جمال اسماعیل
اسلام آباد
افغانستان ۲۰۱۲: د ناتو تر وتلو وروسته د نظامی نیواک د مخنوي په موخه د طالبانو سره ستونزمن جوړجاړی
د ۲۰۱۲ کال تر پای د مخه د افغانستان څخه د فرانسوي ځواکونو وتلو، د ناتو د پیمان ځینې نورو هېوادنو ته لاره هواره کړه تر څو د افغانستان څخه د ټولیز ډول وتلو لپاره له ټاکل شوې نیټې څخه چې په کال ۲۰۱۴ کې د لشبونې نه نیولې تر شیګاګو پورې د ناتو په ټولوغونډو کې پرې ټینګار شوی، دمخه له افغانستان څخه ووځي.
نوموړي ګام د افغانستان او په کابل کې د اوسني حکومت د راتلونکې په هکله پوښتنې راپورته کړې دي او دا چې د نړیوالو ځواکونو وتل به هلته د تیکاو حالت ته لاره هواره کړي او که به بېرته کورنۍ جګړې ته، سره لدې چې د کال۲۰۱۴ تر پایه د امریکایی ځواکونو د وروستي وتلو په اړه د امریکا دریځ څرګند نه دی، خو د امریکا د ادارې کړه په دې دلالت کوي چې امریکایی ځواکونه به په ټاکل شوې نیټه کې له افغانستان څخه ووځي، او دا هغه دریځ دی چې د کابل اداره یې په هکله ډاګیزه موافقه څرګندوي، خو په بدل کې تر نړیوالې څارنې لاندې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وړاندې د د طالبانو سره هم دیوې توافقنامې د لاسلیکولو غوښتونکې ده،سربیره په دې د راتلونکې مرحلې سره د مقابلې لپاره د مالي ملاتړ او نظامي او امنیتي ځواکونو د روزلو او سمبالولو لپاره دمرستو د تداوم او استمرارغِوښتونکې ده.
له انزوا څخه د طالبانو د وتلو په اړه کال ۲۰۱۲ د یو لړ تحولاتو شاهد شو،طالبانو ته د قطر هېواد په پلازمینه کې د دفتر پرانیستل یو له دغو تحولاتو څخه دی، چې نوموړي ګام په کابل کې د حامد کرزي ادارې له لوري هم تایید شو.
د پرانیستلو له مهاله نوموړي دفتر ډیر فعالیت پیل کړ او د طالبانوحرکت د دغه دفتر څخه په استفادې سره د ډیرو اوروپایی او هغو هېوادونو لکه چین ، روسیې، چاپان او عربي هېوادونو سره چې د افغانۍ کشالې سره علاقه لري، اړیکې ټینګې کړې.
خو واشنګټن، چې قطر ته یې اشاره ورکړه تر څو طالبانو ته هغه دفتر پرانیزي، چې د پاکستان د نفوذ څخه لیري ورسره تماس ټینګ شي د امریکایی چارواکو د تعبیر او تحلیل سره سم ، د دغه ګام څخه تر ټولو لوی زیان لیدونکی دی، د دفتر د پرانیستلو څخه دوه میاشتې وروسته طالبانو د امریکایي ادارې د استازو سره خپلې خبرې ودرولې او واشنګټن یې په نه جدیت، د وخت په استغلال او د طالبانو په صف کې د درځ رامنځ ته کولو باندې تورن کړ.
او طالبانو له دغې لارې څخه له ډیرو هغو غونډو څخه ګټه پورته کړه چې به افغاني ډلې ورته د خپلو دریځونو او لیدلوریو د څرګندولو لپاره رابلل کیدې او د نوموړو هېوادونو سره یې د اړیکو لړۍ تینګه او له منځګړي پرته یې په مخامخ ډول ورسره راکړه ورکړه پیل کړه، خو دغو ټولو اړیکو ونه شوی کړای، چې طالبان د حامد کرزي د حکومت سره د خبرو اترو په اړه د نه منوونکي دریځ څخه رواړوي، په دې دلیل چې نوموړي حکومت د یوې (لانځکه) په څیر اشغالګرو ځواکونو افغانستان ته راوړې دی او ښه دلیل په دې اړه د افغانستان د اساسي قانون د نه منلو په هکله څه ورځې وړاندې د پاریس غونډه ته د طالبانو د پلاوي رییس شهاب الدین دلاور دریځ ؤ،سره لدې چې د بهرنۍ لاسوهنې پرته یې د افغاني اړخونو تر منځ په خبرو ټینګار وکړ.
خو د حرکت په دریځ کې دپام وړ نوښت هغه څه دي، چې د حرکت مشر ملا محمد عمر د عید د مبارکۍ په پیغام کې وویل:" طالبان په سیاسي واک کې د ټولو افغانانو د ګډون د حق درنښت کوي او سیاسي قدرت یوازې په خپل انحصار کې نه رانغاړي، سربیره په دي هغه څه چې د پارییس په غونډه کې شهاب الدین دلاور اعلان کړل : چې طالبان په سیاسي ژوندانه، تعلیم او کار کې د ښځې، د ټولو طبقو او اقلیتونو د حق ضمانت کوي او دا د طالبانو له لوری د کورنۍ جګړې دکړاونو څخه دهېواد دساتلو اړوند د حرکت هڅه ده، چې کیدای شي د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته رامنځته شي".
او د افغانستان سیاسي مخالفین لکه یونس قانوني او د جمعیت اسلامی لویه برخه چې پخواني رییس برهان الدین رباني یې مشري کوله په ډاګه کوي، چې طالبان توانیدلي دي، چې په کابل کې د سیاسي قوتونو سره د خبرو لپاره لاره هواره کړي او همدا راز یې په کابل کې دشیعګانو د استازو سره لیدلي دي او د افغانستان د راتلونکې په هکله او د دوی د له منځه نه وړلو په اړه یې ډاډ ورکړی دی.
يادونه : دليکنې پاتې برخه د پاکستان په هکله ده او د افغانستان په تړاو پکې مفید معلومات نشته نو ځکه یې د ژباړې څخه ډډه شوې ده.