بدرګه که محبت راسره نه وای له کله مې چې د رباب ترنګ اوریدلی او د شپیلۍ په هنرمنده مرۍ کې مې د مینې او عشق له سوزه ډګې ټپې اوریدلي ، نو په وجود کې به مې یو ډول عجیبه خوځښت راپیدا شو ، وده به یې کړم او په ځان کې به یې درګډ کړم ، رباب به راته په ورو ورو سندرې زمزمه کولې او هغې بلې ،، شپیلۍ ،، به راته په پټه پټه د مینې کیسې کولې . خدای شته چې له دې دواړو سره مې ډیره جوړه ده ، ورته له تابه وځم ماته دا دواړه جادوګر غږونه دي . خو نن نه پوهیږم چې څه چل راباندې شوی دی ، د خوشال خان خټک دا شعر مې څوکاله دمخه ده ، ده په کلیاتو کې لیدلی و یا خو به هغه مهال زما ذوق پیکه و او یابه خدازده کومه بله کیسه وه . ډیره موده وشوه چې د ده کلیات مې د ورځنیو بوختیاو له کبله نه و پرانیستي ، خو دادی کلونه کلونه وروسته د خوشال خان بابا دا شعر مې د نړۍ دفطرت په یوه اشنا ، خو په یو ناشنا غږ کې واورید ، چې رباب او شپیلۍ یې بدرګه کوله . هنر له هنر سره ګډول څه اسانه کار نه دی . که د خوشال له هنر نه راپریتوتي دا غزلیز توري همداسې د کتاب پرمخ پاتې وای او د پښتو دوتلي سندرغاړي ډاکټر فطرت ناشناس په مرۍ کې نه وای زمزمه شوي ، نو هماغسې به د کتاب پرمخ پاتې و او یواځې لوستونکو او کره کتونکو ترې ګټه اخیسته ، د خوشال بابا د اشعر ناشناس ډیر سندریز کړی دی ، په اوریدو یې ها د چا خبره سړی نه مړیږي ، کاشکی ناشناس دخوشال بابا ډیر داسې نور غزلونه په خپل غږ نازولي وای ، خو اوس خبره له خبرې تیره ده ، ناشناس له سندرو مرور شوی دی ، ده له سندرو سره مخه ښه کړې ده او د نومیالي خوشال بابا له لاسه هم توره او قلم پریوتي . |