فتوی نمبر(۶۵۱).1
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي:کبير،کنړ/افغانستان.
که دجنازې لمونځ ترمکروه وخت پوره وځنډېدئ ، اويا پرچاباندي سجده تلاوت واجبه سي اودَيْ يې تر مکروه وخته وځنډوي نو ايادجنازې لمونځ اوسجده تلاوت په دغو وختو کښي کېدائ شي؟1
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
کچيري جنازه په کامل وخت کښي حاضره سوه اوخلګوتروخت مکروه پوري وځنډول ، اوبيايي په مکروه وخت کښي اداکړل ، اوياسجده تلاوت په کامل وخت کښي پرلازمه سوه خوده ترمکروه وخته وځنډول بيايې په مکروه وخت کښي وکړه ، نونې دجنازې لمونځ صحيح دئ اونې سجدهءتلاوت کذا بحرالرائق.
. اواسبیجابی ویلي دي چي دجنازې لمونځ سره له کراهته صحیح دي راګرځول يې نسته ، خوسجده دتلاوت به راګرځوي
[طحطاوي].