دحج يونليک:
په ژمي کې دوبى
ترمينل ته له رسېدو وروسته نو د هر حاجي لومړى کار د سعودي سيم کارت اخستل او خپلو کورنيو ته د رسېدلو ډاډ ورکول وو.
همدلته د يوشوکيس شاته ځوان هلک ناست وو ګڼ سيمکارتونه اوکرېډېټ کارتونه يې مخ ته ايښي و، حاجيان پرې ور مات شول، د سيم کارتونو پېرل پيل شول،هلته هم څوټيليفوني شبکې کار کوي،موږ نه پېژندلې او نه مو انتخاب کولى شو، يوسيم کارت په پنځه ويشت رياله وو، او پنځه ويشت دقيقې کرېديت پکې وو،ماهم يو سيم کارت واخست ،ټيليفون ته مې واچاوه خو کار يې نه کاوه، سره له دې چې د سيم کارتونو په پلورونکي، چې په عين وخت کې صراف هم وډېر بيروبار و خوورغللم او مرسته مې ترې وغوښته هغه هم زما ټيليفون واخست سيم کارت يې پکې تاو راتاو کړ خو ونشو، ويې ويل چې ستا ټېليفون خراب دى، پر هغه بيروبار ډېر و ماهم ډېر ونه چېړه،ګورم چې څوتنه نور هم له همدې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي، خير له ډېرو هڅو وروسته مې سيم کارت فعال کړ.
کورته مې زنګ وواهه وروسته مې چې خپل کرېډيټ وکوت نو دهرې دقيقې په سر يې رانه ٣،٧رياله ګرځولي وو، زما سيم کارت (مبايلي )کمپنۍ او نمبر مې ٠٥٤٤٤٣٩٩٨٣ووچې له ټيليفون نه ورګار شوم نو سيم کارت پلورونکي راباندې غږ کړ چې ورغلم ويل يې له خلکو سره په ژبه نه پوهېږې له ستونزو سره مخ دى، له مايې د ژباړې هيله وکړه ماهم له څو تنو خلاص کړ.
دلمانځه وخت و،اوداسه ته لاړم چې اوبه مې راپرېښودې سمې ډېرې تودې وې، ما ويل سهوه شوى يم ،يواځې دتودو اوبو نل مې پرانستى دى راځه تودې او سړې يو ځاى کړه خو په دواړو نلونو کې سړې اوبه نه وې، هوادومره ګرمه وه چې دنل اوبه لکه په اور چې تودې شوې وي، د ماسپښين لمونځ مو مسافرانه وکړ.
دهوا تودوالي واسکټ هم راباندې دروندکړ.
له موږ لږ وړاندې د مالېزيايي حجاجو الوتکه راغلې وه، دهغوى پر پاسپورتونودخولي وهل ،له عکس سره د شخص کمپيوټري کتل او...ډېر وخت غوښت ،هغوى لسو غرفوته کتار ولاړ وو کوم يوساعت موږمنتظر وخو څوکۍ پرېمانه وې څوک ولاړ نه پاتې کېدل د هغوى له خلاصېدلو وروسته موږ همدې لسو غرفوته په نوبت ودرېدو ،دهر چا ويزه ،د پاسپورت نمبر، دګوتو او سترګونښې په کمپيوټري کامرو کتل کېدل،کار ډېر دقيق او ددرغلۍ امکان کم ووله دې ځايه تر فارغېدلو وروسته يې زموږ بيکونه راکړل خو يو ځل بيايې په يو بل ځاى کې همداسې غرفوته کتار ودرولو، په نوبت يې رانه پاسپورتونه واخستل او څه کوچني کوچني کمپيوتري سټيکرونه يې پرې ونښلول،موږ ته دا سټيکرونه اضافي او نا اړين برېښېدل خووروسته جوته شوه چې داهم د کار شى دى، چې وروسته به يې پخپل ځاى کې ورته اشاره وکړو .زه په کتار کې ولاړ وم چې يو تن پکولي مې پر اوږه لاس کېښود:((اوجوانيمرګ ايجه چى ميکنى))ګورم چې محمد شريف حنيف رباطى مې شاته ولاړ دى ، رباطي د حج او اوقافو وزارت مشاور او د افغاني بعثې غړى دى، نو موړى زماپخوانى ملګرى دى، زما کتاب (ښځه په اسلام کې )دواړه ټوکه اتلس کاله وړاندې هم ده کمپوز او ډيزاين کړي دي له دې ځآيه چې ووتو نو دافغانستان ٣٠٣ته ورته موټرو ته بوتلل شو ،سامانونه يې په ځانګړې کراچۍ کې راوړل،او په لفټ يې د موټر سرته پورته کړل. داهرڅه حاجيانو ته دسعودي دحکومت لخوا دجنوبي اسيا مکتب له لارې نيول شويومزدورانو کول .
مازيګر لمونځ مو هم همدلته وکړ، لمر پرېواته مکې ته روان شو