متي زي په اصل کې سړبني پښتانه دي او په غورياخيلو پښتنو ورگډيږي.دتاريخي روايتونو پر بنسټ شيخ متي دعباس زوى، دعمر لمسى او دخليل کړوسى و.خليل بيا دغوريا او غوريادکند زوى او دخرښبون لمسى و چې خرښبون دحضرت سړبن قدس الله سره له زامنو نه و.
دپټې خزانې دکتاب په روايت شيخ متي په(٦٢٣ليږديز)کې زيږيدلى او په( ٦٨٨ ليږديز) کې د٦٥ کلونو په عمر دترنک پرغاړه وفات شوى دى .دده مزار دکندهار شمال ختيز ته په ٥٠ ميلۍ کې پر يوې غونډۍ پروت دى چې کلات يې بولي اودى په کلات بابا سره شهرت لري .شيخ متي خپل ژونددترنک پر غاړو او دغونډان په غره او دکلات په شااوخواکې تير کړى دى .دشيخ متي کورنۍ دپښتونخوا په خليلو غوريا خيلو کې خورا مشهوره ده.(١)
پښتنو مورخينولکه نعمت الله په مخزن افغاني کې،اخوند درويزه په خپل تذکرةالابرار والاشرار کې او ډپټي محمد حيات خان په تاريخ حيات افغاني کې دشيخ متي يادونه کړې ده .دپټې خزانې مولف وايې چې شيخ متي لوى زاهداوعابد او پر خداى مين انسان و،عالم او ددين مرشد واوروحاني ژوند يې کاوه.
شيخ متي په پښتنو کې دخپلو لوړو اخلاقو او عرفاني شهرت له کبله دبابا په لقب ياديږي.شيخ پخپله کورنۍ کې علماوادب او زهد اوتقوا په ميراث پريښوداو دده تر مړينې وروسته له دغې کورنۍ نه ستر شاعران او ليکوالان راووتل.
په پښتنو کې د شيخ متي کورنۍ د متي زيو په نامه سره ياديږي او دده له زامنو نه حسن او يوسف ډير مشهورول چې ديوسف زوى شيخ کټه يو ستر ولي او د(لرغوني پښتانه ) دکتاب مولف د٧٥٠ ليږديزکال په شاوخوا کې تير شوى دى. ددغې کورنۍ نه بل ستر عالم شيخ قدم بن محمد زاهد بن ميردادبن سلطان دى.شيخ قدم د٩٦٢ ليږديز کال په شااوخوا کې ژوندى و اوو دهند دپنجاب ايالت په سر هند کې وفات شوى دى او هلته ښخ دى. دده زوى شيخ قاسم مشهورولي او دتاليفاتو خاوند وچې په ٩٥٦ زيږديز کال کې زيږيدلى و اودده مشهور کتاب تذکره اولياى افغان دى.دشيخ قاسم له زامنو نه شيخ کبير بالاپير هم په تقوا او عرفان کې مشهورو چې دنو موړي زوى شيخ امام الدين په ١٠٢٠ ليږديز کال کې زيږيدلى او تاريخ افغاني او اولياى افغان دده په لاس ليکلي کتابونه دي.دهمدې علمي کورنۍ وروستنى مولف او شاعر ميا نعيم و چې په ١٢٣٠ ليږديز کال کې يې دکندهار په ناکودک کې ژوند کاوه.
دشيخ متي بابا دکلا م يوه بيلگه:
پر لويو غرو هم په دښتو کې
په لوى سهار په نيمو شپو کې
په غاړه غږ او په شپيلکو کې
بيا دويرژلو په شپيلو کې
ټول ستا دياد نارې سورې دي
داستا دمينې نندارې دي
جنډې زرغون که په بيديادي
دبر بڼ خواته په خندا دي
ترنک چې خړ دى په ژړادى
داتول اغيز دمينې ستا دى
وگړيو! ولې متي ژاړي
سورې يې اورئ غاړې غاړې
څه غواړي څه وايې څه باړې
خپل تون او کوروکلى غواړي
چوڼي چې بيل شي نيمه خواشي
تل يې دبڼ پر لور ژړا شي
دمتي زيو اولادې وروسته په ليږد پيل وکړ او په پيښور او بدني کې ميشته شول چې له هغوى نه لوى لوى پښتانه را مينځ ته شول(٢)،خو تر څه مودې وروسته ددغې قبيلې ځينې خلک له هغه ځايه بيرته دکندهار شااوخوا او دزابل دتر نک غاړو ته راغلل .دشيخ متي کورنۍ په خليلو غوريا خيلو کې ډيره مشهوره ده.يو شمير متي زي په زابل ،دغزني په شلگر او دکندهار په شااو خواکې استو ګنه لري(٣).په زابل کې دشيخ متي بابا عليه الرحمه په نامه يوه ليسه هم شته .
-------------------------------------------------------------------------------
١-دپښتو ادبياتو تاريخ،لومړى او دويم ټوک ،٥٣٣-٥٣٤ مخونه ، دپيښور چاپ.
٢-پټه خزانه،١٢ مخ،١٣٥٦ کال، دکابل چاپ.
٣- پښتني قبيلې ٢٣٤-٢٣٥ مخونه ، دپيښور چاپ