطو له بشپړيدو وروسته عمومي شورا د وزيرانو كنفرانس ته خپل نظر وړاندې كوي. هلته بيا د اكثريت آراوو په تاييد سره د يوه هيواد غړيتوب منل كيږي .