دتاریخ په اوږدو کي پښتانه پهلوانان په ارياناکي -۸

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53030
شريف الله دوست(سرواني)
دخبریدو نیټه : 2013-01-18


پښتانه پهلوانان په آریانا کي

(له ننه ٣٠٠٠- ٣٥٠٠ کاله پخوا)
:٨- برخه

درستم جهان پهلوان هیوادپالنه :

داچي روستم جهان پهلوان ديوه ځواکمن وجود درلودونکی ؤپه څنګ کي يې دخپل هيواد اوخلکوسره بې شمېره مينه درلوده اودژوند ترپايه يې دخپل هيواد دپولواو سرحدونوپه ساتلوکي دتورانيانو اواوسني ايرانيانوسره جګړې کړي اودهغوی ملايې ورماته کړي ده .
 رستم پهلوان هيڅکله دخپل نوم دلوړولواوياهم دهغه وخت دشاهانوپه امرجګړې نه دي کړي اوياهم هيڅکله دشتمنيودلاسته راوړلو په پار(خاطر) دجګړې ميدان نه دى ته وتلی بس يوازي يې داريانا(افغانستان) ددښمنانو يادغيري اريايې عناصروسره جګړې کولې ، هغه چي دکيکاوس دپاچاهۍ له پاره به ګواښ ؤاويا د(بيژن )(۳۵) پهلوان دخلاصون له پاره چي افراسياب په څاه کي اچولی ؤ اوياهم دسياوښ (= سياورشن ) قتل چي دافراسياب توراني له خواووژل سوهمداسی نوردهیوادساتنی اړوند جګړې (۳۶)
 

 


(۳۵) بېژن : دګيو زوی دآريانا دغښتلوپښتنو پهلوانانوڅخه ؤ دفردوسی په ويناچي دافراسياب پرلورمنيژې عاشق سو.
 (۳۶) سيستان قبل از اسلام مخکنی اثر۳۰۶ مخ

 

 

 

 

درستم دين :

دځينوياداښتونوله مخي څرګندېږي چي رستم پهلوان زردښتي دين نه دی منلی ځکه نو د نوموړی جګړه دکشتاسپ له زوی اسفنديارسره په همدي پار(خاطر)وسوه چي روستم دزردښتي دین له منلوڅخه انکاروکړ ويل کېږي چي روستم پهلوان دخپلونيکه ګانو په پيروي ميترا (مهر) پرستنه اولمرلمانځونکی ؤ ددې دليل له پاره دپنځمي هجري پيړۍ ارزښتناک اثر(تاريخ سيستان) ته ورګرځوچي ديو هلمندي ليکوال له خواد پنځمه هجري پيړۍ په شاوخواکي ليکل سوی خودکتاب دسرپاڼي په لاس نه دي راغلي اوددې سره دليکوال نوم هم نه دی څرګند.
 راځودتاريخ سيستان متن ته: ((آمدن عبيدالله ابي بکره بسيستان اندرسنه اهدي وخمسينه »کله چي په کال۵۱هجري کي دهلمند زردشتي دين لمانځونکي دعرب آميرعبدالله بن ابي بکره له خواځپل کيدل اوله درباره امرورته سوی ؤچي (ټول دزردښتي دين ښوونکي ووژني اواورتونونه يې ورونړوي )) (۳۷)
 


(۳۷) تاريخ سيستان ليکوال ناڅرګند د۴۴٠هجري شاوخوا ، مخ ۹۳ .

 

په دې سره دهلمند وګړوخپل داعتراض ږغ پورته کړه ؛ اميرمجبورسوچي ددوهم ځل دپاره له شام څخه لارښوونه واخلي ځواب راغی چي داسي مه ورسره کوﺉ ځکه دوی وايې موږ اسلام منلی اوخدای پرسته يوکوم اورتونونه اولمرلمانځونکي ځايونه چي لرودهغه لمانځنه نه پکښي کوو (۳۸) له دې ياداښت څخه له ورايه څرګندېږي چي په لومړي هجري پيړۍ کي يعني داسلام ترراتک پوري هم لمرلمانځنه وه دتاريخ سيستان په ۳۳ مخ کي چي دګرشاسپ (= ،غرغښت ،سام) اودهغه داولادونودعبادت يادونه سوي له وړاندي څرګندېږي چي دوی لمرلمانځونکي ؤځکه دلمر خاته محال ، غرمه اوغروب محال به يې دلمر پرستنه دميترا يامهر اولمرلمانځونکودباور اومناسکوله ائين سره برابردي چي دهلمندخلکوترزردښت مخکي اووروسته دمهريالمرلمانځنه نه ده پرېيښې (ابوسعيدعبدالحي بن صحاک بن محمودګردېزي ) هم په خپل ارزښتناک اثر(زين الاخبار ) کي دروستم اواسفنديارجګړې ته له همدې خاتره اشاره کړې ده (۳۹)
 
(۳۸) تاريخ سيستان مخکنی اثرمخ ۹۴ .
(۳۹) کانديدمحمداعظم سيستاني ، جشن نوروز ومنزلت آن درملل اريايې ، ۱۳۹۰ش ، دانش مطبعه ، مخ ۱۰۵ .
 

