د طلوع افغان دوه سر غندویان پسله موسیسه څوک وه؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52769
استاد حیات الله (رقیقی )
دخبریدو نیټه : 2013-01-02


وینا مـــــــــی هم د غه ده ــــــــــ دلله په یاد یده ده
پیلوم د څو خبری ــــــــ دبابا او حبیبی په ښه نامه ده
        د مخه تر هغه چی زه د پورته سرلیک په اړوند خپله لنډه لیکنه ستاسو و درانه حضورو ته وړاندی کړم غواړم د هیواد د مشهور لیکوال او ادیب ښاغلی محمد ولی (زلمی) صاحب د هغه د مقالی یوه برخه چی سر لیک یی دی (کندهار مطبوعاتو ته یو لنډه تاریخی سیر کتنه) لولم :
د کندهار د مطبوعاتو ارتقایی سیر د افغانستان د سیاسی خپلواکی د بیرته ستر دو لو دملی مبارزی د وخت څخه چی هغه د اعلحضرت غازی امان الله شاه د ملی ازادی عرفانی او سیاسی نهضتونو د ملی غورځنګونو یوه اهمه برخه وه په کندهار کی راپیل سوه.
اعلحضرت غازی امان لله شاه د بیلوادار او اقتصادی قضایی او داسی نورو نظام نامو او قانونی لایحو به نافذولو سره په هیواد کی د معارفو او مطبوعاتو د خپرونو د صنعتی او حرفوی چارو د پیاوړو کولو د اجتماعی او اقتصادی عدالت د رواجولو دوره شروع کړه
د طبوعاتو او بیان د ازادی د تامینولو له پاره یی په کال ((۱۳۰۲ل)) کال کی یوه مترقی نظام نامه منظور کړه چی د هغی نظام نامی په یولسمه ماده کی داسی راغلی دهو ۰۰۰ اخبارونه یوازی افغانی طبعه خپره ولای سی هره خپرونه باید د امتیاز خاوند او مسول مدیر ولری د همدی نظانامی د مقرراتو د تطبیق د پاره په ((۱۳۰۳ل)) کال کی د ثروت په نامه یوه رسمی جریدی په سر کی دا شعار .
((نمچه طبیب بلای جان ولیمچه ملا بلای اعیان )) چاپیده د دغو سیاسی او عرفانی غور ځنګونو د ښه عملی کولو د پاره په ټول هیواد کی او په خاصه ټوګه د کندهار په سیاسی او عرفانی حوزه کی د یو ملی جردید خبریدولو اړتیا ډیره اړینه وه  او دغه ضرورت د لومړی ځل د پاره د (طلوع افغان) د جریدی په خپرولو د سراج الااخبار د پښتو ژبی د يوه درانه لیکوال ملی شاعر او منلی شخصیت الحاج مولوی صالح محمد هوتک په مدیریت او او چلونه رامنځ ته سول.
د صلوع افغان جریده په ((۱۳۰۰ل)) کال د سرطان (چنګاښ) د میاشتی پر پنځملسمه نیټه د طلوع افغان په نامه د یوه تاریخی اخبار په حیث یی ډیر کاروکی خو د هغه پیل څخه بیا تر دی کړی پوری ډیرو خادمو درنو لیکوالانو د ادب او پوهی خاوندانو شاعرانو او عالمانو د ویاړ او قدر وړ کارونه کړی دی چی په درنښت باندی یادیږی .
خو د طلوع افغان په تاسیس او پرمختګ کی کوم د یادونی وړ کار او خدمتونه کړی دی یانی تر الحاج مولوی صالح محمد (هوتک) را ورسته چی زه یی د طلوع افغان د سرغندویان په نامه بولم یو هم بابا عبدالعزیز دی بابا عبدالعزیز مرحوم کوم وخت چی مولوی صالح محمد هوتک د کندهار د معارفو د بنسټ ایښود لو د تشکیلاتو کی د علم،عرفان،خپلواکی او د ترقی د ښیګڼو په جارو په جدی ټوګه مصروف پاته سوا او د طلوع افغان د جریدی د لاښه چلولو د پاره یی پوره وخت نه ور پاته کیدی نو یی خپل یو پخوانی ملګری باباعبدالعزیز (باباجان) چی دده ملګری وو، د طلوع افغان د ویاړلی جریدی د چلونکی په توګه پیشنهاد کړ او په همدی د نده و ګمارل سو.
