هیڅ پروا نه کوي كه ته هر څومره مال او دولت پیدا کړې ، خو پام چې د دولت په نشه کې سړیتوب له لاسه ورنکړې ، د دولت په نشه کې عزت او وقار له لاسه ورنکړې ، د دولت په نشه کې انساني کرامت له لاسه ورنکړې ، د دولت په نشه کې خپله سپیڅلې پښتو له لاسه ورنکړې ، دا ځکه چې که ته هر څومره دولت مند شې او په خوا کې یې سړیتوب ، انسانیت ، عزت او پښتو ونه لرې نو ستا دولت هیڅ معنی نه لري او ته به ډیر غریب یې. سړیتوب ، عزت ، کرامت او پښتو په مال او دولت لاس ته راتلای نه شي ، بلکې د ا ټول الهي ورکړې دی چې خدای پاک یې چاته ورکوی او چا ته یې نه ورکوي . په مال او دولت غرور مه کوه ، او ځان غټ مه ګڼه ، خپل دولت په ښو او نیکو لارو مصرف کړه ، د خیر کارونه سرته ورسوه ، جومات پرې جوړ کړه ، ښوونځي پرې جوړ کړه ، روغتونونه پره جوړ کړه ، ښه دوستان پرې لاس ته راوړه ، ځپلوانو ته پرې ځان ورنږدې کړه ، څومره چې دې دولت زیاتیږي هغومره ځان خدای پاک ته ورنږدې کړه ، د خدای عبادت او اطاعت وکړه او داسې چارې سرته ورسوه چه د الله پاک رضا لاس ته درشي ، څرنګه چې خدای پاک تاته مال او دولت درکولای شي ، همداسې یې درڅخه اخستلای هم شي .