ګیدړان د ځنګل هغه ژوي وو، چې د خپلې هوښیارۍ په مهارت سره په ځنګله کې ډېره هسکه غاړه ګرځېدل. که څه هم په ځنګل کې ډېر ستر او مغرور ژوي هم ول، چې د ځنګله دمشرتابه دعوا یې کوله خو په ډېرو برخو کې به ګیدړانو په خپل مهارت سره له هغوی څخه د مشرتابه واګي اخیستې او د ځنګل په نورو ژویو، څارویو او آن خزنده وو یې خپلې غوښتنې عملي کولې ان تردې چې کله به یې د ځنګل پولې هم وړاندې او پراخه کړې.
کله به چې نور زورور ژوي برلاسي شول بیا نو دومره مړیني نه وو، چې د ګیډړې له ملاتړ پرته خپل واک وچلوي. تل به د ګیدړې هنر او هوښیارۍ ته اړ وو. د ځنګل ډېرو پیاوړو حیواناتو به هم ډېر ځله دا هیله کوله، چې ای کاش زه خو ګیدړه وای!! خو دا هیله یې ځکه ځای نه نیوه، چې قسمت خپلې برخې پخوا وېشلې وې.
وایي کله کله هوښیار هم بند راځي. یو وخت یوه ګېدړه د ښکاریانو لاس ته ورغله، چې په لومړي سر کې یې لکۍ ورته ښه ښکارېده خو په ښار او کلیو کې له ګرځېدو وروسته ښکاریانو ته دا هم معلومه شوه، چې ددې پوستکی هم ډېر ارزښتناک دی. بس له همدې ورځې وروسته د ګیدړانو ورځ وګرځېده، د کلیو وړو او زړو او د مور هر لیوني پسې را واخیسته. ځنګل خو پرېږده، ان غرونه او رغونه هم د ګېدړې د پیدا کولو په موخه تر پښو شول.
چې ورځ وګرځي بیا رڼا ورځ هم توره تیاره شي، ګیدړه هم د هر چا د خولې مسخره وګرځېده. هر چا به پرې ملنډې وهلې. هغه چې پخوا ګیډړې ښه ورسره کړي وو، د نورو لهظلم او تیري یې ژغورلي وو هغوی هم را ببر شول او په هر ممکن ډول یې ګیډړه ځوروله. پیشو او سویې هم په ګیدړې ملنډې وهل پیل کړل، هغې ته یې په هره لاره ضربه رسوله، چې په دې سره ګیدړه هم ډېره ځورېده. ګیدړې به تل له ځان سره په خپلو ښو پښېمانه شوه، بیا به یې ویل ځه له بېوزلانو سره ښه کول د مردانو کار دی.
وخت دی تېرېږي، چا به ورته ویل چې راشی موږک شی، چا به ورته ویل چې راشی پیشو شی او چا به ورته ویل چې راشی د سویې تذکره واخلی چې د خپل دوست او دښمن له غمه خلاص شی. مګر ګیدړې ویل چې که مې ساه ووځي، بدن مې ټوټه شي او ویښتان مې خواره واره شي، زما هر اندام او هر وېښته به په جلا جلا غږ سره وايي چې زه ګیدړه یم.
ګیدړې ډېرې ترخې وزغملې بله ورځ ګیدړې په خپلو خلکو غږ وکړ، چې تر کله به همداسې خواره واره یو، ترکله به خوار او زار یو؟ ولې موږ تر ټولو ځیرک او ښه هوښیار یو خو بیا هم خپل برخلیک نه شو سمولی؟ ولې مو ورځ وګرځېده؟ د ګیدړو ترمنځ ډېرې ګیلې او بانې کښته او پورته شوې، یوې پربلې ملامتي اچوله چې دا ستا له لاسه او دا د هغه له لاسه. له ډېرو خبرو او خوږو ترخو زغملو وروسته ټول په دې یوه خوله شول، چې موږ ته خپل پوستکی اور ګرځېدلی، دښمنانو شل په شل کړو اوس نو ډېر کمزوري هم پر موږ ملنډې وهي. موږ چې پخوا کوم برم درلود له هغو هم موږ ډېر ارزښتناک یو، اوس ددې ترخو پيښو په ګاللو سره موږ ته د خپل ځان ارزښت لا ډېر څرګند شو نو راځی، چې ټول په ګډه ځانونه یو وجود وبولو او په یوه غږ له ځانه دفاع وکړو! چې دا خبره ټولو آمین کړه.
ګیدړې وویل، چې په دنیا کې هېڅوک داسې نشته چې دښمن ونه لري، ځکه دا د طبیعت غوښتنه ده او ژوند د اخ ډب ټولګه ده بلکې هرڅوک باید خپل عقل او مهارت په اعظمي ډول وکاروي او له ځان او خپل نسل څخه دفاع وکړي. مګر د عیب خبره دا ده چې ډېر عاجز څاروي هم په موږ ملنډې وهي او لازمه ده چې لومړی د هغوی له شره ځان خلاص کړو.
لومړی یې پیشو را وغوښته، ورته ویې ویل: ای تورمخې او ککړې موږک خورې پیشو، موږ تا ته په ټول عمر کې څه تاوان در رسولی بلکې په خپل څنګ مو ساتلې یې اوس راپورته شوې په موږ پسې دې را واخیسته!! پیشو لومړی ډېره زړه وره وه مګر د ټولو خلکو سترګو ته یې چې وکتل، د هغوی ټولو په سترګو کې یې یو رنګ ټینګ عزم ولید او ځینو خو نږدې وه چې یوه ګوله یې کړي، نو ورو پر شا شوه او ډېره ټینګه بښنه یې وغوښته.
بیا یې سویه را وغوښته، سویې لومړی ویل چې ځه زه دومره خدای نه یم خواره کړې، چې دګېدړې په غوښتنه چېرې لاړه شم خو په دویم ځلي خبرداري سره پوهه شوه، چې یو څه خبره شته او ژر راغله. ګیدړې ورته وویل: ته دا ستا وراسته هډوکي ګوره او بیا دې دا بوکه شا!! ته له کومه دومره مړینۍ شوې چې په موږ پسې د را اخیستې؟! هغې هم پسخند وکړ خو چې پوهه شوه چې خبره جدي ده نو هغې هم بښنه وغوښته. په دې توګه یې د ځنګله نور ژوي هم یو پر پسې را وغوښتل او خپل هوډ یې ورته څرګند کړ. بیا ټولې ګیدړې د ځنګله منځ ته لاړې او ټولو ژویو ته یې په یوه غږ وویل چې نور موږ ټول یو موټی یو او که چا یوې ګېدړې ته څه وویل نو دا به له موږ ټولو سره د دښمنۍ اعلان وي. ټول چوپه خوله پاتې شول او هېچا د څه ویلو جرآت ونه کړ. په دې سره ګیدړې خپل پخوانی برم بیرته ترلاسه کړ او د هر چا له وهلو، ځپلو او ملنډو خلاصې شوې.!!