ولي رباني د يونس قانوني په وړاندې تنازل وكړ؟
محمدآصف ننگ
د پارلمان په اړه هر هغه څه چې تر مخه يې ويل كيدل، هغه خبري اوس ګرم بازار نه لري، خو يوه موضوع چې زه يې د باور له مخې ويلى شم، هغه دا ده چې ((دغسې پارلمان)) به د دې پر ځاى چې ولس ته د خدمت او بيارغاوني پر چارو مصروف وي، زياتره به د سياسي فتواوو د تصديق او نه تصديق په معاملو كې مصروف وي. پدې معنا نه چې ګوندې پارلمان به سياسي وي، سياسي به قطعاً نه وي، ځكه چې دوى ته د ((سياسي رول)) صلاحيت او اهليت نه دى وركړل شوى، او نه هم وركړل كيږي. هسې قاعدتاً سياستماران، سياستمدار كيداى نشي.
په مجموع كې كه لږ څه واقعي اووسو نو شرايط، استعماري شرايط دي، په دغسې شرايطو كې د ((ملي پارلمان)) طمعه او يا له هغه څخه د ولسي چارو د سمبالښت اميد، زه ګومان كوم دا خبره د اميد تر حده سمه ده، په عمل كې نه.
ښايي دا ډېره ابتدايي خبره وي، چې دلته يې تكراراً راوړو، چې د پارلمان موجوديت د هيواد دچارو د چلوولو لپاره يوه حتمي خبره ده. سهي ده چې پارلمان او د پارلمان په څېر نور ډېر اهم مسايل شته چې په كار ده وى لرو، مثلاً سياسي استقلال، له مخدره موادو پاك افغانستان، بيارغونه، انكشاف، امنيت، سياسي ثبات، سياسي نظم، ملي واكمنۍ او... البته دا ټولې ضرورې مسئلې دې، اما پر داسې موضوعاتو خبري كول تر ډېره حده تشريفاتي او تبليغاتي افاده لري.
د پارلمان د صلاحيتونو او ((حقيقي توان)) په اړه هم كافي خبري شوي، په اساسي قانون او نورو فرعي قوانينو كې يې هم وضاحت شوى، خو نه پوهيږم چې موجوده پارلمان به د حقيقي توانمندۍ او واقعي صلاحيتونو په غياب كې كوم ماموريت او چارې پر مخ بيايي؟
پارلمان خو هغه وخت غښتلى او با صلاحيته وي، چې په واقعي معنا د ولس د رايو او مټو پر زور جوړ شوى وي، هغه وخت كولى هم شي چې د ولس د هيلو هينداره وي. په نورو ديموكراتيو هيوادو كې پارلمان د قدرت او ملي فيصلو تر ټولو ځواكمن او غوڅ محل دى، خو ګومان نه كوم چې په افغانستان كې دې داسې يو پارلمان رامينځته شي. له يوې خوا په افغانستان كې حقيقي حاكمان نور دې، هغوى نه غواړې چې داسې يو پارلمان رامينځته شي چې د دوى له اوږد مهاله ګټو سره په ټكر كې وي، همداسې شرايط له يوې خوا او له بلې خوا په خپله زموږ د پارلمان او د هغوى د غړو سويه او اهليت دومره نه ده چې د ((ولسي واك)) او ((ملي ځواك)) استازيتوب وكړي. كه ډېره بې انصافه خبره مې نه وې كړې نو په پارلمان كې زياتره وكيلان د دومره ټېټ فطرت خاوندان دې چې تر هر څه ورته همدا ((موقعيت)) او همدا ((مقام)) ارزښت لري. په دوى كې داسې كسان هم شته چې له ابتدا څخه يې د وكالت د امتيازاتو او القابو آرمان درلود، او همدې مقام ته د رسيدو لپاره هر ډول معاملې ته حاضر وو، حتى د سيال كانديد مرګ او ترور ته... هغوى د پارلماني مبارزې په لړ كې د پېسو، روابطو او سازش هيڅ وسيله او لاره نه ده پرېښې. دغه ډول وكيلان د قوم او نظام لپاره هيڅ برنامه او اجندا نه لري، دوى بس هغه د چا خبره ((پهلوان زنده خوش است)) دوى د خپلو هيلو معراج ته رسيدلې او په همدې جنت كې د پاتې كيدو لپاره ښايي هر ډول معاملې ته غاړه كيږدي. البته دا د ټولو وكيلانو په حق كې نه، بلكې د ځينو په حق كې صدق كوي.
