ملي ناسور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52854
اټک یوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-01-08

  د هېواد له بېلابېلو خبري رسنيو مو واورېدل چې د هېواد په ځينو سيمو کې يو شمېر بې وزله افغانان د ولږې او تندې له امله دې ته اړ شوي دي چې د خپلو زړونو ټوټې يعنې خپل خواږه بچي بازار ته را اوباسي او لکه د مال په څېر يې وپلوري او په دغه دردونکي ډول خپل او د خپل بچي ژوند تر څه وخته تغذيه او تضمين کړي که څه هم دغه شان نا دودې د دې درې لسيزو په اوږدو کې ډېرې وليدل شوې ، خو د افسوس خبره دا ده چې زموږ ښاغلی حامد کرزی په زړه کافر دی ( سنګدل) همدا خبر او د يوه مظلوم پلار او د هغه د ګلالي زوی تصويري خبر يې هم په ارتو سترګو له ټلويزونو ننداره کړ چې هغه مظلوم ولې او څنګه خپل شهزاده ( ميرويس) په بازار کې د خپلو نورو وږيو بچيو د مړښت او تغذيي په خاطر فقط په پينځه زره افغانۍ ( اتيا ډالره ) پلوري مګر ښاغلي سنګدل کرزي په همدې ورځ د وزيرانو په ناسته کې په اتفاق پرېکړه وکړه چې د استاد برهان الدين رباني قبر به په بنسټيز ډول د دولت او بيت المال په بوديجې جوړوي ٠ په داسې حال کې ځينو بهرنيو رسنيو لا پخوا خبر ورکړی و چې رباني ( ٦٠٠) مليونه امريکايي ډالره د سينګاپور په يوه بانک کې لري، دا چې نورې څومره شتمنۍ ددې مېرمن ، لوڼې او زامن لري دا نو د مستوفيت له شماره وتي دي، اوس دې نو درانه لوستوونکي قضاوت وکړي چې بيت المال په داسې خرافاتو لګول کيږې مظلومان به خود د ولږې او هلاکت له وېرې خپل بچي پلوري ٠
درېغه چې د استاد د قبر پر لګښت پنځوس کورنۍ د هلاکت او فلاکت نه ژغورل شوې وای ، دغه مظلوم ولس د استاد په مرګ هم له ملي ناسوره خلاص نه شو