له جاويد لودين او سيد اسحاق ګيلاني سره مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52579
سيدحسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2012-12-17


لودين : موږ ښې لاسته راوړنې لرو او په بهرني سياست کې به انډول ته پام کوو
ګيلاني: موږ لا تراوسه د ګاونډيو سره يو واضح او روښانه سياست نه لرو

کومه لاسته راوړنه؟ د سولې شوری له موقفه خو خلکو ته د ((نور درس ورکولو)) ګوتڅنډنه کيږي. داسې لاسته راوړنه چې له يوې لسيزې راهيسې د لوړ ډالري معاش باوجود يې لا د حزبي افراطيت او ګواښنو خوي وخصلت نه دی هېر کړی. دېته به څنګه عادلانه وېش ووايو چې له يوې کورنۍ نه درې څلور تنه په لوړو دولتي پوسټونو کار کوي او نور چا ته د کار حق نه ورکول کيږي؟

[[روښانه سياست خو ملي ګټو ته په وفادارۍ کې رامينځته کيږي، موږ ته خو د خپلو پرځای د نورو محترمې دي. که وای، نو هېچا به راته په کږه سترګه نه شوای کتلای، ان تر قضا پورې مې ټولې اړونده ادارې په فساد کې ککړې دي. ځکه خو هر چا راته يو څوک په خپله خوا کې نيولی. همدا اوس ترکيه به څنګه پاکستان ته ووايی چې د مخالفينو ملاتړ مه کوه، ځکه چې هغه پخپله د دوستم تر شا ولاړه ده. همداسې يې امريکا تر شا ولاړه ده چې د بشري جناياتو ضد دوسيه يې څوک نه شي خلاصولای. همداسې هند وايران واخله چې د ټلوالې تر شا ولاړ دي. همداسې ايران وسعودي او داسې نور تر لويو قوتونو پورې]]

