په ټولنه کې د ځان ارزښت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53284

دخبریدو نیټه : 2013-02-03

 لیکوال قاسم علی شاه
ژباړن: عطاءالله خان حیران


دا نړۍ هغه خلک ځان ته رابولي چې ددې نړۍ لپاره مهم نه وي لکه څرنګه چې یوشمير خلک د خاورولاندې خزانې پټوي، داسې ډېر خلک شته چې د دسترو هستیو د یاد خزانې او مینه په خپلو زړونوکې پټې ساتلي دي.
د سمندر یوه ځواکمه څپه سمندر په منځ بیلولی شي، وړې وړې تیږې د تیزو اوبو سره بې اختیاره درومي.
د نړۍ تاریخ په دې خبره باندې ګوا دی چې کومو شخصیتونو ددې نړۍ لپاره خدامات کړي دي د ې نړۍ سره یې مینه کړې ده او دا نړۍ یې خپله نړۍ ګڼلې ده او ولس ته یې د امن درس ورکړی دی، که نن دوی نه شته او له دې نړۍ سره یې مخه ښه کړې ده خو ددوی نومونه نن هم ژوندي دي یادیې ژوندی دی فکر یې ژوندی دی.
د حیرانتیا خبره خو دلته ده چې اخر په دې خلکو کې داسې څه و، چې هغوی ددې نړۍ لپاهر مهم ول او ګڼل کيدل، زه داسې فکر کوم که نن ټول انسانان په انسانیت باندې ویاړي نو کیدای شي دهغو سترو انسانانو د کارنامو له امله وي.
د د غو ټول شخصیتونو د عظمت مهم راز دادی، چې هغو خپل ذات د دنیاوالو لپاره قیمتي اوزړه راښکونکی جوړ کړی و یانې خپل شخصیت یې په خپله ټولنه کې ساتلی او مهم کړی یې و، له همدې امله خویې د خلکو په زړنو کې ځای موندلی او ترننه یې یاد ژوندی دی.
چې د اردو شاعري خبره کيږي د غالب نوم به په کې ضرور یادیږي، که ده پښتو شاعري خبره کيږي نو ستر خوشال نوم به ورسره ضرور یادیږي که د خودۍ فلسفه خبره کيږي نو اقبال به په کې ضرور یاديږي چې دا ژبې وي دوی به هم وي هیڅوک په هیڅ قیمت ددغو شخصیتونو نومونه نه شي ورکولی ددوی نومونه د تاریخ په زرینو پڼو کې خوندي دي.
که چيرته د عدم تشدد خبره کيږي نو ښکاره خبره ده چې د فخر افغان خان عبدالغفار خان بابا نو به ورسره یادیږي که د ایجادات سلسله وي نو غفارخان ایډ سن به خلک نه هیروي چې دا دنیا وي ددوی نوم به خوندي وي د ټولنې په هرڅانګه کې د عظمت خاوندان شته دي چې په خپله برخه کې یې جدوجهد کړی دی مبارزه یې کړې ده نو ځکه په ټولنه کې نن خپل ځای لري. پوه خلک په دې باندې پوهيږي او په دې ارزښت باندې هغوی پوهیدلي و چې ترهرڅه نه لومړی مهم انسان ته خپل ذات دی، ځکه که چيرته زه نه یم خو هیڅ نه شته زه یم چې هرڅه دي دا خبره باید په یاد ولرو.
نو ځکه تیروبریالیو شخصیتونو ته وګور او ژوند یې مطالع کړو هغوی کور پریښی، کلی یی پريښی خپل خپلوان یې پریښودي دي مطلب هرڅه یې پریښودي دي خو له خپل دریځه نه دي په شا شوي هر ډول کړاونه یې ګاللي ربړې یې پرځان منلي خو له خپل دریځ نه نه دي په شاشوي، ځکه بې دریځې هم د انسان لپاره ښه نه وي چې نن په یو دریځ یې سبا بل دریځ په ژوند کې دريځ مهم ګڼل کيږي باید هرانسان خپل خپل دریځ ولري.
تاسې چې څه وغواړئ ترلاسه کولی یې شئ خو ددې لپاره تاسې باید لومړی خپل ذات مهم کړی شخصیت جوړونه مهمه ده پوهیږئ دقیمتي ذات موخه څه ده؟
که چيرته په کومه غونډه کې ستا شتون او نه شتون په غونډه څه اغیزه نه لرله نو داسې غونډې ته ستا تلل څه مانا که دې نړۍ ته ستا رتللو باندې په دې نړۍ کې څه توپير رانغی که چيرته ته
له دې نړۍ نه درومې نو بیا به هم څه توپير رانه شي، نوپرهمدې پار نړۍ ته ستاسې راتلل ستا لپاره بې فضوله ول.
ته د نړۍ لپاره هغه وخت مهم کيږې چې په سر اور یوسې او خپل ولس ته رڼا ورکړې نه چې د ولس په سر اور بل کړي او خپل کور ورباندې رڼا کړې
لکه شاعر چې وايي
همارې دم سی زنت انجمن کي
هماري یاد هوګي هم نه هونګې
په یاد ولرئ ستا سې لپاره مهم ستاسې ذات دی نو پرهمدې پار باید ډېره پانګونه پرخپل ذات وکړئ ددې پانګونې لومړي سوالونه له دې ځایه پیل کړئ.
،، ژوند یو امنت د ی چې تاسې ته په لومړي ځل درکړل شوی دی دا موقع تاته بار بار په لاس نه درځي ددغه ژوند په بدله کې تاسې څه کول غواړئ؟