په موجوده پارلمان كې يوه ډله داسې كسان هم شته چې هغوى د يوې برنامې او اجندا له مخې دې مقام ته د رسيدو زيار ايستلى. دوى په تيرو دريو لسيزو كې په مختلفو ميدانونو كې لوبيدلې، دوى د مكر او جګړو په بټۍ كې پاخه شوي سرونه دي، دوى داسې استادان دي چې شيطان ته هم مكرونه ورښيې. دغه ډله په پارلمان كې ځانګړې اهداف او هڅي لري. عجيبه دا چې، دوى يواځي په ((همداسې استعماري شرايطو كې)) كې كولى شي د ځان او خپل فركسيون په ګټه كار وكړي، او دا ځكه چې دوى معمولاً په هرج و مرج او آشوب كې رشد كړى، دوى پوهيږي چې دغه ورځي او دغه فرصت د دوى لپاره څومره ارزښت لري! د دوى د فن او مهارت په اړه همدا دليل بس دى چې دوى په تيرو دريو جګړه ايزه لسيزو كې نه دې مړه شوي او روغ رمټ يې اوس تر پارلمان او وزارتونو پورې ځانونه را رسولى!!
نظار شورا او شمالي ټلواله په پارلمان كې څه غواړې؟
ولى د پخوانيو ((اشرارو)) او يارانو تر مينځ ((ميثاق)) مات شو؟
پورته مې وويل چې دغسې پارلمان به د ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د خدمت پر ځاى، زياتره د سياسي فتواوو او سياسي تصفيو محل وي. دا چې د خدمت او پرمختګ لپاره په مجموع كې ملي اجندا وجود نلري، نو څنګه كيداى شي چې پارلمان دې پكې ځان بوخت كړې؟ هغه څه شى دي چې كار پرې وكړې؟ كوم پلان كومه ستراتيژې؟
ښايي دا تر ډېره حده يو مجبوريت هم وي چې زموږ وكيلان د پارلماني تالار په هوا كې انځورونه رسم كوي او نور حاضرين ورته چكچكې وهي او بس. دوى به ولس ته تر پايه پورې د همدې انځورونو كيسې كوي او خپلې غوړې ميلمستياوي به خوري. بس خو لنډه دا چې ((همدا غر او همدا يې كربوړى)). همدا مهمان نواز وګړې او همدا د دوى په لاس جوړ شوي وكيلان ډېر ښه سره جوړيږي. د دوى دوره به تيره شي خو يقيناً چې د خپلې دورې تر پاى پورې به يې داسې څه زده كړې وي چې د بيا بيا راتګ چانس به يې تضمين شوى پروت وي، او ضمناً به يې داسې څه ولس ته په ميراث پرېښې وي چې تر كلونو كلونو پورې به يې اغيزه پاتې وي.
سوال دا دى چې، هغه كوم انځورونه دي چې پارلماني وكيلان يې په هوا كې رسم كوي؟
ولى د پارلمان رياست د ځينو لپاره دومره مهم و؟
نظار شورا او شمالي ټلواله د سپړيدو په درشل كې ده، د بن پروسه بشپړه شوې، د دوى لپاره وروستي امتيازات ور ويشل شوو. دا هم د بن د تړون يوه ژمنه وه چې په اول او اخر كې به د زمري سهم خامخا هغه چاته وركوي چې له نړيوال ائتلاف سره يې ملتيا كړې. دوى جنګيدلې ، ستړېاوي يې ګاللې او سودا يې كړې. همدا دى چې په پارلمان كې د دوى هيڅ سرشناسه سړى بيكاره پاتې نشو. يوې ډلې يې د سازش، معاملې او پيسو له لارې ځان پارلمان ته راورساوه او هغه څوك چې پاتې و هغه د كرزي د پېرزويني او ياهم كيداى شي د ((نورو)) په دستور، د انتصابي غړو په حيث ځان ((ملي شورا)) ته راورساوه.
