ژوند سخت دی،خو په ژوند کې بیا د چا زړه ګټل او ساتل خورا سخت دي؛
داخبر مې له مور،پلار، خپلو،استادانو،ملګرو...،ډیره اوریدلي ده.
چې ماشوم وم،ډیر مې پدې خبره سر نه خوږاوه،خو اوس دا جمله زما هر شیبه په زهین کې راتاویږې.
نن مې د یو احساس له مخې چاته ،دهغه دکار په اړوند څه ولیکل .خو هغه شړومبو ته د مالګې په ځای ،یو کیڅۍ شنه هم نه ،سره مرچک ور اچولې وه او په یوه سا یې ګوټ کړي ول ،زما په لیدو یې ټول راباندې خالې کړل...
ښایې فکر یې کړی وه ،چې ما غوښتل دهغه ځای ونیسم،خو زه پوهیږم هغه ،هغه ده او زه زه.
ریښتیا هم انسان په کلونو، نه خپلیږې .خو په شیبو کې هم نه ،په شیبه کې یې له لاسه ورکوو.
نپوهیږم ،پخوانی حالت به بیا په څه ډول سړی لاسته راوړې،خو اوس ښه پوه یم چې
؛ژوند سخت ده ،خو په ژوند کې بیا د چا زړه ګټل او ساتل خورا سخت دي؛