فتوی نمبر(۶۵۰).
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي:
محمدعيسی.جلال اباد/افغانستان.
دروندمفتي صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
زماپوښتنه داده چي په مکروه وختو نو کښي چي دلمرراختو اولوېدواوداستواء وخت دئ ايا دابهتر دئ چي سړي دقرآ نکريم تلاوت وکړي اوکه دابهتر د ئ چي سړي تسبيحات لکه سبحان الله مثلا ياکوم بل ذکروکړي. ستاسو دجواب په طمعه.
الجواب ومنه الصواب
محترمه په دغو وختو کښي ذکر ، تسبيحات ، درود يل اوداسي نور اذکارویل بهتردي ترتلاوت دقرآنکريم ؛ ځکه چي تلاوت دقرآنکريم خو جز دئ دلمانځه او لمونځ خو په دغووختوکښي مکروه دئ>
في الطحطاوي بحوالة البحر:«فالاولی ترک ماکان جزءًلها».