کله کله سترګې ورپسې ډېرې وګرځوم خو چې په نظر رانه شي ، له سترګو هېره شي او تېره شي ، دوه درې زره ګامه مې پسې وهلي وي پښې مې ستړې وي پلۍ وي سوځي او څړيکې وهي خو نه پوهېږي چې چېرې تللې وې ولې تللې وې او څه ګټه يې وکړه ٠ لاسونه مې هم ځوړنداو تش راستانه شي خو د تشوالي احساس خپله نه شي کولای ، غوږنه مې هم ښکالو اوري خو چې نه يې ويني چرت يې هم خراب نه وي، فکر مې هم پرېشانه وي راټول شي او زړو کيسو پسې بيا نه ګرځي، ژبه چې د خبرو ژرنده ده هم پرچاو شي ودرېږي , غلې شي او بېرته چالانه شي خو زړه مې که خوشاله و نو بيا بويه چې په دې ارته او وېړه نړۍ کې هم نه ځايږي او که اندک خپه و نو بيا خو موټی څه چې ان په ګوتو کې هم ځايږي زړه عجب غړ دی په رښتيا چې د هر انسان پاچا دی او په هر څه ډېر ښه پوهېږي