پښتني قبيلې وبيژنئ ! ١١٩ برخه ( محمد زي- محمدزايې – محمد زيان)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52987
ډاکټر لطيف يا د
دخبریدو نیټه : 2013-01-16

 

دغه قبيله په افغا نستان کې دمحمدزيو ،محمد زايې او محمد زيانو په نو مو نو سره هم ياديږي . که چيرې دمحمد زيو دقبيلې دنسب ونه په غور سره وڅيړو نو جوته به شي چې دغه قبيله دسړبن په ټولنيز ګروپ کې شامله ده او ددرانيو دزيرک دښاخ دبارکزيو دڅانگې پورې اړه لري.ويل کيږي چې دمحمد نيکه مزار د کندهار ولايت دارغستان په ولسوالۍ کې دى.
 لکه څنگه چې ددرانيانو په مبحث کې مو ولوستل دپوپلزيو په ښاخ کې دسدوزيو قبيلې د ١٧٤٧ زيږديز کال نه تر ١٨١٨ زيږديز کاله پورې په اقغانستان کې واکمني درلودله او کله چې وزير فتح خان په ١٨١٨ زيږديز کال کې مړشونو دسدو زيو او محمدزيو تر مينځ د افغانستان دتخت دنيولو پر سر جگړې رامينځ ته شوې.
 دمحمد زيوپه قبيله کې دسردار پاينده محمد خان دنامه له کبله دپاينده خيلو کورنۍ ډيره مشهوره وه . نوموړى دحاجي جمال خان زوى و.حاجي جمال خان د ايراني نادرشاه افشار په پوځ کې سردارو.کله چې نادرشاه افشار له مينځه لاړ نودى دافغانستان دتخت لپاره دى ډير هيله من و او حقيقت هم دادى چې نوموړي دسدوزو دحکومت په زمانه کې په دولتي چارو کې لوى لاس درلود(١).
 دمحمدزيو د دواکمنۍ بنسټ ايښودونکى امير دوست محمد خان دى چې په امير کبير
( ستر امير) سره هم شهرت لري او دسردار پاينده خان کشر زوى دى.
دمحمدزيو په کورنۍ کې لانديني واکمنان تير شوي دي:
١- امير دوست محمد خان
٢-امير شيرعلي خان
٣- امير محمد افضل خان
٤-امير محمد اعظم خان
٥- امير محمد يعقوب خان
٦-ضيا ء الملت والدين امير عبدالرحمن خان
٧- سراج الملت والدين امير حبيب الله خان
٨- الغازي اعليحضرت امان الله خان
٩- اعليحضرت محمد نادرشاه
١٠- اعليحضرت محمد ظاهرشاه
١١- په افغانستا کې د جمهوري نظام موسس شهيد سردار محمد داودخان.
په افغانستان کې دمحمد زيو دقبيلې واکمني ددوست محمد خان په کورنۍ کې د١٩٢٩ زيږديزه پورې دوام وکړاو دويم ځل په ١٩٢٩ زيږديزکال کې هغه وخت پيل شو چې دسقاو زوى حبيب الله ماتې وخوړله او پا چاهي او دچارو واګې د اعليحضرت غازي محمد نادرخان په لاس کې کښيوتې.
 تر اعليحضرت غازي محمد نادرخان وروسته دهغه زوى اعليحضرت محمد ظاهرشاه او په هغه پسې دهغه دتره زوى سردار محمد داودخان حکومت کړى دى چې د ١٩٧٨زيږديز کال داپريل په مياشت کې ديوې پو ځي کودتا په پايله کې دمحمد زيو د کورنۍ نه دتل لپاره ځواک له لاسه ووت.
 محمد زي دافغانستان په بيلا بيلو ولايتونو لکه : کابل،کندهار،هيلمند،هرات،ننګرهار،کندز،تخار،لغمان،بغلان ،فارياب او بلخ کې استو گنه لري.په عمومي ډول خلک محمد زيو ته سرداران وايې ځکه چې پر افغانستان باندې دغې کورنۍ زياته موده حکو مت کړى دى.
 په نوموړوولايتو نو کې دمحمد زيو داستو ګنې سيمې دادي:
١- دکندهار په ولايت کې:
محمدزي د کندهار ولايت په مرکزاو ددغه ولايت د ميوند،پنجوايي ،ارغنداب،ارغستان او معروف په ولسواليو کې استو گنه لري.له نن نه٣٠ کلونه وړاندې په کندهار کې ددوى شميرد٣٣ زره تنو په شاو خواکې اټکل شوى و(٢) چې ښايې دغه شمير به اوس دوه چنده وي.
 ٢- په کابل کې :
يوزيات شمير محمدزيان په کابل کې هم استو گنه لري ،خو د١٩٧٨زيږديز کال د غوايي تر کودتا وروسته ددوى ډيرې کورنۍ اروپا،امريکې او آستراليا ته وليږديدلې.
 ٣- دننگرهار په ولايت کې:
محمد زيان دننگرهار ولايت په مرکز دجلال آباد آباد په ښار او دکامې ،سره رود،خوگياڼيو او بهسودو په ولسواليو کې استوگنه لري(٣).
 ٣- دهيلمند په ولايت کې:
محمدزيان دهيلمند ولايت په مرکز لشکرگاه او ددغه ولايت دنهر سراج او نادعلي په ولسواليو کې استوگنه لري.
 ٤- دهرا ت په ولايت کې:
دهرات په ولايت کې محمد زيان ددغه ولايت په مر کز او داوبې په ولسوالۍ کې اوسيږي.
٥- دروزګان په ولايت کې:
يو شمير محمدزي ددغه ولايت په مرکز تيرين کوټ کې هم استوګنه لري.
پټه دې نه وي چې يو شمير محمدزي په پښتونخوا،سهيلي پښتونخوا،پاکستان او دهندوستان په پنجاب او ددغه هيواد داتهراپرديش ايا لت دديره دون په ښار کې هم استوگنه لري. له نن نه ٣٠ کلونه وړاندې په ټول افغا نستان کې د محمدزيو شمير ٥٠ زرو تنو ته رسيده .
 لنډه داچې محمد زيو د١٨٢٨ زيږديز کال نه تر ١٩٧٨ زيږديز کلونو پورې چې ١٥٠کلونه کيږي په افغانستان باندې واک چلولى دى.
 ------------------------------------------------------------------------------------
 ١- پښتني قبيلې،٢٣٥-٢٣٦او ٢٣٧ مخونه .
٢- معلومات مختصر درباره اقوام وقبايل ولايات سر حدي کشور.٩١-٩٢ مخونه.
٣- نوموړى اثر٢٧- ٢٨ مخونه.