شیطان دې پلار ته سجده ونه کړه، ویل یې: زه ترې غوره یم، زه خو اور یم، ادم خو خاوره او خټه ده، اور دي خاوري ته ولي سر ټیټ کړي؟ په ساده ژبه، شیطان لومړنی نیشنلست وو، شیطان لومړنی قوم پرست وو، شیطان لومړنی نژاد پرست وو! ای انسانه، ته څنګه نیشنلست، قوم پرست او نژاد پرست یې چې خپل پلار سره یې نشي پاللی، د پلار د دښمن لاره دي غوره کړه او په زغرده وایې: شیطان مې رهبر دی، پرې ویاړم. شیطان د الله خبره ونه منله، د الله قانون یې ونه منه، د الله د دین نه یې بغاوت وکړ. په ساده ژبه، شیطان لومړنی سیکولار وو، شیطان لومړنی بې دینه وو، شیطان د الله د قانون نه لومړنی منکر وو، شیطان د الله د دین نه لومړنی باغي وو. ای انسانه، د پالونکي او څښتن په قانون او دین کې څه کمی وو چې شیطان ترې بغاوت او انکار وکړ؟ که اوس هم سیکولار او بې دینه یې او د الله نظام نیمګړی ګڼې، نو په زغرده وایې: شیطان مې رهبر دی، پرې ویاړم. نن ورځ د شیطان پیروان ډیر دي، د شیطان قانون مني او د الله نه مني، د شیطان قانون باندې فخر کوي او د الله په قانون شرمیږي. د ساینس، منطق او فلسفې زده کوونکي به راته وایې چې شیطان څوک دی؟ د شیطان وجود چا ثبوت کړی که نه؟ که شته نو چیرته دی؟ لمسولی یې شو که نه؟ لیدلی یې شو که نه؟ که چیرته د شیطان د وجود پوښتنه زر یا دوه زره کاله پخواني انسان مطرح کړي وه، نو حیرانوونکي به نه وه، د نن ورځې انسان خو د سیګنالونو په نړۍ کې ژوند کوي. امریکا کې ناسته پیغله خپل هر ډول انځورونه او ویډیوګانې استرالیا کې منتظر ځوان ته لیږدولی شي، د افغانستان ډیری ځوانان خپلو موبایلونو کې د هند او غرب فلمي ستورو عکسونه، سندري او ویډیوي کلیپونه ساتي، هر چیري او هر وخت چې وغواړي کتلی یې شي. ساینسپوهانو د سیګنال تعریف داسې کړی چې هر هغه شی چې معلومات له سرچینې نه خپل ټاکلي ځای ته ولیږدوي سیګنال بلل کیږي، خوا که ته یې لیدلی شي که نه؟ لمسولی یې شي که نه؟ د الکترومقناطیسي څپو په سپکترم یا طیف کې یوازې مشخصې فریکوینسې لرونکې څپې راته په سترګو ښکاري او هغه ته رڼا وایو، نورې څپې لکه مایکروویف، انفرارډ، ماوراء بنفش، ایکس او ګاما شعاوې راته په سترګو نه ښکاري، چاسره پرې جنجال نه کوو چې ولي نه ښکاري؟ ساینس پوه راته ویلي په پټو سترګو یې منو. خو کله چې د کایناتو پالونکی او څښتن راته وایې چې شیطان موجود دی او شیطاني سیګنالونو نه ځان وساتئ، نو دا راته عجیبه ښکاري، او هر چاسره پرې بحث او مناظرې کوو! د شیطان بریا خو دې کې ده چې پیروان یې د وجود نه منکر دي، او ځان ورته داسې ښکاري لکه د شیطان خبره چې نه مني |