دا چی بابا عبدالعزیز څوک وو او څه یی کړی دی زه به یی په لنډه توګه در وپیژنم بابا عبدالعزیز چی د بابا جان په نامه هم یادیده د میرزا عطا محمد خان الکوزی زوی وو، چی خدای بخښلی پلار یی د امیر عبدالرحمان خان د پاچاهی په وخت کی د غزنی د مستوفی په حیث کار کاوه باباجان په کال ((۱۲۵۵ل)) کال کی نړی ته راغلی باباجان موردورد ګود یوی مشهوری کورنی څخه وه باباجان یو لایق لیکوال صادق او رښتنی شخصیت ادیب سیاست پوه مبارز او عالم انسان و د سیاق جفر او د خوش نو یسی په فنونو هم پوره پوهیدی .
بابا عبدالعزیز د امیرحبیب لله سراج المله و الدین د پاچاهی په وخت کی په بلازمینه کابل کی د ماشیخانی په مطبوعه کی د خطاط او مصحح په دندو کار کاوه ورسته بیا په (۱۲۹۸ل) کال کی د کندهار په طلوع افغان  جریده کی بیا هم د خطاط او مصحح په توګه  وګمارل سو بابا جان د محمود (طرزی) په مشر تابه په سراج الاخبار کی د ځوانانو په ډله کی هم شمولیت لاره .
په (۱۳۰۳) ل کال کی بابا حان د کندهار د خلکو د استازی په توګه د افغانستان و ملی شورا ته ولیږل سو بابا جان د ملی شورا د کندهار د استازیتوب یی یو کال وکړی دا ځکه چی دده او دولت ترمنځ سیاسی اختلاف رامنځ ته سو او د شورا د غړیتوب څخه لاس پر سر سو.
چی ورسته بیا دوخت د دبانیو چازو په وزارت کی د مطبوعاتو دمدیر په دنده وګمارل سو د همدی دندی په وخت د یوی دسیسی په تور د څو کالو د پاره زندان ته واچول سو ورسته بیا په کال ۱۳۲۵ل کال دبنده را خوشی سو چی  په دغه وخت د عبدالمجید(زابلی)صاحب له خوا په کابل کی د دارالمساکین د ریاست د معاوین په توګه مقرر سو ورسته بیا په کندهار کی د ښاروالی به دنده و ګمارل سو.
باباعبدالعزیز رح د یوی ناروغی د ورپیښیدو په سبب په کال ۱۳۶۴ل کال کی وفات او د کندهار په لویه هدیره کی د یو لړ ملی مراسمو په واسطه خاورو ته وسپارل سو لوی او غفار خدای دی وبخښی د باباجان دا وینا دیره مشهوره ده چی ده به ویل:
زما د نژادی او قومی تبعضیه دیر بد راځی ځکه نو زه په کندهار کی د درانو پر غلجو او تر غلجو پر پارسیبانانو او تر پارسی بانانو پر هندوانو ګران یم.
لنډه دا چی د باباعبدالعزیز(باباجان) دوره په کندهار کی د مطبوعاتو یو خوځنده ځلانده د ملی حماسو او د وطن دوستی د احساساتو یوه ډکه دوره وه باباجان د وطن او ولس د یو حقیقی خادم او درښتینو ننګیالیو لیکوالانو او ژونالستانو د جملی څخه ګڼل کيږی چی د وطن افغانی ننګ او ناموس ساتلو په لار کی ډیری ناخوالی او ربړونه ګاللی دی د خپل ژوند د ځوانی خوږی شپی ورځی یی په دیزو ګړانو او محرومتنو نو د زندانو او بندخانو په تور و سر لولو نو کی تیری کړی دی
لوی استاد علامه حبیبی رح دده په اړوند داسی وایی.
