يو شاعر ملګري د فيس بوک پر مخ د کوم چا د جنازې خبرتيا خپره کړه چې دوستان خبر شي ، بل ملګری يې چې تل يې د دې خواږه شعرونه لوستل او بيا به يې پرې خپله ښکلې تبصره هم ليکله، داځل يې هم چې څنګه د جنازې پر سرليک سترګې ولګېدې په منډه يې پرې خپله تبصره وليکله ( ډېر ښکلی له تلوسې ډک خو دردونکی نظم دی ، په قلم او ګوتو دې برکت شه ستا د همدغسې خوندورو شعرونو په هيله.