ټکنوکرات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53514
احمد فرزان
دخبریدو نیټه : 2013-02-12

 


په افغانۍ تذکره شرمیږي خو امریکايي پاسپورټ يي د مخ په جیب کي ایښی.
دلته یوه لویشت نه لري خو په دوبی او امریکاکي يي بنګلې ولاړي دي.
د لته په پلور اخته دی او هلته په پیر.
دلته يي د پلاراو نیکه هډونه لاخرڅ کړه خو هلته په رانیولوستړی سو.
دلته په بانک کي یوه افغانۍ نه لري خوسویس بانکونه يي د پیسو حساب نه سي کولای.
پيژنئ يي څوک دی؟
په ظاهره روشنفکره دی ، خو په باطن کي سیاه فکره.
رنګ او جوله يي د مدني انسان ده، خو کړه وړه يي د بدوي دي.
په خوله کي يي دموکراسي ده خو په زړه کي يي دیکتاتوري.
نارې د بشري حقونو وهي خوکاريي دی حق تلفي.
پيژنئ يي څوک دی؟
فکروکړئ!
طالب نه درښیم.
مجاهد هم نه دی.
خلقي خوبیخي نه دی او پرچمی هم نه دریادوم.
تیکنوکرات دی ، تیکنوکرات
دلته ډاکټردی ، هلته چخچلان.
دلته امیردی، هلته فقیر.
دلته متخصص دی هلته د هوټل مزدور.
دلته يي خپله پزه په دسمال پټه کړي وي خو هلته يي د بل خولې ته دسمال نیولی وي.
دلته له خلګوسره په خبروکولو شرمیږي خو هلته د سپیوپه مینځلوهم دشرم احساس نه کوي.
هو! دا ددې وطن نه دی.
دی لکه پردی سپی چي په رمه ګد سوی وي.
دی له دې وطن سره مینه نه لري.بلکی یوازي د پیسوپيداکولولپاره راغلی دی.
دی وپیژنئ او په غوړو خبرو يي مه غولیږئ.
دده اوښکي د تمساح دي.
شیدا خو دده په هکله ویلي دي چي:
چې لیده پکې اثرد الم نه سي
څه حاصل لکه شبنم له چشم تره