زه د اختر په ورځ د بابا جان ولید ته بند یخانی ته ورغلم او داسی می یو ځو بیته ورته وویل:
سیه موی او ګشته چون پرقاز
زجور زمــان رنج حبس دراز
چومردان پر حق پسند د شمشیر
بـــــــدون قفس همچوفرزند شیر

بد و ګفتم ای پــــــیر مردان راه
چه دیدی درین حبس و حال تباه
به قید اثارت شما را درون
افــــګندند حکام ظالم ګلون
همدا ډول لوی استاد د حبیبی صاحب خپله یوه خاطره د خدای بخښلی بابا جان په یاده داسی یادوی:
په کال ۱۳۳۷ ل کی کوم وخت چی ما د طلوع افغان ورځ پاڼه چلول ګه ګورم یوه ورځ د ماپښین قضا په وخت کی يو بوډا مهذب سين روبی چی یوه تنکی ځوان تر لکړه نیول وو، زما درسمی کار دفتر ته یی راوستې په دی وخت کی زماسره د قبایلوو لوی مدیر محمد ګل (سلمانخیل) اغامحمد (ګرزی)محمد ابراهیم (عطایی) شیر محمد (شمسمی)او د کابل څخه میلمانه ناست وه زما چی سترګی پرلګیدی نوزه یی مخی ته ورغلم او پر لاسو یی ور پریتوم ده زه له ځانه لیری کولم او راته ویل یی چی د مطبوعاتو د مدیر سره کار لرم.
ورسته چا پوه کی چی دغه د مطبوعاتو مدیر دی نو مخ یی راوړاوه او راتی وویل: ته څوک یی څه کوی او څه غواړی ؟
ما ورته عرض کړه بابا جانه زه ستاسی خدمتګاز یم او دعا ګوی مویم ده په تغجب راته وکتل چی تر اوسه می دمره خلاف نه دی اوریدلی چی وایی يو څه او بل څه کوی.
ته خو د سرکار حلقه بګوش نوکر یی که نه وی دلته چیری پاته کیدلای سوای او ماغوندی به دی هډوکی په بندیخا نه کی وراسته سوی وای ده دهغه وخت ځنی دولتی او قومی مشران په سپکو یاد کړه او په دیر شدت له اطاقه ووت.
تر مرګه می دده دوستی او احترام علایق ور سره ساتل
کله چی د مرګ ورځی نژدی سوی زه یی خپل حضور ته وروغوښتم څه ياداښتونه او د طلوع افغان زاړه کلیکسونه نه یی را کړه او راته یی وویل پر بل می نه دی پیرزو هیله ده چی ستا په کار به درسی.
کوم وخت چی د ځینو داخلی دښمنانو او خارجی اجنټانو په تونګ د اعلحضرتامان الله شاه غازی دوطن دوستی وطنوالی او د ترقی ډک سیاسی اقتصادی اجتماعی اصلاحاتی دوره د ناکامی او مشکیلاتو سره مخامخ سوه په کال ۱۳۰۷ ل کی د هری خوا څخه د بی امنیو او تضادی دو نومخ دا وکړی نو په دغه وخت کی باباجان هم بی صلاحیته او بی اهمیته سو تر څومیاشتو پوری همداسی دا حالت پاته سو تر څوورسته یو ځل بیا د طلوع افغان  اخبار د نوی ژوند دوره راپیل کړه
چی دا ځل د طلوع افغان چلونه د یو بل وطن دوست پر ملی مفاخرو مین ځوان لیکوال ادیب او شاعر ښاغلی عبدالحی (حبیبی) صاحب ته وسپارل سوله.
چی په دی اړوند بابا جان داسی وایی.
برای اینکه طبع و نشر جریده به تعونه افتد بنده ازا اقای عبدالحی خان معاون که یک جوان بصیرو هنر پرور میباشد ازمدت دراز در طلوع افغان و ظایف خود را با جدیت و حرارت ایفا نموده ومن از خدمات بی الایش شان متشکرم انرا نشر و توزیع خواهدداد))حبیبی صاحب د ګران هیواد د سیمی او ان د نړی په کچه یو پیاوړی تاریخ پوه لیکوال شاعر ادیب او د اره عالم او پو مشهوره شخصیت دی چی و پيژندوتی اړتیا نه لیدلکیږی ځکه تاسی ټوله یی پيژنی خو دلته یی په لنډه ټوګه دده مهم کارونه د طلوع افغان او نورو کلتوری او علمی برخو کی کړی دی تاسی درنو لیکوالو او پوهاتو ته وړاندی کول غواړم.