بي بي سي :
افغان حکومت له نورې نړۍ سره د خپلو ديپلوماتيکو اړيکو د لا پياوړتيا په موخه د ديپلوماسۍ پر يوه نوي لارښود کار کوي. افغان چارواکي وايی چې دغه سند به د افغانستان د بهرني سياست اساسي ټکي جوړوي. د دغه سند پر مسودې په کابل کې جوړې شوې يوې پينځه ورځنۍ غونډه کې سلا مشورې روانې دي چې نن پرانېستل شوه. په غونډه کې د نورو هېوادونو لپاره د افغانستان سفيران او ډېری سياسي استازي ګډون لري. افغان ولسمشر د دغې غونډې د پرانېستو پر مهال وويل چې د ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته به په افغانستان کې د مهمو مرسته کوونکو هېوادونو ونډه پوځي وتکتيکي نه، بلکې ستراتيژيکه بڼه به ولري. نور جزييات له فرېبا ظاهر نه اورو:
افغان ولسمشر په خپل هېواد کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د حضور په يوولسم کال کې پرېکړه کړې چې د راتلونکو دريو کلونو لپاره د دغو هېواد د بهرني سياست يو اصلي چوکاټ جوړ کړي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د بهرني سياست پر مسودې د سلا مشورو لپاره له نورو هېوادونو څخه د افغانستان سفيران او جنرال قونسلګران کابل ته بللي چې په يوه پينځه ورځنۍ غونډه کې د دغه مسودې پر څرنګوالي بحث وکړي. د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول وايی په دغې مسودې کې به د افغانستان د بهرني سياست پر شپږو اساسي ټکو غور وشي.
اين سند که بااستفاده از مدرنترين وشيوه های علمي ...
دغه سند چې د مډرنو او علمي لارو چارو، تاريخي تجربو او د هېواد ملي ارزښتونو ته په پام سره ترتيب شوی د هېواد ديپلوماسۍ په برخه کې به د يو لارښود په مانا وي. د دې غونډې په هره ورځ کې به د افغانستان له استازو سره د افغانستان د بهرني سياست چوکاټ په شپږو برخو کې راوسپړل شي. په دغو شپږو برخو کې دوه اړخيزې اړيکې، څو اړخيزې اړيکې او همکاري، سيمه ييزې همکارۍ، ملي امنيت، اقتصادي همکارۍ، عامه ديپلوماسي، کلتوري همکاري او نړيواله حکومتولي راځي.
افغان حکومت وايی په تېرو يوولسو کلونو کې په دې توانېدلي چې په سيمه او نړۍ کې خپل څو اړخيزه همکاري او ستراتيژيکې اړيکې په سمه توګه وپالي. په همدې حال کې افغان ولسمشر وايی دغه اړيکې تل د هېواد پر ګټو ولاړې دي او هڅه يې دا ده چې له هغو هېوادونو سره چې په خپلو کې سره ناسمې اړيکې لري انډول وساتي.
ښاغلي کرزي افغان سياسي استازيو ته په وينا کې زياته کړه چې له ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته به په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې ونډه به يوازې ستراتيژيکه بڼه ولري نه پوځي.
روابط ما با جهان از ۲۰۱۴ به بعد يک تغيری ميآرد. تغير به اين معنی ...
تر ۲۰۱۴ کال وروسته به له نړۍ سره زموږ په اړيکو کې بدلون راځي. بدلون په دې مانا چې تر دې کال وروسته به د ناټو او امريکا سرتېري له افغانستان څخه وځي. موږ غواړو له نړۍ سره داسې اړيکې جوړې کړو چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د دوی حضور په بشپړ ډول ستراتيژيک وي، نه جنګي وتکتيکي حضور. په دې مانا چې دلته د دوی حضور به د سيمې د ثبات او د افغان ځواکونو د اساسي روزنې اساسي لامل وګرځي.
افغانستان دا مهال شاوخوا له اويا هېوادونو سره ديپلوماتيکې اړيکې لري، خو د هېواد د چارواکو په خبره په تېره څه باندې يوه لسيزه کې بهرني سياست يو منظم چوکاټ نه درلوده او بهرنۍ اړيکي د اساسي قانون پر موادو، پر ملي پراختيايي تګلارو او د مشر د فرمانونو او ويناوو پر بنسټ پرمخ وړل کېده. ټاکل شوې ده د افغانستان د بهرني سياست مسوده د ديپلوماتو پر غور او ارزونې وروسته د وزيرانو شورۍ او بيا د تصويب لپاره ولسي جرګې ته ولېږل شي.
افغان حکومت د راتلونکو دريو کلونو لپاره د افغانستان د بهرني سياست لپاره يو چوکاټ ټاکي.
[فرېبا ظاهر]
 *** *** ***
افغان چارواکي وايی چې دوی په دې توانېدلي چې په خپلې بهرنۍ تګلارې کې د هېوادونو ترمينځ انډول وساتي او د افغانستان په بهرني سياست کې دا يوه ستره بريا بولي. د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويد لودين وايی : له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به دې اصل ته لا ډېر پام وشي.

له ښاغلي لودين نه مې په پيل کې د يوې مرکې په سر کې وپوښتل چې په تېر څه د پاسه يوه لسيزه کې د افغانستان بهرنی سياست له کومو پړاوونو تېر شوی؟
مونږه په خارجي سياست کې ډېرې مهمې لاسته راوړنې درلودې او اقدامات مو کړي چې هغه دی يوځل بيا افغانستان د هغې په نتېجه کې له انزوا نه راوتلی او هم دې منطقې په سطحه او هم د دنيا پر سطحه نن مطرح دی. البته د منطقې پر سطحه په يو شکل باندې مطرح کيږي. مثلاً د خپلو همسايه هېوادونو سره مشخصاً د پاکستان هېواد سره مثلاً يا له نورو هېوادو سره چې موږ په کار اچولي مثلاً د امنيت راوستو په برخه کې، د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې، د سولې د پروسې په برخه کې دا يوه بڼه لري او له نورې دنيا سره په بل شکل باندې. اما يوه لويه لاسته راوړنه لکه څنګه چې نن رئيس صاحب جمهور په افتتاحيه وينا کې وويلې. يوه لويه لاسته راوړنه زموږ يو ډول توازن رامينځته کول ول چې د منطقوي او همسايه ګانو سره د رابطې په برخه کې له يوې خوا او د نړيوالو قوتونو او قدرتونو سره له بلې خوا مونږه دا توازن رامينځته کړی چې دا د افغانستان په ګټه دی او په دې باندې بايد موږه افتخار وکړو.

