ختیځ ادبي بهیر استاد یارمحمد کوچی ونمانځه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52465
ایمل مړوند
دخبریدو نیټه : 2012-12-08

 
 
 لوستوڼې وباسې ګډیږۍ
 
دغسې وخت په خوارو کله کله وينه
 
 دا لنډۍ استاد یارمحمد کوچي په هغه پرتمینه غونډه کې وویله، چې  د نوموړې په
درناوي کې جوړه شوې وه .
 
ختیځ ادبي بهیر ملګرو د خپلو اونیزو غونډو په لړ کې خپله (۲۱) مه غونډه د
استاد یارمحمد کوچي نمانځلو ته ځانګړې کړې وه.
 
د درانه استاد یارمحمد کوچي په ویاړ دغه ستره او پرتمینه غونډه د ( ۱۳۹۱) کال
د لیندۍ میاشتې په ( ۱۷) مه نېټه د جمعې په مبارکه ورځ د ننګرهار په علمي او
کلتوري مرګز میدوتیک کې جوړه شوې وه.
 
غونډه، چې سهار نهه بجې پیل او تر غرمه ناوخته پورې يې دوام درلودو، د ننګرهار
پوهنتون د استادانو، د ختیځو ولایتونو د فرهنګیانو او د ادب مینوالو سربېره په
کې د هیواد له ځینو نورو سیمو راغلو ملګرو هم برخه اخیستې وه.
 
د دې ترڅنګ د کوچي استاد په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت تخنیکې
مرستیال محمد اصف ننګ هم ګډون کړی و.
 
د غونډې پرانیسته قاري عبدالله سهار د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو پرتلاوت
وکړه.
 
د دریځ چارې اکرام الله اکرام او عرفان بیدار مخکې وړلې او ګزارش ایمل مړوند
لیکه.
 
په پیل کې د ختيخ ادبي بهیر ملګرو په استازیتوب ضیاالدین همت مل ټولو راغلو
مېلمنو او برخوالو ته ښه راغلاست ووایه ،  او خوښي يې څرګنده کړه، چې ختیځ
ادبي بهیر د داسې یوې سترې او درنې غونډې د کوربتوب ویاړ  لري.
 
 او بیا  د بهیروالو لخوا  د درناوي  لونګۍ د استاد ابراهیم همکار، استاد ببرک
میاخېل، او ځينو نورو برخوالو لخوا استاد یارمحمد کوچي ته په سر کېښودل شوه.
 
ورپسې د استاد یارمحمد کوچې پېژندنه انجینر زیارمل سوکال ولوسته او برخوالو ته
يې د استاد کوچي د ژوند او فن په اړه معلومات ورکړل.
 
د استاد تر پېژندګولو ورسته د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي
استاد  ببرک میاخېل دریځ ته پورته شو. نوموړي په سرکې د بهیروالو نه د زړه له
تله مننه وکړه، چې د استاد یارمحمد کوچي په ویاړ يې داسې یوه درنه غونډه
رابللې ده.استا میاخېل استاد کوچې د پوهنې او ادب یو بل مشال وباله، چې تردې
دمه يې ډېرو خونو ته رڼا ورکړې ده، او هغه يې  د نمانځلو حقدار یاد کړ.
 
د دې ترڅنګ استاد میاخېل د کوچي استاد په ادبي او فرهنګي ژوند خبرې وکړې، او
استاد کوچې يې د حالاتو یو انځور ګر شاعر یاد کړ، نوموړي  د استاد د شعرونو د
بېلګو په راوړلو سره د استاد کوچي  شعرونه ګډنوالو ته تشریح کړل.
 
 استاد میاخیل وویل:(( استاد کوچی د خوشال د دستار سړی دی، استاد شاعر دی او
استاد ښونکی دی.استاد چې د خپل ښونیز ژوند په بهیر کې کوم شاکردان روزلي دي نن
سبا ټول په ډېرو ښو ښو ځایونو کې دندې لري او د ټولنې په چوپړ کې دي، چې دا د
استاد لپاره د ویاړ ځای دی.))
 
د استاد میاخېل تر خبرو ورسته د ننګرهار د عالي درالمعلیمن د پښتو څانګې استاد
ضیاالرحمن حسرت دریځ ته وبلل شو.
 
استاد حسرت هم په سرکې د بهیروالو د دې ګام ستاینه وکړه، چې د داسې یوې ادبي
او فرهنګي سټې په ویاړ سره راټول شوي دي.
 
نوموړي وویل: ډېر د خوښۍ خای دی، چې نن زموږ ځوانان فرهنګیان د داسې یوچا په
ویاړ غونډه جوړوي او هغه ته په ژوند د هغه د خدمتونو ډالۍ ورکوي، چې نه زرو
لري او نه هم زر، خو د خلکو په زړنو واک چلوي .
 
