د امریکا په نوی څارګریز راپور کی څو د پام وړ ټکی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52567
پوهنمل حاجی محمد نوزادی
دخبریدو نیټه : 2012-12-17

 

      د (  24timer) پنامه ډنمارکی ژبی ورځپاڼی د خپلی ۱۲ / ۱۲ / ۲۰۱۲ نیټی په ګڼه کی د « امریکا په ۲۰۳۰ کال کی اسیا ته د ځمکی دکری د زبرځواکۍ د مرکز په توګه ګوری » تر سرلیک لاندی د امریکایی څارګریز راپور پر بنسټ یوه لیکنه خپره کړیده . دا لیکنه ماته ځکه په زړه پوری وګرځیده چی دلته د یوی خوا پخپله د امریکایی څارګری کړیو پر بنسټ یو لړ انکار نه منونکی اعترافونه شوی او دبلی خوا دا پایلی زما دهغی څیړنیزی لیکنی دځینو ټکیوسره هم د ورته والی تړاو درلو دلای سی چی په ۲۰۱۱ کال می د (د « ژړ ﺧﻄﺮ» ﭘﻮﺗﻨﺸﻴﺎل او د« ﺳﭙﻴﻦ ﺧﻄﺮ» واﻗﻌﻴﺖ ) تر سرلیک لاندی لیکلی وه او یو زیات شمیر افغانی بریښنایی رسنیو په درو برخو کی نشر چی لا اوس هم دهغوی په ارشیفونو کی پرته ده او مینه وال یی لوستلای شی . مخکی لدی نه چی د ژړو او سپینو خطرونو و څرنګوالی ته راوګرځو ، ښه به داوی چی د نوموړی ورځپاڼی څخه نشر شوی متن پښتو ته را وژباړو څو لوستونکی یی هم تر نظر تیر کړی :
      هوفینګتون پست ( Huffington Post ) ته په امریکای څاګریز راپور کی دزیات شمیر وړاندوینو څخه څو څڅیدلی ټکی رارسیدلی دی چی له مخی به یی  په ۲۰۳۰ کال امریکا دنړی د اقتصادی زبرځواک په توګه خپل ستاتوس ( مؤقف ) د چین په ګټه دلاسه ورکړی مګر دنړیوالو مسئلو په مخته بیولو کی به لا د زبرځواک په توګه یو مخکښ رول ولری .
       په راپور کی وړاندوینه شویده چی په ۲۰۳۰ کال کی به دنړۍ د اوسیدونکو زیاته برخه دفقر د خط نه په لوړه کچه کی ژوند کوی . دخلګو منځنۍ طبقه به د اقتصادی او ټولنیز مؤقف له مخی د پام وړ او مهمه طبقه وګرځی . اسیا به یوار بیا راژوندی شی او په نړۍ کی به یو ځل بیا دنړیوال زبرځواک په توګه خپل هغه بایللی مؤقف تر لاسه کړی چی په منځنیو پیړیو کی یی درلود . پدی کار سره به د لودیزی نړۍ نژدی ۳۵۰ کلن صعودی ( لوړیدونکی ) قوس نزولی ( رالویدونکی ) بڼه غوره کړی او وروسته به پاته شی .
       د راپور له مخی به دموکراسی د نن ورځی په پرتله ډیره زیاته پراخه شی ، خو ددی سره سره به زموږ د ځمکی کره دجنګ او نظامی مقابلو له خطره په امان نه وی . ددی ډول شخړو زیاته برخه به د خوراکی موادو او اوبو د ترلاسه کولو پخاطر وی . « د امریکا ملی څارګری شورا » ته دا راپور پدی خاطر وړاندی شویدی چی په راتلونکو لسیزو کی د امریکا د ستراتیژیکو موخو په اړوند پر یادو شوو وړاندوینو باندی غور وکړی .