اوس په پارلمان كې د دوى شمېره پوره شوه، د سر څوكۍ د دوى رئيس ته وركړل شوه ځكه چې مثل دى ((الراسٌ للرئيس))، ځكه چې د پيتروسبرګ په ماڼۍ كې هم همدا سړى (قانوني) رئيس و!! وايي پرنګيان په خپلو ژمنو كې اصيل دي، رښتيا هم چې اصيل دي.
رباني ولي د قانوني په ګټه تر استاد سياف تير شو؟ ځكه چې سياف نور خالى شوى، اوس يې نظار شورا د جګړو لپاره ((چرسيانو)) ته ضرورت نلري. اوس يې سړي خلاص شوي، اوس وخت بدل شوى، مصلحتونه بدل شوي، سياستونه بدل شوي، معيارونه بدل شوي.
نظار شورا او شمالي ټلوالى پخپلو كې ځكه بيله شوه چې په وروستيو ورځو كې يې ترمينځ په څو مسئلو موافقه رانغله،نظار شورا غواړي له پارلمان څخه څلور امتيازه تر لاسه كړې، په دريو كې د نظار شورا او ټلوالې تر مينځ ژور اختلاف نشته، اما په يوه كې يې شته:
مسعود دې تل تر تله ملي اتل وي
د نجيب له سقوط وروسته د برهان الدين رباني دولت يو قانوني او مشروع دولت و
په دولت كې دې د نظار شورا استازو ته په كليدي څوكيو كې تر اخره ځاى وي
د طالبانو په خلاف جګړه، كورنۍ جګړه نه بلكې د ((مقاومت)) جګړه وه.
د پورتنيو غوښتنو په وړاندې امريكايي ديپلوماسۍ هم څه اعتراض نشي كولى، ځكه چې لا له مخكې د همدې غوښتنو لپاره تړونونه مهر شوي او توافق اخيستل شوى .
(ړومبى هدف) مسعود دې تر تر تله ملي اتل وي
د دې معنا دا ده چې د مسعود ټولې جګړې، ملي جګړې وې، هغه چې له هر چا سره جنګيدلى پر حقه جنګيدلى او برئ الذمه دى. هغه قوماندانان چې له ده سره يې پدې جګړو كې ونډه اخيستې هغوى هم برئ الذمه دي. د بشر حقونو اداره حق نلري چې هغوى د جنګي مجرمينو په لين كې راولې.
پدې توګه موږ ګورو چې مسعود له يوې خوا د شوروي امپراطورۍ د شكست قهرمان دى او له بلې خوا يې كورنۍ جګړې د وطن د دفاع جګړې دي. پارلمان به خامخا د ملي فيصلو په لړ كې پر ملي اتل مهر ږدې، كه يې نه كيږدي نو خامخا به يې ردوي هم نه.
(دويم هدف) د رباني حكومت، مشروع او قانوني حكومت و
پدې معنا چې په كابل كې د شويو ويرانيو او عام وژنو، پړه د رباني او نظار شورا پر غاړه نه، بلكې د هغه چا ((باغيانو)) پر غاړه دى چې له حكومت سره جنګيدل. نظار شورا او رباني وايي چې دوى له كابل څخه دفاع كوله، مسعود د دفاع وزير و، د هغه مليشې او ټوپكيان، د نظار شورا په استازيتوب نه، بلكې د دفاع وزارت د رسمي پوځيانو په توګه د هيواد د دفاع مسووليت درلود. پدې توګه هغه راپورونه چې د بشر د حقوقو د كميسيونونو له لخوا، د كابل د جګړو په اړه ترتيب شوي، په هغو كې د نظار شورا او د هغوى افراد برئ الذمه دي. په همدې سلسله كې كه وګورو نو د حزب اسلامي د نامتو قوماندان، زردادخان محاكمه پخپله يو سمبوليك عمل و. برتانيه چې د نړيوال ائتلاف يو اساسي ركن دى، په دې سمبوليك عمل سره يې نظار شورا ته شنه څراغونه وركړل، نظار شورا په همدې اميد خپل زړه غټ كړ ، دوى پوهيږي چې د نړيوالو ملګرو له ملاتړ څخه برخمن دي. اما د شمالي ټلوالې ځيني ډلې، لكه حزب وحدت، اتحاد اسلامي، او جنبش ملي په دې موضوع كې سره يوه خوله نه دي. ځكه كه چېرې د رباني حكومت ته داسې مفت مشروعيت وركول شي، د دوى د ملامتي سبب ګرځي، يو مهال حزب وحدت او جنبش د حزب اسلامي تر څنګ [د شوراى هماهنګى تر چتر لاندې] له رباني سره جنګيدل، اتحاد او حزب وحدت هم پخپلو كې جنګيدل او... دوى دا نشي منلى چې د هغه وخت د ((باغيانو)) په عنوان تر تاريخي ملامتۍ لاندې راشي.