 هغه وویل: کوچی استاد د یوې امسا پرته بل څه نه لري، خو د خپل ژوند ګڼ پسرلي
يې د دې ټولنې د خدمت لپاره ځانګړي کړي دي.
 
استاد حسرت همدارنګه د استاد یارمحمد کوچې د شاعرۍ په اړه هم ډېرې په زړه پورې
خبرې وکړې او د استاد د شاعرۍ په تخنیکې اړخونو وګړیده.
 
ښاعلي حسرت وویل: د استاد یو کمال دادی، چې په شاعرۍ کې يې د ادبي فنون نه ډېر
کار اخیستی دی او شاید لامل يې داوي، چې دی خپله د ادبیاتو استاد او له
ادبیاتو فارغ دی.
 
استاد حسرت د ادبي او تخنیکي اړخه د استاد په شاعرۍ اوږدې خبرې وکړې، او هم يې
د استاد په شاعرۍ کې د مینې اړخ برخوالو ته ښکاره کړ.
 
هغه استاد د خپل وخت یو بریالی شاعر یاد کړ، او د روانو حالاتو یو ښه انځورګر
يې ونومولو.
 
تر استاد حسرت ورسته د استاد یو زده کونکي عبدالصبور ټکر د استاد په ویاړ خپل
لیکلی شعر برخوالو ته واورلو.
 
چې مطلع يې داسې وه:
 
ستا نه زار شم ستانه زار استاد کوچیه!
 
خدای دې مه کړه راته خوار استاد کوچیه!
 
ورپسې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد ابراهیم همکار دریځ
ته پورته شو. استاد هم په سرکې د بهیروالو نه مننه وکړه، چې داسې یوه درنه
غونډه يې جوړه کړې ده.
 
استاد همکار هم د کوچي استاد فرهنګي او ادبي هڅې وستایلې او هغه يې د ادب او
پوهنې یوه بل څراغ  یاد کړ، زیاته يې کړه استادې، چې یو سپېڅلې دنده ده ،
استاد کوچي د ژوند تردې دمه خپله دغه دنده په ډېره سپیڅلتیا مخکې وړې ده.
 
استاد همکار د پوهنې په برخه کې د هغه د خدمت سربېره د استاد کوچي، د شاعرۍ په
اړه هم هر اړخیزې خبرې وکړې.او استاد يې یو لارښود شاعر یاد کړ.
 
 
 
تر استاد همکار ورسته د ننګرهار پوهنتون د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریس اورنګ
صیم ته نوبت ورکړل شو. ښاعلي صمیم هم په پیل کې د ختیځ ادبي بهیر د دې ګام په
پورته کولو، چې د استاد کوچي په ویاړ يې داسې درنه غونډه جوړه کړې ده مننه او
ستاینه وکړه.
 
 
 
او استاد کوچی يې د ننګرهار ویاړ وباله، زیاته يې کړه، چې استاد تردې دمه
فرهنګ او پوهنې ته ډېر څه ورکړي دي چې له امله يې موږ ټول پرې ویاړو. ښاعلي
صمیم وویل: (( د راتلونکی لپاره د استاد کوچي ژوند او شحصت موږ ته یوه ښه
بېلګه جوړیدا شي .))
 
داورنګ صیم په وینا استاد کوچي ټول عمر د خلکو په زړونو راج کړی دی، او په
زړونو کې اوسیدلی او اوسیږي به.
 
هغه د استاد د ژوند اوفن په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او استاد يې تر دې د
څوچنده زیات اعزاز وړ وباله ..
 
نوموړي وویل: د کلتور ریاست د استاد کوچي د ښو حدمتونو له امله د هغه لپاره یو
ستاینلیک هم په نظر کې لري، چې د یو لړځانګړو مراسمو په ترڅ کې به ورکړل شي.
 
د اورنګ صیم تر خبرو ورسته استاد محمد یوسف غیرت د استاد کوچي د ژوند او
ښونیزو هڅو په  اړه خپله لیکلي مقاله واوروله.
 
او بیا د پوهنې وزارت تخنیکي او پرهنګي معین اصف ننګ په خپلو خبرو کې وویل:
کابل ته روان و، خو، چې خبر شو، چې د پوهنې د یو داسې مشال، چې کلونو يې نورو
ته رڼا ورکړې ده په ویاړ غونډه ده، راستون شو او په غونډه کې يې ګډون اړین
وباله.
 
هغه وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی ، چې نن د پوهنې د یو استاد او مشال په غونډه کې
ګډون لري. زیاته يې کړه په داسې حالاتو کې، چې په ټول هیواد کې داسې غونډې
ډېرې کمې دي، چې زموږ یو استاد دې پکې ونمانځل شي.
 
