په كندهار كې د فوټبال د ورزشي سياليو په لړ كې نن ګاونډى ولايت هلمند او شمالي ولايت بغلان سر په سر سوه .
دا لوبي چې يوه اونۍ مخكې پيل سوي دي د هيواد د نورو اوو ولايتونو تر څنګ د كندهار دوو لوبډلو هم ګډون كړى دى
تېره ورځ د كندهار اتفاق لوبډلې د څلورو ګولونو په وهلو سره كندز ته شرموونكي ماتي وركړي .
ننى لوبه هلمند د بغلان سره وكړه چې يو په يو په مساوي ډول پاى ته ورسيده .
په دې سياليو كې تر دې مهاله د كندهار اتفاق لوبډله تر ټولو ډيري نمرې او ښه مقام لري .
سبا فرا د غزني سره لوبيږي .
په تېرو لوبو كې غزني د كندز سره لوبه مساوي كړې وه او فرا د د كندهار د اتفاق لوبډلې څخه ماتي خوړلې وه .