د مستندو معلوماتو له مخې، د پارلمان د رياست په سر، د كشمكش په ورځو كې يو لړ پټ ملاقاتونه او معاملات تر سره شول. پدې لړ كې د استاد رباني او قانوني تر مينځ دوه اړخيزه تړون دا و چې، يونس قانوني به د پارلمان د رياست په مقابل كې د استاد رباني د حكومت مشروعيت، د جمعيت اسلامي غړيتوب او د اپوزسيون له رهبرۍ لاس اخلي، په مقابل كې به استاد رباني دپارلمان له رياست څخه د سياف په ځاى د يونس قانوني په ګټه تيريږي. ويل كيږي چې په همدې ورځو كې د رباني او سياف تر مينځ نورې ترخې او سپورې خبرې او پر يو بل د اجير، اپرچونيست، نژاد پرست او...ديته ورته الفاظ هم تبادله شوي. اما هغه څه چې په عمل كې وليدل شو، ثابته يې كړه چې د استادانو په دې تناظر او تقابل كې ژبني او نژادې فكتور تر ډېرو نورو ارزښتونو زيات وزن درلود.
(دريم هدف) د حكومت په كليدي چوكيو كې د نظار شورا سهم
پدې اړه كه څه هم څه خاصه فورموله نشته، او نه هم دا موضوع په پارلمان پورې نېغ په نېغه اړه لري. اما د كابينې غړې د پارلمان د اعتماد رائي ته اړ دي. ښايي نظار شورا د قدرتمن پاتې كيدو لپاره مكرراً خپلې هڅې وكاروي. د بن تړون له يوې خوا، له نړيوال ائتلاف سره ملګرتيا او پټ تړونونه له بلې خوا او په پارلمان كې د رياست په شمول د دوى نفوذ له بلې خوا، دا ټول هغه مساعد كمربندونه دي چې دوى پرې خپله ملا تړلى شي. كيداى شي د پارلمان ځيني وكيلانو ته د بخششونو او رشوتي تحفو له لارې هم د هغوى د وزيرانو، واليانو او رئيسانو بقا تمديد شي. قاعدتاً په پارلمان كې خو وكيلان يواځي د رسمي مقام او معاش (۱۰۰۰يا ۱۲۰۰ ډالرو) په امتياز نه دې خوشحاله، بلكې د درېمې نړۍ په اكثرو هيوادونو-حتى په مترقي هيوادو كې- پارلماني وكيلان له مختلفو منابعو او مختلفو معاملو له لارې په ميليونونو روپۍ تر لاسه كوي. دا چې رمضان بشر دوست د وكيلانو د پانګو او شتمنيو دثبت خبره وكړه، ښايي هغه پوهيږي چې دلته به لوى لوى معاملې ترسره كيږي.
نو پرته له كوم تفصيل، په اختصار سره ويلاى شم چې د نظار شورا هم په دولت او هم په پارلمان كې د خپلې بقا او دوام لپاره كولى شي مختلفې وسيلې او مختلفې دسيسې وكاروي. كه پيسې او تحفې كار ورنكړې نو كيداى شي د ويري او ارعاب له لارې هم ځيني وكيلان اطاعت ته اړ باسي.
(څلورم هدف) د طالبانو په خلاف جګړه، كورنۍ جګړه نه، بلكې د ((مقاومت)) جګړه وه
دا هم مهمه موضوع ده، كه د پورتنيو موضوعاتو په شمول دغه موضوع له پارلمان څخه پاس شي، نو يقيناً چې نظار شورا او شمالي ټلوالې به سترې برياوي تر لاسه كړې وي.
