خيال

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52989
نوربادشاه(درويش)
دخبریدو نیټه : 2013-01-16

 
اسمان توري تيارى راخوري كړي.سپينه سپوږمۍ پناه شي.ځاى ځاى سپين زرورين ستوري پړ كيږي.د جګواو لوړو نښترونوپاڼي شڼها كوي.ترڅنګ يي د رڼو اوبو شور يوه ويرونكى فضا رامينځ ته كړي.ټول مخلوقات په خواږه خوب ويده وي.د اه اواز هم نه اوريدل كيږي.دلته مي زړه په دوه ډوله اواز بيړه كوي.په ټول وجود مي ډار حملي كوي.جوړه پښي لاسونه مي له يو بل څخه وړاندي وروسته په تړپ تړپ په حركت كي شي.د رڼا بي وسي مي نور هم ويروي.غوږونه سترګي مي بي واكي اختياروي.د وريځ اسمان په ځينو برخو كي تالندى بريښنا زړه راښكوونكى شي.اف الله ډير وړاندي لاړ شم.لنډى فاصلي ډيري اوږدي شي.څه وكړم توبه.............
 ليدلي لاري وركى شي هره خوا راته جانان جانان ښكاري لاس اوږدوم تيښته كوي.نه پوهيږم ولي؟څنګه؟خوري توري تياري هرڅه راځيني ورك كړي.بس يوه جمله راته رازده كړي
 دا وختونه نه تيريږي بي له تانه هۍ جانانه