دوطن پرستۍ شعار دهرسياسي مبارز په ژبه وي ، خولاهم په هيواد کې ناورين ورځ تربلي توديږي ،که داشعار څرنګه چې په خوله ويل کيږي له زړه وي اوپه عمل کي پلى سي ښکاره خبره ده چي ناخوالوته به هم دپاى ټکى کښېښودل سي ، زه داسي انګېرم چې ددې قلم رو اکثرواکمن اشخاص به ملت پاله وي خو ددوى ترمنځ دجنګ جګړولامل سوء تفاهم ګڼل کيږي . ترډېره حده افغانان دسمسورافغانستان په موخه مبارزه کوي خو سياسي مخالفت يې ځکه نورهم کړکېچن کيږي چې دلانجې دحل لپاره يې يودرېيم ګړى واقعيت بين ترمنځ شتون نلري .
ددې خبري تصديق مي دوه واړه ماشومان کوي :
دښوونځۍ دوه زده کوونکي په لږه فاصله کې يودبل په وړاندي ناست دي ، يوځمکي ته ځير دى اوهغه بل ورته لښته په لاس په پرځمکه يې (٧) اووه ورته ليکلي دي ، اومخاطب ماشوم ته وايي دا اووه دي خو هغه ورسره قناعت نه کوي ورته وايي دا (٨) دي معلم صاحب خو ويل چې ښکرونه يې لاندي وي اته دي اوکه لوړ وي اووه کيږي دا اته دي اووه نه دي ،
دغو وړ يوبل ته قناعت نسو ورکولاى خو په حقيقت کې دواړه پرحق ټينګ ولاړ وو،
ما د دريم ګړي په توګه د دوى په منځ کې مداخله وکړل دواړه مي په دې قانع کړل چې آفرين دواړه حق واياست دا عدد اووه دى خو اته هم کېداى سي ، په دې منځګړيتوب سره ددوى ستونزه حواره سول .
دا هغه ددرې شيلي اوشپېته خبره ده چي يوشى کيږي ، دافغانستان سياسي مبارزينو راسي چې خپله د اووه او اته تفکيک وکړو او يا هم د درېيم ګړي خبرو ته غوږ سو چې واقعيت راته په ګوته کړي، که نه نو په هيواد کې به مو ناورين سر پرسر روان وي لکه دثور اوومه او اتمه چې هره يوه يې دناخوالوزېږنده ده.