میریه د ښو دې تیر غمونه مه راوړه!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53022
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2013-01-18

    

د ولسوالي میراب ټوله ورځ په سیوري کې ناست، پښې يې یو پر بله اړولی وي ، په کډو سر به يې د بادرنګ پوستکي ایښي وه او له عادت له مخه یې تل خوله پر غلطه ښوروله.
میری د لوی کلي د راي په اثر د ولسوالی میراب سوی و ، دې رایو هغه شوده سیاسي کړ، دا خیال يې په سر کې پیدا سو چې دالوی کلی خو خپل دی راسه دا د بر کلي خلک هم خپل کړه، بیا چې ژوندی يې میراب به یې ،نو په ځان کې يې څه بدلونونه راوستل، مخکې یې د کرک کڅوڼه په لاس کې ګرځوله خو اوس یې پر ځای د زرکې د لرګوقفس ګرځوي، د رغچینې پر ځای يې قره قلی پر سر کړه ،د پټو پر ځای یې چپنه واغوستله ،کرار کرار يې دهغه بل کلي چمونه پیل کړه ، اوس داسې مالومیږي چې کارغه د زرکې رفتار کوي، خپله غټ مټ او پنډ سړی دی خو ږغ يې لکه د ښځې نری کړی دی او لکه د مور یونازدانه زوی د ژبې پر سر خبرې کوي.
هر څوک چې اوبه غلا کړی هغه دا بد کار په لوی کلي ټپي او هغوته یوسترګګ وهي .
دا چې کوشنی کلی تر لوی کلي نیم دی نو دهغو د اوبو ویش د امیر کډو له وخته نیم وو خو میري دلوی او کوشني کلیو تر منځ د د یموکراسي په نامه دا اوبه برابري ویشې
اوبه یې سمي نیمې هغه بل کلي ته ورکړې، چې څوک ورته ووايي: میریه دا څه کوې؟
هغه په سترګګ ورته وایي: زه ستاسو د کلی یم مه کوه چې هغوی داسې ونه ګڼي ،چې ګوندې زه ستاسو په خوا یم .
خلکو ورته ویل : میریه چې ګټه دي نه رسي غمونه خو مه راوړه ، موږ ته دسبا لانجې مه جوړوه . ته خدای کډو پیدا کړی یې، هغه چې پوهيږي هغه ځوريږي او چا چا ورته ویل نر د ښځوپه کار ښه نه مالومیږي .
خو چا ته وایې دا خبرې لکه خوشایي په وچ دیوال نه مښتله .
یوه ورځ څو تنو هغه د اوبو په مورۍ ومنډی بیا هم د لوی کلی خلکو هغه راویست ،هغه لکه چمبر خیال کوږسوی و، نه سمیده، خلکو په تورو تیلو غوړ کړ. هغه چې نیغ سو،نودکوشنی کلي د اوبو ویش یې تر لوی کلی دوه چنده کړی.
د کلي زړو خلکو ویل چې باران و نه درېږي، سيند به روڼ نسي، نو دلوی کلی څو ځوانانو د هغه سر د اوبو په مورۍ ننیستی . میری د هندوانو په خبره د بګوان پياري سو
خو د خدای وهلی میری غوټې لکه د ځوان کوچي د پرتوګاښ غوټې په کلونو کلونو غټو نه خلاصیږي .

سپي او سګوانان به ورک سي له رښتیاګو
چې یو وار دې وطن ته راسي سپي مرګو
هغه وخت د خاین تخم ورکیږي له عطاره
چې لیکوالان مو سر راپورته کړي له زانګو
دهغو آس به په سپينه خوړه نوک ووهي
چې آس ځغلوي په دې هیواد کې په غبرګو
هغه کسان به سي کوچني اولوشتکیان
چې په کورۍ یې ځانونه کړې دي ډانګو
د تل شین بوټي پاڼې به دمني باد ژیړي کړي
چې په بڼ کې راغورځیدلی لکه ګومانډو
هغه شرمښان چې له هر خوا څیري رمه
هغو ی به له رښتیا وخو ري وهل د ډانګو
موږکان به د کولمو په شوله سي اخته
چې د نر پیشو د راتګ واوري غړانګو
تر کله به خوښوي راته مشران نوره دنیا
تر څو به چپ یاست یې د ازل ګونګو
لاس ته راوړنه یې ده اختلاس او غصب
نفاق، رشوت او ډول ډول نورګو ماګو
هره کارنامه حک کیږي په شناخته د تاریخ
څوک مین د خپل ساز څوک د پردو ترنګو
د غلا په پیسو د چا وږي سترګې نه مړیږي
که ولري ددنیا په بانکو کې په لکو هرخښتګو
درباني چې له بودجې یې ډیر پاته سوه سره
اهل یې دمقبرې لپاره دولت ته دی په سلګو
لاسونه سره یوکړئ اې وطنپالوځوانانو
په مورۍ ننه باسي ککرۍ ددې جیګ جیګو
د امریکا پروګرام د ځان بولی ډک لاس
بیا خپل سغل ماتوي په لیټۍ دبدلوجرګو
خدایه څه مداري دي کړی زموږ په پېټه
شرم یې په سترګو کې نه سته دسترګ لرګو
مداریان نا شوده کارونه کوي په ډمبکو
دا سیاست مداریان یې کوي دغلوپه جرګو
ترې پاته نسوه کوم ملي او معنوي ارزښتونه
خدایه ، په دې خلکولا څه کوي دا چاغ تګو
ناتو چې دومره مړه کړه چا ورکړی و مصونیت
چې اوس دي نری خوله را ماته سوه په اننګو
هر څه چې ستا ګټه وي هغه کوې چلولو
ولي لوبې کوې ټګه په دې رنګارنګو رنګو
هغه متل دی چې ما نازولې ما غزولې
له خدایه غواړم دوطن خاینانو ته مهیرګو
دا دنیا هغومره چې خورې ستا ده اې ګوګو
یوه ایکۍ نه ځایږي په دې لحدو وړو تنګو

دسترګو اوبه وتلی ( بې حیا کیدل)، ګومانډو ( پوڅکۍ)، ګوګو (احمق )، غبرګو (
چارنعل) ، ډانګو ( جګ)،غړانګو( بده آوازه)، مهیرګ ( وبا)، ،چاغ تګ( تیز تیز تګ