يو سړی پر لاره تېرېده چې ناببره په يوه لويه او ژوره کنده کې پرېوت ډېر ټوپونه يې وکړل خو ، له کندې په راوتو بريالی نه شو، ستړی او ناهيلی په سوچونو کې ډوب شو، يو بل سړی پر لاره تېرېده چې لېوانو پسې واخسيت يخوا ديخوا يې ډېرې منډې وکړې سترګې يې ډېر واچولې خو داسې ځای او شی يې وه نه موند چې د لېوانو له شره پرې ځان خلاص کړي، همداسې په منډه و چې تر کندې راورسېده ، د اوبو څپو راخيستی و نو ځکه يې زګ ته هم لاس وراچولو، د کندې په ليدو خورا خوشاله شو او غوښتل يې چې سم له واره ځان ورواچوي، لاندينې سړي ور غږ کړ پام چې را ټوپ نه کړې ګنې دواړه به هلاک شو، څادر دې را ځوړند کړه او ژر لاس راکړه چې زه درووځم ستا ژوند وژغورم او ته به زما ژوند وژغوری، لېوانو چې د لانديني سړي خبره واورېده او د يوه انسان د دوو لاسونو په ځای يې دوه انسانان يوه خوله او څلور لاسونه وليدل، ډله لېوان داسې وتښتېدل چې بيا يې چا يو پل هومره هم پيدا نه کړ٠