خلکو بيګا لاس په لاس غل ونيوه چې رڼاشوه غل پوليس وختو، او چارواکو بېرته يله کړ، والي په رڼا ورځ اوښ په بډه کړ ، خلکو چغې کړې، ولسمشر خبر شو والي يې وغندلو خو برطرفه يې نه کړ، وزير صيب پسې د اختلاص دوسيه راووته ، ولسمشر خبر شو وزير يې هم سخت وغندلو خو له وزارته يې لرې نه کړای شو، ملي بانک نه مليونونه ډالر ه د دوو پښو مږکانو وخوړل په سوړو ننوتل او ورک شول، خو ولسمشر دې خير يوسي موږکان يې هم ښه په نره وغندل خو راټينګ يې نه شول کړای٠ يو کس ګيله وکړه چې په غندلو څه کيږي ، دا ولسمشر مفسدينو ته جزا ولې نه ورکوي ؟ يو ځواب ورکړ چې همدومره صلاحيت ايساف ( نړۍ واله ټلواله ) ورکړی ، بل ويل : نه د ولسمشر ټول مشاورين پخپله مفسدين دي نو ځکه يې ورته تورې عينکې پر سترګو کړي دي. |