ګردېزی وايې چي ګشتاسپ دخپل زوی اسفنديارسره ژمنه کړې وه چي هرکله دګشتاسپ لوڼي چي داسپنديارخوندي وې (ميرمن هماي ) او(ميرمن به افريد ) دارجاسپ توراني له بنده څخه راخلاص کړی دشاهي برم اوتاج تاته درکوم اسفنديارهم داسي وکړل او اوسني ترکستان ته لاړروئين دژ (=ټينګه کلا)يې ونيول خپلي خويندي يې ازادي کړې ارجاسپ يې وواژه اوبريالی دلښکرسره راستون سو اسفنديارته دتاج ورکولوله پاره يې ورورپشوتن(=پښتون؟) اودګشتاسپ وزير جاماسپ شاهدان کړي وه خولکه چي اسفندياربريالی راستون سوپلاريې پرخپله خبره وفا ونه کړه اواسفنديارته يې وويل چي ته يوکاربل هم وکړه هغه داچي :«روستم له ماڅخه سرکښه شوی دی اوته هغه زما اطاعت ته راوړاندي کړه اويايې لاس تړلی راوړاندي کړه چي ترڅودشاهۍ تاج تاته وسپارم »(۴۰)
 اسفنديارهم ناچاره په روستم پهلوان پسې هېرمند(هلمند) ته راغی ګردېزي داپېښه هم ترموږپوري رارسولې ده اوکاږي ژباړه :«... اسفنديارهم په روستم پسي ولاړاوکله چي دهېرمند (هيلمند سيندغاړي )ته وریېد روستم يې مخي ته راوړاندي سواولمانځنه يې بس کړه ،اسفنديارته يې وويل چي مېلمه راغلی يې اوښه مېلمه پالنه يې وکړه بېلا بېل خوړن توکي يې ورته کښېښوول اسفنديارورته وويل ژباړه ((... زه مي پلار، پاچا را استولی يم چي ته به زردښتي دين منې که نه زماسره به مي پلارته ځې اوکه نه ځې زماسره به جګړې ته چمتو کيږې، هرڅوک چي بريالی سو روستم ورته وويل چي زردښتي دين خوبېخي نه منم ځکه له ګيومرث څخه ترننه پوري دا دين لرم او اوس هم بل دين نه غواړم (۴۱)
 
زين الاخبار، ګردېزي ، چاپ ايران .
اولاس هم په لاس نه درکوم اسفنديارورته وويل: (البته زه دي هم پدې خبري خوښ نه سوم اوس ناچاره جګړه پيل کړو هرڅوک چي بريالی سو. ))
 روستم ډېر عذرورته وکړ چي جګړه به نه کووګټه نه لري خواسفنديارونه منل جګړه ونښتل په دې ورځ روستم يوڅه ټپي سواوجګړه يې دهمدې ورځي له پاره بس کړه بله ورځ بياجګړه ونښتل کله چي روستم توره وروړاندي کړداسفنديارپه سترګه ننوتل اوترمغزوپوري يې ورسېدل روستم بياورته وويل چي ولي دي له جګړې لاس نه اخيست اوس څه ترې جوړسول؟! اوماهم هيڅ جرم نه وکړی اسفنديارورته وويل چي زه مجبوروم خويوه ژمنه راسره وکړه هغه داچي زمازوی (بهمن ) درسره بوزه اوويې روزه. (۴۲)
 فردوسي دارجاسپ توراني حمله پربلخ باندي په دې خاطربولي چي ګشتاسپ په بلخ کي نه و اودهلمند غاړو اوسيستان پوري دزردښتي دين په خپرولوپسي تللی و اوددووکالوله پاره ګشتاسپ په هيتومنت(هلمند) کي پاته سوارجاسپ توراني هم دګشتاسپ له اوږدمهال سفرڅخه په ګټه اخيستني دبلخ پرزردښتي معبدحمله وکړه روحانيون ، اورتونونه اوزردښتي معابديې ټول له منځه يوړل ګشتاسپ دخپلي ميرمني (مېرمن کتايون ) له خواخبرسو ( مېرمن کتايون ) له بلخ څخه پرآس تر(هلمند) غاړوپوري ولاړه اوهلته يې خپل خاوندګشتاسپ له دې پېښي خبرکړکه څه هم فردوسي په خپل يوه شعرکي دې ته اشاره کوي چوګويا روستم دي زردښتي دين منلی وي
 

(۴۱) زين الاخبار، ايران چاپ ، حواشي دکترحييم اخندزاده ملک مخ ۷۹
(۴۲) دګردېزي زين الاخبار، مخکنی اثر۷۹ مخ

 

 

 