       په ۲۰۳۰ کال چی نړۍ به لا هم د هرج و مرج نه ډکه ، چین به په نړۍ کی تر ټولو ستر اقتصادی ځواک ګرځیدلی وی او د زیرمو دکنترول پخاطر به چی لا کافی ندی ، هلی ځلی روانی وی ، ښایی چی امریکا به بیا هم د خپلو سیالانو تر منځ لومړی ځای ولری . 
      په راپور کی پردی خبره ټینګار شوی چی چین به په ۲۰۲۰-موکلنو په جریان کی د اقتصادی پرمختګ له مخی امریکا شاته پریږدی او دنړۍ دتر ټولو ستر اقتصادی ځواک په توګه به میدان ته را ووځی . البته داخبره په نورو ډیرو بی پری څیړنو او وړاندوینو کی پخوا هم یاده شویده . مګر ددغه اوسنی راپور پر بنسټ به امریکا لا نور هم د دوو لسیزو په موده کی د نړۍ مخکښ اکټر (لوبغاړۍ ) پاته وی ، داځکه چی دزبرځواک په توګه به لا هم د نړیوالو بحرانونو دحل په هلوځلو کی دخپل اداری تخنیک او ورسره پاته قوت پربنسټ خارجی مینه وال ورته سترګی په لار وی .
      د AFP خبری اژانس له مخی پدغه ۱۳۷ مخیز راپور کی دا موصوع داسی یاده شویده چی امریکا به په بشپړ ګمان سره په ۲۰۳۰ کال کی هم د نورو سیالو سترو قوتونو تر منځ د خپل ورپاته توان پربنسټ لومړی ځای ولری . پدغه نوی عصر کی به امریکا په نړیوال سیاست کی خپل هغه رول لانور هم وغځوی چی د ۱۹۴۵ کال راهیسی پیل او ترلاسه کړی وو .
      راپور وړاندوینه کوی چی پدغه نوی عضر کی به د اسیا اقتصادی چاری ، نظامی لګښتونه او په تخنالوژیکی چارو کی پانګه اچونی دشمالی امریکا او اروپا څخه په ګډه ، زیاتی مخته ولاړی شی . په راپور کی د چین په هکله د بی باوریو په اړوند حبردارۍ هم ورکړل شویدی . که چیری چین پدی و نه توانیږی د نوښتونو پر بنست یو د زغم وړ اقتصادی ماډل منځته راولی ، که څه هم په اسیا کی یو مخکښ اکټر پاته شی ، مګر دغه دپام وړ اغیز به یی په زړه پوری پایلی ونلری . امریکایی شنونکی پدی اند دی چی چین به یو نړیوال قدرت وګرځی مګر پدی کار کی به یی چټکتیا ډیره سسته او ګړندي به نه وی . دغه شنونکی وایی  داسی یوه سناریو به منځته راشی چیری چی چین کیدلای شی دخپل ځان دپاره ډیر بد دښمن وګرځی ، ځکه چی نور ډیر هیوادونه به د امریکا سره دیوه ائتلاف په لټه کی شی . داهغه ټکی دی چی دراپور دلیکونکی ډلی څخه د Mathew Burrows پنامه یوه تن یی یادوونه کړیده .
      په راپور کی راغلی دی چی د تکنالوژیکی پرمختیا له کبله به د پرمختګ په لور یو ستر ګام واخیستل شی ، مګر دا اندیښنه هم باید له یاده و نه غورځول شی چی په ۲۰۳۰ کال کی به اقلیمی بدلونونه هم ډیر جدی چالشونه منځته راولی . د امریکا دملی څارګری شورا مشر ښاغلی Christopher Kojm  پدی اړوند وایی : « نړۍ به په ۲۰۳۰ کال کی زموږ دنننۍ نړۍ په پرتله په راډیکال دول بدلون موندلی وی » . نړیوال بدلونونه به په هغه کچه مهم وی چی کیدلای شی دداسی تاریخی سترو پیښو سره یی اهمیت او اغیز پرتله شی لکه د فرانسی انقلاب او یا صنعتی انقلاب چی په نړۍ کی رول لوبولی دی .