خدای بخښلی لوی استاد حبیبی صاحب د اعلحضرت امان لله شاه غازی د اصلاحی پروګرامونه او د تجد د پسندی د کړانلاری د هغه وخت چی دی لا د کندهار د ګنج په ښونځی کی ښونکی وو طرفدار او پلوی ووه
نو کوم وخت چی اعلحضرت شاه امان لله غازی د کندهار ولایت ته تشریف راوړی ده یی د ښه داغلاست په ویاړ یو شعر ووایه او دا شعر چی وویل سو په طلوع افغان کی دده ددی شعر به اړوند داسی لینګنه چاپ سول ۰۰۰ بیان ذیل اقای ع ح که از معلمین جماعت پنجم مکاتب قندهار او امسال درزمره معلمین مکتب ګنج به معارف وطن خدمت میمناید شرود و برای درج به اداره طلوع افغان فرستاده است
طلوع افغان طبع روان ع ـ ح را تحسنیت نموده برای قاریېین عظام درج نمود ...
د خدای بخښلی حبیبی صاحب دغه شعر چی دی لا سپاړس کلن وو د مخمسس په فورم کی ویل سوی وو.
لوی استاد علامه حبیبی صاحب په هغه وخت کی د طلوع افغان په اخبار کی ډیر کمی او کیفی تغیرات راوستل لکه د طلوع افغان د اخبار قطع يه لویه کړه د چاپولوو چاری یی ورمنظمی کړی په هره اونی کی دوه ځله د یکشنبی او چهار شنبی په ورځو کی د حاجی عبدالشکور خان (کاکړ) د ډبرین ماشين په واسطه د چاپه راوتله او خپریدله لنډه دا چی د لوی استاد د هغه وخت د دوری د پښتو ژبی شعر ادب تاریخ د ملی پیوستون په لار کی د پام وړ خدمتونه وکړل په همدی ډول یی د اروا ښاد وزیرمحمدګل خان مومند او د شهد محمد داود خان په مرسته او کومک یو شمیر ګټور کتابونه لکه د ستر خوشحال خان خټک عبدالقادر خان خټک کتابونه چاپ کړل په همدا ډول یی د طلوع افغان د ورځ پاڼی علمی او د ادبی فوق القاده ګڼی چاپول دده د مهو فعالیتونو څخه شمیرل کیږی
دغه نوی په زړه پوری خوځښت یا نهضفت چی د کندهار د پښتو انجمن د خوا چی د ارواښاد محمد عثمان خان (بارګزی) پښتون په مشر تابه چلیدی دير یی ځواکمن کړ.
د طلوع افغان د هغه وخت د ویاړ ډکی دوری نو میالی لیکوالان شاعران ادیبان خورا ډیر وه چی څو تنه یی زه د مثال په ټوګه دلته را وړم لکه ښاغلی محمد ګل(نوری) محمد نسیم (نوری) عبدالرحیم (ننګیالی) عبدالشکور(رشاد) سردار محمد(زهیر) سیدحسن (سید) لعل محمد (غریب) او نور ویاړمن لیکوالان علامه لوی استاد حبیبی صاحب لومړی ځل خپلی ادبی سیاسی تاریخی او نوری څیړنی د طلوع افغان څه یی پیل کړ، لوی استاد د پښتو و دری ژبو پیاوړ او توانا لیکوال شاعر او تاریخ پوه شخصیت وو.
د پښتو ملی ژبی او ددی ژبی ادبیاتو دودی او پرمختګ سره یی بیکچه مینه لرل خو د پښتو ژبی د غې مینی هڅکله پر دری ژبی او ادبیاتو کی دده هڅی نه دی کمز وره کړی دا په دی مانا چی لوی استاد د بیلتون او توپیر غوښتنی یی ډیره سخته کرله لرله ان تر دی پوری چی په دری ژبه یی ډیری مهمی موضوع ګانی په همدی ژبه په زیات شمیر لیکلی دی چی دلته یی د نمونی په ډول څوتاسی درنو حضارو ته راوړم لکه پیغام شهید زبان هزار سال قبل افغانستان یا ما در زبان دری ظهر الدین محمد بابر کلید شهنامه او په سو مقالی چی په دری ژبه یی په بیلو بیلو رسنو کی لیکلی دی هم د یادونی وړ بولم.
په اخیر کی ستاسی د حوصلی څخه مننه کوم او د واړو سرغندویانو ته د مهربان خدای (ج) څخه جنت فردوست غواړم.