لودين صاحب د توازن خبره وشوه، د انډول خبره وشوه، خو داسې نيوکې هم شته چې پر افغانستان او يا د افغانستان په بهرني سياست کې يو ډول هغسې روڼتيا چې ورته اړتيا ده نشته. د بېلګې په توګه خلک کېدای شي داسې ووايی چې د ايران وپاکستان پهرورړاندې ستاسو تګلاره روښانه نه ده چې له هغوی نه څه غواړئ؟ تراوسه پورې مثلاً د افغانستان حکومت ونه شوای کولای چې د هند وپاکستان په اړيکو کې د پاکستان هغه اعتبار يا باور ځانته راټول کړي.

نه، دغه فکر نه کوم چې دقيقه خبره وي. موږ له هر بل هېواد څخه زيات له پاکستان سره له ډېرې نژدې او جدي ديپلوماسۍ نه کار اخېستی. طبعاً ضرورت يې هم د دې ليدل کېده. په دې چې مونږه هغه ستونزې چې لرو. له هغه ګواښ سره چې زموږ امنيت مواجه دی، هغې کې د پاکستان مرسته ډېره ضروري ده او د پاکستان مرسته يوازې د ديپلوماسۍ له لارې راجلبولای شو. په زور يو هېواد دېته نه شو مجبورولای چې له موږ سره همکاري وکړي. بناءً دې کې طبعاً نور پېچلي او لوی مسايل پکې دخيل دي د هغې لپاره يې وخت ډېر نيولی. اما که چېرې مقايسه کړو له پاکستان سره زموږ ديپلوماسي او سياسي برخورد له دوه کلونو نه مخکې چې کله زه راغلم اول خارجه وزارت ته مثلاً په يوه شکل وو. يو کال مخکې که يې مقايسه کړو بل شکل وو حتا دا شپږ مياشتې مخکې يې هم فرق درلوده. نن زه په ډاډ سره ويلای شم چې له پاکستان سره د يوه مساوي هېواد په توګه د دوی سره په يوې جدي ديپلوماسۍ کې روان يو چې نه يوازې د افغانستان لپاره په ګټه دی د افغانستان د امنيت لپاره، بلکې زموږه خبره دوی ته دا ده چې د پاکستان لپاره يوه ډېره اساسي برخه ده او د دنيا امنيت هم د ګواښ لاندې دی. بناءً د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې موږ ته له بلې هرې رابطې نه په دنيا کې له همسايه ګانو سره رابطه موږ ته ډېر اولويت لري، قدامت لري. د نورو هېوادونو سره په رابطې د دوی سره په رابطه باندې به نه يوازې اثر نه کوي، بلکې د دوی د جد وجهد ځای يو هم نه شي نيولای دا يوه خبره. دويمه خبره دا ده چې موږه دا هم دوی ته واضح کړې چې افغانستان د يو مستقل هېواد په توګه کولای شي چې د هر هېواد د دنيا سره رابطه ولري او دوی اصلاً هېڅ يو هېواد ځانته دا اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه دا توقع ولري چې که چېرې د دوی دوستي موږه غواړو، نو د نورو هېوادونو سره بايد موږ دوستي ونه کړو. زه يو شی په اطمينان درته وايم چې د پاکستان هېواد اوس دا مساله هېڅ مطرح کوي نه.
ننني بحثونه چې اوس يې د پاکستان سره کوو هند هېڅکله د يوې ستونزې په توګه مطرح کيږي نه. دوی اوس دا قناعت حاصل کړی چې افغانستان اوس د يو مستقل هېواد په توګه کولای شي چې له هند سره هم رابطه ولري د پاکستان سره يې هم ولري. له امريکا سره يې هم ولري له ايران سره يې هم ولري د هر چا سره.

لودين صاحب، اوس افغانستان يو بل پړاو ته ننوځي. د بهرنيو سرتېرو د وتلو مساله هم رانزدې کيږي، نو د بهرنيو سرتېرو له وتلو نه وروسته تاسو د افغانستان بهرنی سياست څنګه وينئ ؟