      Christopher Kojm  زیاتوی : « موږ دبشر په تاریخ کی یوی داسی څلورلاری ته رسیدونکی یو چی هلته ډیری بیلابیلی لاری راخلاصی دی » .  په ۲۰۳۰ کال کی خو به چین دنړۍ دستر اقتصادی زبرځواک په توګه امریکا شاته وغورځوی ، مګر دامریکا نظامی توان او دقدرت څخه د نرم کاراخیستلو وړتیا به ښایی دا وښئی چی امریکایان لا هم دنړیوال سیاست په چارو کی یو د پام وړ ملت دی .
دا خو هغه وړاندوینی وی چی په ۲۰۳۰ کال کی به ترسره شوی وی . د ۲۰۳۰ کال د رارسیدو نه په وړاندی موده کی د راپور د وړاندوینو څخه غټ ټکی کیدلای شی په لاندی ډول را لنډ شی :
       ــ  د راتلونکی په هکله د امریکایی شنونکو د وړاندوینی سره سم به د ۲۰۳۰ کالو درارسیدو په درشل کی نړۍ په بی شانی چټکۍ سره بدلون ومومی .
      ــ  اسیا به په نړۍ کی تر ټولو ځواکمنه سیمه وګرځی ، ددی سره به سم د لودیزو هیوادونو ځواکمنی له پښو ولویږی .
      ــ  پدغه موده کی د یوه نوی نړیوال جنګ تهدید عملی بڼه نلری او نړۍ به ددی خطر څخه په امان وی .
      ــ  د نوی نړیوال جنګ پرځای د Pandemics  ( پراخو ډله ایزو ) عفونی ناروغیو ( infectious disease) د خطر امکانات ردولای نشو .
     ــ  د ۲۰۳۰ کال تر رارسیدو دمخه ددی کار ډیر امکان شته چی اروپایی اتحادیه به سرنګونه او دړی وړی شی .
                                                                       د ژباړی پای  

    د ژباړونکی یادوونه :
       په لوړ راپور کی ځینی ټکی پدی ارزی چی غور ورباندی وشی لکه :
       ــ دا راپور پخپله د څارګرو شنونکو د اوږدو څیړنو پایله ده چی داعترافونو ډکی وړاندوینی یی د راپیښیدونکو واقعیتونو سره اړخ لګوی او دراپور لیکونکی داپروسه هغه څه بللی چی دمخنیوی امکانات یی صفر ته نژدی دی . ځکه نو دوی د امریکا چارواکو ته دا وړاندیز نلری چی دمخنیوی پخاطر یی سر د اوس نه لیڅی راونغاړی .
     ــ په راپور کی نه یوازی دچین او امریکا حالاتو ته پام اړول شویدی بلکه نړی ته په ګلوبال ډول کتنه شویده چی له مخی یی د اسیا ، اروپا او امریکا حالاتو ته په ځیر سره کتل شوی او دسرنوشت په اړه یی وړاندوینی شویدی .
       ــ د راپور لیکونکو دامنلی ده چی امریکا به تر ۲۰۳۰ کال دمخه د اقتصادی ستر ځواک په توګه خپل ځای چین او د اروپا او امریکا لویی وچی به ځای اسیا ته خوشی کړی . مګر دغه شنونکی لا تر اوسه خپل زړه پدی خوشالوی چی ګویا پسله دی به هم امریکا په نړیوال سیاست او نظامی ډګر کی یو مخکښ زبرځواک پاته وی . ښایی د راپور لیکونکو به داخبره له یاده ایستلی وی چی اقتصاد هر وخت او د تاریخ په ټولو پړاوونو کی د ټولنو بیخ جوړښت ( زیربنا ) په توګه ټاکونکی رول درلودلی او نوری ټولی چاری د همدغی پدیدی تر حکم لاندی مخته تللی دی . دا یو انکار نه منونکی ټولنیز قانون دی چی پسله دی به هم په همدی شان مخته ځی . دا هم یوه طبعی خبره ده ، کیدلای شی دڅه مودی دپاره دامریکا اوسنی نظامی توان خپل اغیز نورهم وساتی خو داچی اقتصادی بنسټ یی سست دی نو حساب ورباندی کول بیځایه کار دی . پکار ده چی نه یوازی د راپور لیکونکی بلکه ټول امریکایان باید سر داوس نه په سایکولوژیکی لحاظ ځان ددی ترخه واقعیت سره پخلا کړی چی نور د امریکا د زبرځواکۍ ټغر په ټولیدو دی .