که تاسې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او د تل لپاره مو ورسره مخه ښه وکړه نو څه به ورته پرېږدۍ ؟
ددغو دواړو پوښتنو ځوابونه له ځانه سره ولیکئ ښه فکر ورباندې وکړئ تاسې ته به ستاسې د ژوند مقصد مالوم شي که له مو چې د ژوند موخې وموندې نو له هغې نه وروسته دهغو موخو د تر لاسه کولو لپاره جدوجهد پيل کړئ نو بیا ستاسې هڅه او هاند ه پوره اړه لري.
ښه ښه کتابونه واخلئ او مطالع یې کړئ د کتابونو لوستل ستاسې په علم کې اظافه والی روالي ستاسې مالومات زیاتوي، مطالع انسان د عظمت پوړيوته پورته کوي، هغه کتابونه لولئ چې ستاسې اخلاق پورته کړي زموږ په هيواد کې د کتابونو لوستل داسی عام نه دي لکه په نورو هيوادونوکې چې دي، زموږ ځوانان چې وخت پيدا کړي یا په ډرامو باندې خپل وت وژني او یا په فیسبوک باندې د پرمختللو ولسونو د بریالیتوب راز له کتاب سره مینه ده هغوی یوازی نه چې کتاب سره مینه لري بلکې ښه پوره ګټه ورنه پورته کوي ژوره مطالع انسان ته ژورمالومات ورپه ګوته کوي، په نوره نړۍ کې چې خلک وخت پیدا کړي نو په لاس کې به یې کتابونه نیولي وي او لولي به یې تاسې باور وکړئ په نورو هيوادونو کې چې څوک د خپل ځوی لپاره خیښي کوي څوک نجلۍ غواړي، لومړی د نجلۍ کورنۍ د هلک کتابتون ګوري او د هلک کورنۍ د نجلۍ کتابتون نوپردې اساس کتاب ستاسې د ژوند پانګه ده.
د خپل ذات په هکله غور او فکر وکړئ تل په دې هڅه کې ووسئ څنګه کولی شئ چې په خپل ذات کې مثبت بدلون او ښه والی راولئ، دا نړئ د مهربان پاک الله ج په لاس لیکلی ښکلی کتاب دی، هروجود په دې ویلو باندې مصروف دی چې زه هم موجود یم.
مولوي بلخي د شپیلۍ په غږ باندې غور وکړ فکر یې ورباندې وکړ په دې لړ کې ورته جوته شوه، چې دا خو د جدايي د بیلتون کیسې کوي، دردمن خلک هم له الله ج نه د لرې والي کیسې کوي، غور او فکر دومره اړین دی چې په په سپیڅلي او رښتیني کتاب قرآن شریف کې یې څوځلې یادونه شوې ده.
د خپل ذات د ارزښت په اړه ټرنینګونوکې ونډه وخلي سمینارونه باید په دې هکله جوړ شي چې موږ په ښه لور رهبری کړي او زموږ په پرمختګ کې ښه مرسته کولی شي.
دریغه چې زموږ په هيواد کې داسې ګټورې غونډې جوړېدلی چې زموږ په پوه کې زیات ولی راوستی شوی زموږپه هيوا د کې داسې سیمنارونه په نشت حساب دي چې زموږ ځوانان په کې وروزل شي او له نوي نوي مالوماتونه برخمن شي.
په یاد ولرئ په ځانګړي توګه ځوانان باید په ګټورو غونډو کې ګډون وکړي کله چې کوم عالم وینا کوي کله چې هغه د خپل ژوند تجربه بیانوي نو ځوانان باید له ځانه سره کاغذ او قلم ولري چې مهم ټکي باید ورنه د یادښت په توګه په کاغذ خوندي کړي ترڅو ورنه په خپل ژوند کې ګټه پورته کړي، په علمي سیمنارونو کې ګډون ستاسې په پوهه کې زیاتولی راولي ستاسې مالومات زیاتيږي او نوې نوې خبرې په کې اورېدی شئ.
،، د يو ښه پوه انسان په غونډه کې ګډون اوپه مجلس کې یې ناسته له ۱۰۰۰ کلنوعبادت څخه غوره ده،،
له څو کلنونه زه د ځان د ارزښت او د خپل ذات د پيژندنې په هکله غونډې جوړوم چې ډېره ښه پایله یې لرلې ده.
دخپل ذات د ښه والي په هکله باید داسې علم او فنون ولولو چې په موږ کې پتې ویدې وړتیا وې راويښې کړي ددې لپاره هیپناټزم ډېر ښه دی، نیورولنګیوسټک پروګرامینګ ) د نن ذهن په کار ولو کې ښه علم دی مراقبه، یوګا، ورزش هم ښه دی ذهن ورسره تیزیږی.
د یادونې ده چې داخبار لوستل ، بحثونه هم د انسان په پوهه کې ښه رول لوبوي د انسان مالومات ورسره ډېریږي، په ادبي بحثونوکې په علمي بحثونوکې ناسته پاڅه په ځانګړي توګه د ځوان کول لپاره ډېره ګټوره ده.
سیل چکر له طبیعت له ښکلاګانو نه خوند اخستل په انسان کې د ښکلاحس پیداکوي.
په یاد ولرئ په خپل ذات باندې پانګه اچونه ستاسې پټ صلاحیتونه روايښوي.