د مقاومت عنوان، كه څه هم د جګړو حقيقت نشي بدلولى، اما د پارلمان فيصلې د ((تاريخي فتواوو)) اعتبار لري. د پارلمان ((برائت)) او د پارلمان ((ملامت)) مرعي الاجرا حكمونه دي، داسې حكمونه چې ټولې نړۍ او ټول ولس ته اعتبار لري او له اعتبار څخه يې څوك انكار نشي كولى، ځكه چې د ولس د استازو پريكړه د ولس پريكړه ده.
د مقاومت په جګړو كې خو حزب اسلامي هم شامل و، زه باور لرم چې په پارلمان كې د حزب اسلامي د استازو يا هم هواخواهانو لخوا د دې پريكړې د تصديق لپاره څه خاص خنډ نشته. كيداى شي د دې قيد د منلو لپاره هيڅ ډول رشوت او پيسو ته ضرروت نه وي، منم چې په پارلمان كې موجود طالبي استازي به د دې پريكړې د سر ښورولو په بدل كې څه اشرفۍ تر لاسه كړې، د كوچيانو استازې به هم غوړ لاسونه پر بريتو راتاو كړې او خپله برخه به واخلي. اما دا دومره عاجله او حساسه موضوع ده چې د پارلمان هيڅ وكيل يې ښايي له اهميت بې خبره نه وي.
د نظار شورا او شمالي ټلوالې تر څنګ، د تروريزم په خلاف نړيوال ائتلاف، جداً ديته اړتيا لري چې د طالب په خلاف -روانو او پخوانيو- جګړو ته مشروعيت پيدا كړي. نړيوال ائتلاف (خاصتاً امريكا) كيداى شي د القاعدې، حزب اسلامي او طالبانو په خلاف له پارلمان څخه دا فتوا تر لاسه كړې چې مخالفو جنګيالو ته ((تروريستان، باغيان، د پرديو اجيران، جاسوسان، تخريبكاران))او ديته ورته اصطلاحاتو د استعمال تصديق كړي. او د دې تصديق لپاره حتمي ده چې د طالب په خلاف پخوانيو جګړو ته د ((مقاومت )) د جنګ عنوان وركړل شي. پدې توګه به نظار شورا د خپل ((ملي اتل)) لپاره دا افتخار هم وګټي چې ګويا هغوى، افغانستان د پرديو (پاكستان) له اشغال څخه وژغوره. اوس وخت دا خبره ډېره عامه ده چې طالب ملامت دى، طالب د بل د لاس آله ده، تروريست دى او... هرڅوك، هر سړى او هر روشنفكره له روان موج سره تګ كوي، هر څوك پرمختګ او امتياز غواړي، مقامات غواړي، خپله بقا او پرده غواړي... په اوس وخت كې مشكله ده چې بې مصلحته او بې پرې فتوا پيدا شي. خو د نظار شورا تر خپل وسه هڅه كوي چې ځان او خپل ملګري د تاريخ له ملامتونكي قضاوت څخه، د مصئونيت په څادر كې ور ونغاړي. دوى غواړې د تيرو شلو كلونو كورنيو جګړو (چې حتماً پكې يو طرف ته دوى ول) پړه له خپلو مټو سپكه كړې.
اوس مهال د دوى لپاره د دغو پورتنيو فتواوو د تصديق لپاره عيني او سياسي شرايط ډېر ښه آماده دي. متاسفانه لكه څومره چې خلكو ته په تصور كې وركول كيږي، پخپله وضعيت هغسې نه دى. اوس هم قومي مصلحتونه، ګوندې او نژادې مصلحتونه، سيمه ييزه مصلحتونه او... تر ټولو زيات اعتبار لري.
كه څه هم دم مهال د نظار شورا او شمالي ټلواله ډېر زيات چانسونه لري، د روسې، ايران، هند او امريكا په شمول د نړيوالو پراخ تائيد او ملاتړ له ځان سره لري. شرايط هم د دوى په ګټه دي، ځواك هم لري او امتيازات هم د دوى دى.
زه باور لرم چې دوى به په عاجله توګه او په ړومبي سر كې همدا پورتني موضوعات له پارلمان څخه پاس كړې.
