د زرو بت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53130
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-01-24

   د سرو زرو بې ژبې ، بې خولې او بې روحه بت ډېر غټ او دروند و ، څو څو وارې پرې د غلو جوپې راغلې خو دا بې څښتنه سوچه د زرو بت دومره دورند و لکه د لاجوردو، لالونو او زمرودو تور تور غرونه ، وړل او خوړل يې د يوه غله ، دوه ، درې غلو او يا هم يوازې د کوم ګاونډي د وسعې کار نه و، نو ځکه د نړۍ د هر ګوټ نه ډله،ډله مسلکي غله راغلل او بت يې وويشه چې په اسانه يې څوک لاس پرې کړي، څوک پښې ، څوک سترګې ، غوږونه او ٠٠٠٠بې روحه او ويده بت غوڅ ، غوڅ , ټوټه ، ټوټه , لاس لاس او پښې شو خو تر اوسه يې غله د وړلو، خوړلو , عضمولواو خپلولو جرات نه شي کولای ٠