موږه به پس له دې د خپل ملي حاکميت په تحکيم ډېر تاکيد کوو. مونږه به د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو سره رابطه غواړو په مساوي ډول د دولت د دولتونو پر سطحه باندې رابطه غواړو. همغه ده چې مونږه دا د ستراتيژيکو تړونونو موضوع مطرح کړې ده چې په تېرو دوو کلونو کې څو تړونونه امضاء کړي او په راتلونکې کې به هم له هېوادونو سره په همدغه چوکاټ کې رابطه مخته بوځو. اما بل ډېر يو مهم اولويت چې په سياست د افغانستان کې به ډېر مطرح وي هغه په راتلونکو کلونو کې هغه د منطقوي همکاريو موضوع ده. موږه له ټولې دنيا سره خصوصاً له لويو قدرتونو سره لکه د متحده ايالاتو د دوی سره دوستي غواړو او موږ ويلي چې د دوی متحد ياستو، ستراتيژيک متحد په دې منطقه کې ياستو. اما په عين حال کې بيا مونږه په دې هم پوهېږو چې مونږه د اقتصادي ودې لپاره، د امنيت وثبات لپاره د منطقې سره زمونږه همکاري اساسي رول لري. د هغه لپاره موږ د استانبول پروسه شروع کړې ده چې تاسو شاهد ياست چې د اسيا د زړه هېوادونو سره موږ يو خاص رابطه غواړو. دا به زموږ يو سياسي اولويت وي.

بلې، لودين صاحب که ډېره لنډه راته ووايئ له امريکا سره ستراتيژيک تړون هم که لاسليک کيږي او بيا وروسته په سيمه کې داسې هېوادونه شته چې له دغه اقدامه به خوشاله نه وي. ايا تاسو به په دې وتوانېږئ چې دغه انډوليز بهرنی سياست چې اوس تاسو وايی چې لرئ يې او دا يوه بريا بولئ دا حفظ کړئ او ويی ساتئ؟

ولې نه، زمونږ يوه هيله هم دا ده. موږ په خپل دغه سياست کې ډېر صادقانه مخته ځو. يعنې مونږه کله چې د ايران اسلامي جمهوريت ته وايو چې له امريکا سره رابطه زموږ هېڅکله د ايران په ضرر نه وي او هېڅکله به د ايران سره زمونږ د رابطې ځای ونه نيسي چې مونږ په دې خبره کې صادق ياستو. په عين ډول موږ امريکا ته وايو چې درست ده موږ له تاسو سره متحد ياستو او ايران زموږ همسايه دی. اسلامي هېواد دی او زموږ ډېره يوه خاصه تاريخي رابطه لرو. اما دا په دې مانا نه ده چې نه شو له امريکا سره همکاري ولرو او په رابطه کې به نه يو. دا خو په تېرو لسو کلونو کې دا انډول دا توازن موږه ساتلی. موږ په اينده کې هم د دې غوښتونکي يو دا ساتو چې يوه خاصه هيله زمونږه هيله له دې هېوادونو څخه دا ده چې زموږ دغه سياست ته احترام وکړي او مونږه پرېږدي چې زموږ دغه توازن خراب نه کړي.
*** *** ***
د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاويډ لودين وو چې وايی د افغانستان بهرنۍ تګلاره له برياوو ډکه ده، خو په افغانستان کې د حالاتو څارونکي په تېرو لسو کالو کې د افغانستان بهرنی سياست بريالی نه بولي او وايی چې افغانستان په تېره بيا د سيمې د هېوادونو پر وړاندې خپله تګلاره هسې چې اړينه ده نه ده روښانه کړې.
د افغانستان په بهرني سياست کې د بهرني سياست د کمېټې غړی ښاغلی سيد اسحاق ګيلاني وايی چې يوه ستونزه دا ده چې کار د کار وړ کسانو ته نه دی سپارل شوی. له ښاغلي ګيلاني سره د مرکې په سر کې مې له نوموړي څخه وپوښتل چې ايا په رښتيا افغان دولت په خپله بهرنۍ تګلاره کې بريالی دی ؟
زموږ خارجي سياست تشريح شوی نه دی چې موږ پرې وپوهېږو چې زموږ خارجي سياست څه شی دی؟
يو تعداد سفيران زموږ عمراً داسې ځای ته رسېدلي دي چې هغوی نور توان د کار نه لري.
دويمه مساله دا ده چې زموږ يو تعداد سفيران خارجي پاسپورټونه لري چې زه فکر کوم دا د ملي منافعو په تضاد کې دی.
درېيمه طبقه چې موږ لرو چې زموږ يو تعداد سفير صاحبان چې هغوی خارجي ښځې لري، نو دا هم يو لوی مشکل دی د افغانستان د ملي منافعو په خاطر باندې. زه فکر کوم چې زموږ بهرنی سياست ناکام وو تروسه پورې په دې چې موږ نه يو توانېدلي چې په هغو ملکونو کې چې زموږ سفيران دی داسې روابط د افغانستان لپاره جوړ کړي چې پر هغې باندې اقتصادي او فرهنګي کومکونه وشي.
موږ له ګاونډيو سره چې کوم روابط لرو په تأسف سره چې موږ له ګاونډيو سره تراوسه داسې کوم سياست نه ده غوره کړی چې پر هغې باندې اطمينان حاصل شي. مثلاً د پاکستان سره چې پاکستان يوه ورځ زمونږه دوست دی او بله ورځ زموږ دښمن دی. ايران هم همداسې چې يوه ورځ زمونږه ورور دی او بله ورځ چې بيا مهاجر وباسي، نو بيا موږ ورته د کرکې په نظر باندې ګورو. نور/ټول هغه ملکونه چې په افغانستان کې عسکر لري د هغوی ملکونو چې د پاکستان او ايران او يا د نورو ملکونو سره په اختلافاتو کې دي د هغوی سره زموږ روابط ساتنه او توازن دا د افغانستان له ضرورياتو نه دی چې بايد دغه توازن وساتي. سفير صاحبان بايد د افغانستان له ملي روابطو نه ډېره اګارهي نه لري.