د ملي ژبي او ملي ترانې په اړه هم دوى بريالي دي. ځكه چې تر اوسه پورې ملي ترانه هماغه ترانه ده چې روانه ده، پارلمان هم پر هماغې ترانې پرانيستل شو، د حكومت بنياد هم پر هماغه بنياد كيښودل شو.
لا پخوا موافقه شوې وه چې ملي ترانه به په پښتو وي، خو عملاً هيڅ اقدام ونشو، د ملي ژبي په اړه هم همدا خبره ده.
وايي چې ملي ژبه (پښتو او دري) دي☼ اما دا خلك كمال كوي. په هيڅ وزارت كې مكتوب او عرايض په پښتو نه چليږي، د هيڅ يوې موسسې يا ټولنې اساسنامه په پښتو نه چليږي. د دولت رسميات په فارسي پيل او ختم كيږي. جمهور رئيس يواځي بسم الله په پښتو وايي او نور نو ... د ښوونځيو او پوهنتونونو ژبه او نصاب خو هسې هم پاړسي ده. په راډيو او تلويزيون كې د ژبي انډول نشته او... ☻
زه باور لرم چې نظار شورا او شمالي ټلواله به په خپلو مقاصدو كې بريالى شي، هسې خو پرته له رسمي فتوا هم مسعود ملي قهرمان دى او هم د دوى جګړې د ((مقاومت)) جګړې دي. ښايي دوى يې دوباره تصديق ته اړتيا هم ونلري. د ژبي ، دولتي امتيازاتو يا نورو مسائلو په اړه هم ښايي څه منډې ترړې ته ډېره اړتيا نه وي، ځكه عملاً هغه څه چې دوى يې غواړې هغه برقرار دي. د دوى تر شا ياران شته، تړونونه شته، ملاتړ شته. اما هغه څه چې دوى هيڅ نلري هغه د هغوى ملي اعتبار او ملي وجاهت دى. دوى كه خپل تير ماضي ته هر پرتوګ ورواغوندې، ور وابه يې غوندې. اما وړاندې نور ډېر مقامات شته، دوى د دوى طبيعت حوادثو ، ټكرونو او جګړو دومره بد روزلى، چې په وار وار به هم خپل ځان وشرموي او متاسفانه هم به هغه نجيب او شريف قوم وشرموي چې د دوى ملاتړ كوي.
خبره پدې پاى ته رسوم چې كه پارلمان د همداسې لوبو تمځاى وي، نو د واقعي ديموكراسۍ د تطبيق لپاره به كله هم شرايط ميسر نشي. او چې واقعي ديموكراسي نه وي، معلومه ده چې په هغه صورت كې به زموږ اسلامي ارزښتونه، ملي مصلحتونه، ملي پرمختګ، سوله او ثبات، اجتماعي عدالت او...به په مشكله وغوړيږي.
--------------------------------------------------------------------------------
☼ [كه څه هم دري ژبه په اصل كې فارسي ده، بلكې د فارسي ژبې يوه سيمه ايزه لهجه ده، يوه ژبه هغه وخت مستقل حيثيت لري چې ليك دود، مفاهيم، مصطلحات يې له نورو ژبو مختلف او يا دا چې كه فرعي ژبه وي نو پكار ده چې له خپلې اصلي ژبې سره يې په پورتنيو ټكو كې تر نيم زيات تغيير راغلى وي. په داسې حال كې چې دري ژبه داسې نه ده، درې د فارسي ژبې يوه سيمه ييزه لهجه ده. عربي ژبه په هر هېواد كې مختلفه لهجې لري، خو هيڅ هيواد ځانته د دې حق نه وركوي چې خپلې لهجې ته مستقل نوم او عنوان كيږدي]
☻ عموماً كه وګورو نو هر پښتون وزير خپله وجيبه بولې چې د ((پاړسيوانو)) خاطر وساتي، دوى په خپلو رسمي ويناګانو كې قطعاً جرائت نه كوي چې په خپله ژبه وغږيږي. خو په غير رسمي محافلو او ميلمستياو كې ځان د پښتنو خواخوږى بولي. برعكس بې پښتو وزيران ځانته هيڅ تكليف نه وركوي، نه په اخلاقي او وظيفوي لحاظ ځان ورته مكلف ښكاري چې په پښتو وغږيږي، ښايي دوى به ځان د سامعينو له فهم او ژبي هم بې نيازه بولي!!