فتوي نمبر(۶۷۳):
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي:نسيم/لاهور/پاکستان.
• قدرمند مفتي صاحب السلام عليکم .. پس له سلامه زما پوښتنه داده چي که يوسړي مسبوق وي ،يورکعت مثلا ورڅخه تېرسوئ وي ، اوپرامام باندي سجده سهوه لازمه سوې وي ، نو بياچي کله امام سجده سهوه کوي اوله مخه ترسجده سهوي سلام ګرځوي ، نودغه سړي به له امام سره سلا م ګرځوي اوسجده سهوبه کوی اوکه
څنګه؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه! ومسبوق ته له امام سره سلام ګرځول نه دئ روا ، سلام به نه ګرځوي اوسجده سهوه به کوي.اوکه يې چيري په قصدسره سلام وګرځاوه له امام سره ، نو بيا يې لمونځ باطل سو ، البته که يې په خطا سره وګرځوئ نو پروانلري .
[بحرالرائق/ج۲/ص۱۰۰،ردالمحتار/ج۱/ص۴۹۹].
والسلام ومن الله التوفيق.
الهي لست للفردوس اهلا....ولااقوي علی النار الجحيم
فهب لي توبة واغفرذنوبي ..... فانک غافرالذنب العظيم.