ګيلاني صاحب، افغان چارواکي اوس وايی چې په تېره بيا په سيمه کې زموږ اړيکي له ګاونډيو سره په تېر يو يا دوه کلونو کې ډېر زيات بدل شوي دي او حالت اوس هغسې حالت نه دی لکه پخوا چې وو، نو يو څه وخت وړاندې تاسو د يو پلاوي په ترکيب کې پاکستان ته تللي وئ. هلته اندېښنې څه وې د پاکستان د ځينو چارواکيو چې کله تاسو ورسره خبرې وکړې ؟

موږ کومې خبرې د پاکستان سره وکړې اول د حکومت پر سطحه باندې ووايم چې که موږ يو شفافه او واضح سياست له خپلو ګاونډيو سره لرلی وای، نو ترکيه به زموږ تر مينځ منځګړيتوب نه وای کړی. موږ به خپله دا مشکل حل کړی وای. په دغه سفر کې چې موږ د افغانستان د پارلمان له خوا هلته تللي وو د پاکستان د پارلمان د غړو سره کېناستو، نو مونږ سره ورونه يو او موږ سره ښه روابط لرو. دا زه فکر کوم چې په سياست کې ګنجايش نه لري. موږ دوه ملکه يو. يو افغانستان دی بل پاکستان دی. دا دوه ملکونه بايد خپل روابط مشخص کړي چې په دغو ملکونو کې څه تېريږي ؟ او چې کوم وژنې او د خارجيانو کوم د تجارت مسايل دي دا بايد ډېر واضح شي. پاکستان چې زړه يې وغواړي خپل سرحد خلاص پرېږدي او چې زړه يې وغواړي، نو بنديږي. دا خپله ښيي چې موږ تراوسه پورې کوم واضح او روښانه سياست لا تراوسه د پاکستان سره نه لرو.

نو فکر نه کوئ چې د پاکستان په بهرني سياست کې هم ستونزې ډېرې زياتې دي ؟

په دې کې هېڅ شک نشته چې د درېيمې نړۍ په ټولو هېوادونو کې دغه ستونزې شته دی. مګر د پاکستان سياست دا دی چې هغه پوهيږي چې پر افغانستان باندې او پر دغو خارجيانو باندې چې ډاد لري څنګه خپل سياست عيار کړي؟ او څنګه پر دوی باندې فشار راوړي؟ چې په تأسف سره تراوسه پورې افغانستان لا داسې ډاډ نه دی پيدا کړی چې پر هغې باندې موږ غره ووسيږو او يا پری فخر وکړو.

د افغانستان غوندې يو هېواد لپاره دا څومره عملي ده چې ډېر انډوليز بهرنی سياست ولري ؟ د بېلګې په توګه که له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک کيږي پر هغه باندې د ايران قهر راپاريږي او که د هندوستان سره چې پر هغې اړيکي زيات شي، نو بيا پر هغې باندې د پاکستان قهر راپاريږي؟