فردوسي داجاسپ حمله اودزال اوروستم کيسه داسي نظم کړې ده
برامدبسی روزګاران بروی که خسروسوی سيستان که دروی
که اغازکندزند واوستاروا کندموبدان رابدان برګوا
چوانجارسيدن آن ګرانمايه شاه پزيره شدش پهلوان سپاه
شه نيمروزآنکه روستمش نام سوارجهان ديده همتاي نام
ابابيودستان که بودش پدر ابامهتران وګرزينان در
بزابلش بردن مهمان خويش همه بنده واراستادندپېش
ازاوزم واويستابياموختن نشستندوآتش برافروختند(۴۳)

دشاهنامې له روايت څخه څرګندېږي چي زال او روستم ګشتاسپ ته هرکلی ويلی دی اوزردشتي دين يې هم منلی دی اختلاف دلته دی چي کله ګردېزي په زين الاخبارکي د روستم اواسفندياردجګړې لامل هم دزردښتي دين درستم لخوا نه منل اوبل داچي که زال اوروستم زردښتي دين منلی واي نوحتمي به يې دګشتاسپ سره دارجاسپ توراني په انتقام اخيستلوکي ملګرتياکولاي په داسي حال کي چي دارجاسشپ توراني سره په جګړه کي روستم ګډون (نه) ؤ کړی داخبره ددې باعث سوه چي ګشتاسپ وخښميږي چي خپل زوی دارجاسپ له جګړې ترراستنيدوورسره سمدستي د رستم مقابلې ته راوليږی اوامريې ورته وکړچي ياپه روستم زردښتي دين ومنه اوياهم هغه لاستړلی ترماپوري راوله .(۴۴)
 له دې څرګندونوڅخه داجاج اخيستلاي سوچي روستم ترپايه پرخپل زاړه دين (مهر=مترا=لمرلمانځني) باندي پاته سوچي تراوسه هم د(هلمند )په ځينولرغونوسيمولکه زنداور(زمينداور) ، سروان(زونوان=سون وان) اوداسي نوروکي دلمرلمانځني نښي نښانې لاپرځاي پاته دي
 

(۴۳) دفردوسي شاهنامه ، دايران چاپ مخ ۳۰۵
(0) (٤٤):کانديداکاډميسن محمداعظم(سيستان قبل – ۳۰۴ مخ) سيستانی ، جشن نوروزو منزلت آن درملل اريايې ، دانش مطبعه ، ۱۳۹۰ش ¸ مخ ۱۰۶ .
 (1)
دروستم پهلوان سلاح اوجگړيزي جامې :

لکه څنګه چي روستم دخپل وخت دنړۍ ترټولوستر پهلوان ؤ همدارنګه دنوموړي دجګړې اصلحې هم دنوروله اصلحوسره توپيردرلود لومړی اصلحه چي روستم ورڅخه کاراخيست هغه (ګرز) ؤ چي دخپل نيکه سام(=گرشاسپ،غرغښت) څخه دفريدون له عصره ورپاته ؤ. (۴۵)
 ياد ګرز ۳۰۰ منه وزن درلودچي روستم پهلوان په همدې ګرز په يوه واروهلوسره (سپین فيل) دپښوواچاوه جامې يې دپړانګ دپوست څخه جوړي وې چي فردوسي هغه (ببربيان) يادکړی روستم هغه تر(خفتان ) هم غوره بللي ده(۴۶) که څه هم داجامه اوسپنيزه نه وه خوتردېره توري اوغشي کارنه پرکاوه (۴۷) فردوسي وايې :
 
برزم اندرآيدبپوشدزره يکي جوشن از سر ببند گره
یکي جامه دارد ز چرم پلنگ بپوشد به براندر اید به جنګ
همی نام (ببربيان) خواندش (زخفتن) وجوشن فزون راندش
نسوزد درآتش نه درآب تر شود،چون بپوشدبرآيدش پر
سليح ورابرنتابدکسي کندآزمايش زګردان بسي (۴۸)

روستم چيني سپراويوواښکی درلودچي شپېته پېچه تنابونه يې درلودل غشی يې دنېزې په ډول اوږد اوکمان يې دزمري له پوټکي څخه جوړ وکله چي رستم خپل غشی تر(اشکبوس) (۴۹) باسي (دچين خاقان)، (پيران ويسه) ته ورږغ کوي (( داڅه ډول خلک دي چي ِغشي يې دنېزوسره برابردي؟)) (۵۰)
 
(۴۵) فرېدون دفردوسي له شاهنامې له مخي دپيشدادي کورنۍ شپږم پاچاؤدپلارنوم يې اتبين ؤ(عميدفرهنګ)
 (۴۶) خفتان يوډول لرغونې اريايي جامه وه چي دجګړې په وخت کي به يې اغوستل .
(۴۷) تاريخ سيستان ، قبل ازاسلام ، محمداعظم سيستانی ، مخکنی اثرمخ ۳۰۴
(۴۸) آشکبوس دتوراني مباريزينواودافراسياب تورانی له سردارانوڅخه ؤ
(۵۰) سيستان قبل ازاسلام ، مخ ۳۰۵

نورهم سته