      ــ په راپور کی ترټولو په زړه پوری او امیدواره کونکی ټکی دادی چی چی په ۲۰۳۰ کال کی به دنړۍ دوګړو لوی اکثریت د فقر دخط نه لوړ ژوند وکړی او دټولنی منځنی طبقه به تر ټولو پراخه طبقه وی . ټولی هغی ټولنی بدمرغی ټولنی دی چی منځنی طبقه یی وړه او کښتنی طبقه یی پراخه وی . هرڅومره چی د وګړو د ژوند کچه دفقر دخطه نه لوړه ځی ، داکار تر لویه بریده د کښتی طبقی په حساب ترسره کیږی . ددی خبری اصلی مانا داده چی دفقیرانو ژوند ښه کیږی او دکښتی طبقی یانی د غریبانو له دلی نه وځی .دا هغه څه دی چی زموږ په خاورینه کره کی په دمیلیارډو کسان ورته سترګی په لار دی .
     ــ د راپور بل په زړه پوری ټکی دادی چی که څه هم په نړی کی به هرج ومرج او ان دسیمه ایزو جنګونو د پیښیدو امکانات وی  خو د نوی نړیوال جنګ د پیښیدو امکان په بنسټیز ډول رد شویدی . دا خبره پداسی حال کی کیږی چی تر ۲۰۳۰ کال پوری کیدلای شی یوازی په اسیا کی د چین ، هند او پاکستان برسیره ایران او شمالی کوریا هم د یوه اټمی ځواک په توګه سر راپورته کړی . روسیه چی ډیره برخه یی په اسیا کی ده او یو زورور اټمی ځواک دی ، هم کیدلای شی په حساب یی د اسیا د ځواکمنی اټکل وی .
      ــ په راپور کی د اسیا اقتصادی ځواکمنۍ ته څو ځلی آو په ټینګار سره اشاره شویده . پدی برخه کی کیدلای شی چین ، هند ، جاپان ، جنوبی کوریا ، مالیزیا . . . . . دپام وړ رول ولوبوی . دلته رښتیا هم اړینه ده چی پدی لویی وچی کی یو لړ نوی داسی  اقتصادی ماډلونه په کار ولویږی چی له مخی یی د راکړی ورکړی اړیکی د هر اړخ دپاره ګټوری وګرځی او په ټولو اسیایی هیوادونو کی یو معقول اقتصادی انډول ( توازون ) منځته راولی . اسیایی شتمن هیوادونه باید په اروپا ، امریکا ، افریکا او استرالیا کی خپل بازارونه لا نور هم پراخ او د ودی په حال کی ګاونډیانو دپاره هلته په بازار موندنه کی مرسته وکړی . د زیرمو څخه د اغیزمن کار اخستلو پخاطر پکار ده چی د اروپایی اتحادیی پشان د یوه بنسټ پر رامنځته کولو باندی سر د اوس نه فکر وشی . زما په اند په اسیا کی به تر ټولو لویه ستونزه داپاته شی چی څنګه د وګړو د زیاتیدو دمخنیوی چاری عملی کیدلای شی . پدی تړاو دچین ماډل تر یوه حده اغیزمن دی مګرداسیا په نورو هیوادونو کی ددی ماډل نه کاراخیستل اسانه کار ندی چی باید پرالترناتیف باندی یی فکر وشی . 
  پای