داسې ده چې موږ پخوا په شاهي وخت کې چې کوم سياست درلوده د افغانستان د حيثيت او د آبرو خبره وه چې زما ياد شي اول د افغانستان يو کس کار کاوه چې هغه د افغانستان د دغه افراطي جهادي تنظيمونو سره يې ارتباط درلوده او د افغانستان سره ډېر وران وو چې يو مکتوب ما ولوسته چې د وزارت خارجه د افغانستان نه ليکل شوي وو چې پينځه کسه افغانان دي چې له ډېر وخته په پاکستان کې ګرځيږي بدون له دې چې د هغوی  وظيفه معلومه وي تاسو هغه پيدا کړئ چې بيرته خپلې خاورې ته راشي. نو هغه وخت د افغانستان او د افغانانو پر سر باندې حکومتونو احساس د مسووليت کاوه او پوښتنه يې کوله چې دوی په هغه ملک کې څه عمل اجراء کوي؟
د افغانستان د ولسي جرګې غړی سيد اسحاق ګيلاني

http://www.bbc.co.uk/pashto/multimedia/2012/03/000001_evening_prog.shtml

نوټ :
ښاغلي جاويد لودين ته د درنښت په توګه،
ما څه موده وړاندې په خپله يوه ليکنه کې ښاغلی حکمتيار د معمر قذافي سره په دوو خصلتونو د سرزورۍ او په نه منښته کې تشبيه کړی وو چې قذافي خو ليبيا اباده او ساتلې وه، خو زموږ له جهادي مشره نه يوازې دا چې هېواد يې ونه شو ساتلی، بلکې ترې په کنډواله هم بدل شو، نو تر ټولو سخت غبرګون پرې په روهي ويبپاڼه کې مولوي صاحب عطاءالله لودين ښکاره کړی وو. په داسې حال کې چې له خپل مشره يې د بېلتون لاره نيولې او له حکومت او له ټلوالې سره اوس غاړه غړۍ شوی. د مولوي صاحب دې الله تعالی انصاف روزي کړي چې هغه کسان ولې محکمې ته نه راغواړي چې لاسونه يې د زرهاو انسانانو پر وينو سره دي، خو البته زه به ورته غريب او بېوسې ښکاره شوی يم. نو ما ته دا پوښتنه راولاړيږي داسې نه چې زه د دوی سره کومه رخه لرم، خو يوه ګيله راته ودرېږي که چېرې دوی (لودينيان) د دولت پر لوړو څوکيو نه وای، نو مولوي صاحب به ما ته نه يوازې د محکمې ګواښنه ، بلکې د نور درس راکولو تهديد او ګواښنه نه کوله. زه باور لرم چې ښاغلی جاويد لودين او عزيز لودين او داسې نور به واقعاً منصف او د بيان ازادۍ ته درناوی لري، خو ولې دا له امکانه لېرې نه برېښي چې مولوي صاحب به هم له خپل موقفه چې د سولې شوری مرستيال دی او هم به يې د دوی له موقفه يې ناوړه ګټه پورته کړي وي. له يوې لورې مخالفينو او خپلو مشرانو ته د سولې بلنه ورکوي، خو له بل لورې بيا زما غوندې غريب او بېوسې خلکو ته د نور درس راکولو ګواښنه کوي. مولوي صاحب خو عالم دين دی. په دې پوهيږي چې د يو چا ګواښنه هغه هم بيا له يو دولتي موقفه پخپله يو جُرم وجنايت دی. دا په زرهاو ډالره معاش چې د سولې په نوم اخلي د دې لپاره يې اخلي چې ما ته نور درس راکړي؟ ان شاءالله زه به په يو مناسب وخت کې د قانون په چوکاټ کې د دې پوښتنه وکړم. کار خو زموږ له ملايانو او قاضيانو نه خراب دی چې نه الهي او نه بشري قوانينو ته درناوی لرو که مو درلودای، نو ولې به مو يوې شل کلنې ژورنالېستې ډيوې ته د هغې په حقوقي مساله کې ترې د بډو تر څنګ د واده غوښتنه کولای چې همدا زموږ لپاره بس ده. د کرزي د فاسدې ادارې د ثبوت لپاره به همدا بس وي که چېرې د سولې شوری مرستيال د خپل يو دولتي موقفه ما ته د نور درس ګوتڅنډنه نه وای کړی، نو ولې به يو ۶۵ کلن قاضي له يوې شل کلنې نه د بډو او د واده غوښتنه نه کولای. بده يې لا دا ده چې هغې ته په خپل کور کې وايي چې: ما او دی (ډيوه) سره په سترګو کې پوه شو. هغه اخلاقي مسووليت زموږ څه شو؟ خدای جل جلاله دې وکړي چې داسې نه وي.

په درنښت