ژوند څه شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53715
عبدالاحد جبارخیل
دخبریدو نیټه : 2013-02-22

 

زه به هغه خواږه وختونه بیا ترلاسه نه کړمه. ها وختونه چه زما شاوخوا یاران دوستان ول. زما یوه وړه دنیا وه واړه خوبونه او واړه سوچونه. ماسره هیڅ شان ویره نه وه. نه می مرګ پیژانده نه بله کومه یره وه اونه د کوم ځان مرګی خطره وه. ځان به می په خپله دنیاګۍ کی ډیر خوندی احساسوه. ډیره ساده زندګي وه مګر د خوشحالی ډکه. مونږ به نورو ماشومانو سره لوبی کولی. ورونو به ودګلم خو بیا به هم زړه می نه صبریده او د هغوی سره به می په پټه لوبی کولی. کور کی به هر چا راسره مینه کوله، په ما به چا د کار غږ هم نه کاوه ځکه چی کوچنی وم. سبق به می هم ویل، نور درسونه به می هم ویل.
خو چه څنګه وخت باندی وخت تیریده همداسی په مابه هم وخت تیریده. زه هم لږ شانتی غټ شوم. خپل ځان می مسئول احساسوه. وخت بدل شو، خلک بدل شول، ډیر نا اشنا شیان می ولیدل.ما خپله هغه دنیا چه د خوشحالی ډکه وه په بل رنګ وکته. دا ځل زما هغه دنیا نه وه، ټولو خلکو سره د هر شی ویره په هر وختی وه،چا ځان خوندی نه محسوسوه، چا خپل د لاس شی چاته نه ورکوه، چا په بل اعتبار نه کاوه، نور نو دخوشحالیو هغه څیری ما په خپل ژوند هم و نه کوت. دوطن څخه هم جلا شومه، مور او پلار،کلی،کور،ورونه،یاران دا هر څه را نه پاتی شول.
بیا به خوشحالی را نه شی بیا به سوکالی را نه شی بیا به هغسی خوبونه هم را نه شی. نور د خوشحالیو تمه نه لرمه. نور که هر څه راځی هغه به خامخا غم وی،ځکه د خوشحالیو کومه وجه نه ده پاتی.

خو بیا هم یوه هیله شته

پونه، هندوستان
۲۰/۰۲/۲۰۱۳