 نوموړي د پوهنې وزارت په استازولۍ د استاد د خدمتونو ستاینه وکړه او د وزارت
په استازولۍ يې د استاد نه مننه وکړه، چې لا هم د پوهنې په برخه کې په هڅو
بوخت دی.
 
 
 
 ورپسې امرالله امید خپله لیکلې مقاله، چې د استاد د ژوند او  فن په اړه يې
لیکل وه ولوستله.
 
تر امرالله امید ورسته تکړه شاعر او لیکوال عزت الله ځواب په خپلو خبرو کې د
استاد په ژوند خبرې وکړې. ځواب وویل: کوچی استاد يې د ښونځي استاد پاتې شوی دی.
 
نوموړي استاد کوچی یو ملي شخصیت یاد کړ او وې ویل استاد په هغه وخت کې، چې چا
ملي کلیمه په خوله هم نه شوه ویلی، خو استاد خلک په ملي روحیه روزل.
 
ځواب د استاد ځینې خاطرې یادې کړې،  چې د زده کړو پرمهال يې له استاد څخه
درلودلې هغه  استاد د خپل ژوند یو ستر لارښود وباله.
 
تر ځواب ورسته د اریانا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد
شېرعالم املوال په خپلو خبرو کې وویل، چې د دا ډول شخصتونو نمانځل او ستایل د
نوي نسل لپاره یو ښه تشویق  او هڅونه ده نوموړي د بهیر دا ګام یو ډېر پرځای
ګام وباله.وېې ویل ، کله، چې نوي ځوانان د داسې شحصتونو د ستایلو غونډې ګوري
نو لا هڅیږي، چې ځانونه یو ځای ته ورسوي.
 
د استاد املوال تر خبرو ورسته خوږ ژبي ترنم کونکې صابر شاه ساپي ګډونوالو ته د
استاد کوچي یو شعر د ترنم په خوږو کې وویلو، چې د بهیروالو د تود هرکلي سره مخ
شو .
 
صیام الدین پسرلي د پوهنې ریاست د ویاند اصف شینواري د ( د دستار سړي) ترسرلیک
لاندې مقاله ولوستله، چې د استاد کوچې د ښونیز ژوند او فن په اړه په کې
معلومات وړاندې شوي وو.
 
همدارنګه د استا غني فاروقي لیکلې مقاله سمیع الله ننګیال ولوستله.
 
د غونډې په اوږدو کې د استاد یارمحمد کوچي درنې لور” زرکې” کوچۍ د استاد د
کورنۍ په استازولۍ د بهیروالو مننه وکړه، چې استاد کوچي ته يې د داسې یودرنې
غونډې د جوړیدلو ویاړ ورپه برخه کړ.
 
د یادو شو کسانو سربېره په غونډه کې یوشمېر نورو کسانو هم استاد ته ځانګړي شوي
شعرونه او د هغه په ویاړ لیکلې مقالې او ویناوې وارولې.
 
په پای کې خپله دروند استاد یارمحمد کوچې ته بلنه ورکړل شوه.
 
 
 
نوموړي، چې ډېر زیات د خوښۍ احساس يې کولو د خپلو خبرو پیل د پښتو ژبې په دې
لنډۍ وکړ، چې وايي:
 
 لستوڼې وباسئ ګډیږئ
 
داسې ساعت په خوارو کله کله وینه.
 
 
 
استاد د ټولو بهیروالو نه د زړه له تله مننه وکړه، چې دی يې وړ وباله او دومره
درنښت يې وړ کړ.وې ویل نن ډېر زیات خوشاله دی، چې د خپل ژوند په دې پړاو کې د
داسې یو ناستې شاهد دی.
 
استاد په داسې حالت، کې، چې په سترګو کې يې د مینې او خوښۍ نښې له ورایه
ښکاریدې په بار بار له بهیروالو مننه کوله او د خوشالې اظهار يې کولو.
 
ښاعلي استاد  ننګرهار د علم او فرهنګ ټابوبی یاد کړ، او تينګار يې وګړ، چې
ځوانان دې سره یو موټې شي او د خپلو ارزښتونو درناوی دې  وکړي.
 
د یارمحمد کوچې ترخبرو ورسته د نوموړي په ویاړ دا جوړه شوې غونډه هم غرمه
ناوخته پای ته ورسیده.
 
د ویلو ده، چې د ختیځ ادبي بهیر راتلونکې اونیزه غونډه د اروښاد  ډاکټر اعظم
اعظم یاد غونډې ته ځانګړې شوې ده او د هغه په غزل په طرحیه مشاعره کیږي.
 
 
لاړ که مې نظر شي زه به ستالارې ته ګورم