د تونس موټر منځنۍ ښیښه ماته وه ، څو اوږده پلاسترونه یې پرې لګولي وو ، د باد شڼهاری خوت ، ما او ترڅنګ ناست ملګري ته خدای همدا څوکۍ په برخه رسولې وه ، د نورو ښیښې ښې وې بدې نه وې ، د باندې وچې لغړې ونې یې لیدلې چې په ډیر سرعت سره پورته تیریدې ، ټول غلی ناست ول ، یو دم د موټر دبریک اواز پورته شو؛ ټولو جټکه وخوړه ،موټروان شاته ناسې سپرلۍ په یو ډول داسې انداز وکتل ، چې ویره له ورایه پکې ګډه وه ، ده وویل : پاټک دی ! زما د ملګري وړې سترګې نورې هم له قهره سره ورغلې ، په خوله کې اچولي نسوار یې د خپلو پښو لاندې ، وغورځول له ځانه سره وبوږنیده دا د سپیرو زامنو بیا دلته پاټک اچولی دی . یو کس موټر ته سر د ننه کړ ، د بار والا دې راښکته شي ، بیایې هغه ته وویل :
- ولې رډ رډ را ته ګورې .
- ومې ویل چې راښکته شه .
ملګري مې په خواره خوله وویل :
د خدای روی ته وګورئ ترې خلاص مې کړئ ، واړه ماشومان مې پاتې دي .
ټول چپ وو د هیچا له خولې غږ نه وخوت ، په ژړه غونې اواز یې دایوه خبره وکړه .
دا ځل یې په رښتیا راسره خپله تربګني و پاله له . هیچا هم ځواب ورنه کړ . دا غوستي خړ پټو شملې یې پسې ځړیدې او له موټره ښکته شو .