ناجوان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53106
سید فخـرالدین هاشمي
دخبریدو نیټه : 2013-01-22


( طنز)

زړه نا زړه د مال منډي ( ګنج ) په دروازه ورننوتم ، چې دلوی اختر قـرباني واخلم . ډېـربېروبارو،منډي ته رنګارنګ ځناور راوستل شوي و، د منډي شاوخوا تورلنکروزراودنوي ماډل ډېـري موټرې ولاړې وې ، ځان مې داسې ونیو چې ګواکې په مال ښه پوهـېـږم . یوڅوپسونه مې بیه کړل ، د ظالم زامنو وپېـژندلم چې خدای که به دې پسه او مېـږې توپیرکولای شم ، خوبیا هم ځان مې ډېـر استـاذ استاذ کاوو، یوچامې په مټ لاس کېښود ، ګاونډیان مې و، روغـبړمې ورسره وکړاو ترې ومې پوښتل ،څنګه څه شی مو واخیست ؟
 ــ اه والله ، توبیا یک دفعـه دندان شه سیل کو ، توخومی فهمي لالا سرور.
مجبورشوم ورسره لاړم ، یوسـېرلی یې دېوال ته درولی و، یوکس په غاړه کې ټینګ نیولی و. په سېرلي مې لاس راتېـرکړ ، نامې خدا ، چی یک شی خریدی ، خداخوبش کنه .
 ـــ لالا سرور ! دندان شه بیــبی ، گوشش سیل کو ، عیبی خونیست ؟
د سېرلي خوله مې سـره کش کړه ، خوپه دې نه پوهېدم چې څه ورته ووایم ، په دې وخت کې مې پام شوچې سېرلی په یوه سـترګه ړوند دی ، مالا ځان خبرې ته جوړاوه ، چې یوه سړي په څنګ ووهلم ، خـړڅادرې اغـوستی و، بیایې ټینګه غـېـږ راکړه .
 ــ کـجاستي ناجوان ، بیخی یادم نمی کنی .
ومې نه پېژانده ، خو په ټيټ غـږیې راته وویل
ـــ عیبی شه پُت کو ، شـېرنی ته بیگی .
پوشوم چې وډارشو، په زړه کې مې راتـېرشول، چې راځه پرده پرې واچوه، په بدل کې به یې ښه مال ترې واخلې ، د تایې څه چې خلک په غـم اړوې ، خپله ګـته دې کوه ، ګـته .
 ووټ مې د ځان په نفـــه وکاراوو ، گاونډیانو ته مې وویل .
ــ بیخي جوان است ، نوش جانت .
ـــ خیربـیـبـینی لالا سرور، دل ما جم شد .
ترڅوچې مې له دوی څـخه ځان کیـښ ، د خـړڅادرواله یوې رمې ته ځان رسولی و، ژرپسې ورغلم او پرې غـږمې کړ.
 ـــ چی کدی حق مرا ، مره نی .
ـــ حقـه چی مینکنی ، خوش کو بزه خوش کو، که مفت بتمیت ، ناجوان .
په غـوړه مالۍ مې ورته وویل .
ــ خیـر بـیـبـینی ، ما خو والله گه شناخته باشم ، بسیارببخـشي .
ــ نی تو غـریباره کی میشناسی ، خوگمشکو، بزه خوش کو ، که ناوخت میشه .
په زړه کې مې ترې مننه وکړه ، په یومست سیرلي مې لاس کېښود .
ـــ یره چند میتی ؟
ـــ مفت ببر، قربان سرت .
ـــ نی ، چرامفت ببرم ، قیمتـش اگه بگوی .
رانږدې شو او په ټيټ غــږیې راته وویل .
ـــ توچارهـزاربتی ، والله که دیگه ده هزاربته اگربتمـش ، خوکسی رانگوی که مام غریب مردم استیم .
 ژرمې جېب ته لاس کړاو څلورزرګونه مې ورکړل ، سخت خوشاله وم ، په څلورزره خوپه کابل کې څوک پیشونه درکوي او ده ماته دومره غـټ سـېرلی راکړ، کوردې ودان شي ، ده رابانې غـږکړ.
 ـــ برو یک رسپانه بیار، یـره امتو برده نمې تانی .
په پوړي پسې له ګنجه راووتم ، پـړی مې واخیست ، بېروبارډېرو، ځان مې رمې ته ورورساو، ترخپل سېرلی مې پړی راتاوکړ، خوچا دشاله خوا به لغـته ووهلم ، ترڅوچې مې ځان ښه اوبد ته چمتوکاوو ، څوکسه کوچیان راتاوشول او په غوسه سره یې راته وویل .
 ـــ شـرم نه لـرې ، غـټ سړی یې او غلا کوې ، داڅوم څاروی دی چې ورکېږې .
حیران شوم ، چې داڅه وایې ، په قهـرمې ورته وویل .
ـــــ څـه پرتې ولۍ ، زه او غـلا ، داخومې دا اوس په څـلورزره افغانۍ واخيست .
ـــ پرتې خوته ولې ، له چا دې واخیست ؟
شا خوامې وکتـل ، زما ناجوان نه و.