د ملي سرود غږ شو ټول ودرېدل پر ما خپل ملي سرود ښه نه لګېده ، يوازې د افغان ټکي د حرمت، عظمت او د غونډې د نزاکت له مخې زه هم له خپلې څوکۍ راپورته شوم او سرود ته لاس پر ځيګر ودرېدم ، خو کله چې سرود ( دا د پښتنو، تاجک ، ازبک او٠٠٠٠٠ وطن ) ته راورسېد نه پوهېږم چې ولې مې سترګې له اوښکو را ډکې شوې او ښي لاس مې ورو ورو د زړه بې واره درزا له ځيګره پرېيسته ٠
له سهاره مې زړه هيڅ بې هيڅه موټی موټی کېده او روح مې هم د ژوند د ټولو ښو وسايلو سره سره نيولی او خپه ښکارېده٠
سرود پای ته ورسېد ټول کښېناستل او د ( د ډيموکرانسۍ د ودې او ملي يووالي د ارزښتونو ) غونډه پيل شوه ، زه غلی د لاسي ټلفون له لارې د انټرنيټ نړۍ ته ننوتم پر سره رنګ ليکل شوي غټ خبر مې سترګې ولګېدې ( ٠٠٠٠٠بالاخره ولسمشر په نويو برېښنايي تذکرو کې د افغان پر ځای د خاص قوم ، ژبې ، خېل خېل او زاد زاد درج کېدا ومنله٠ )
زما د سينې وچ هډوکي بيا د زړه ټوپونو سره وښورول ژر مې پر نا ارامه زړه خپل غبرګ لاسونه کېښودل او سوچونو په مخه کړم د دريځ ( سټيج ) شاته د ولسمشر لوی تصوير پر دېوال را ځړېدلی و ، د مغلو شنه چپن ، خړه پړه قره قل ، مۍ وريجې بونډۍ ږيره او پر شونډو يې د جبر مصنوعي موسکا٠
په همدې شېبه کې مې يو اشنا کس تر سترګو تېر شو ښکلي ګلان يې په لاس کې ول، نيغه ولاړ او ټول امېل يې د ولسمشر تصوير ته ور تر غاړې کړ٠
ما ته يې څېره او غږ دواړه اشنا ول ، چې کوچنی وم تل به مې د ټلوېزيون پر پرده ليده او تل به يې په خپلې هرې وينا کې ( افغان شوروي او روس برادر بزرګ ما٠٠٠٠) ويل له ما يې نوم هېر وم ، خو د دريځ له ويناوال نه مې اورېدل چې ويل يې : ډېر افسوس دی چې د مجاهدينو په يونيفورم او حکومت کې د کارمل شوم اهداف يو يو عملي کېږي او هره ورځ مو د تن يوه برخه په شعوري او رسمي بڼه پرېکېدو ته اړيستل کېږي٠ شيخ ويناوال ويل : بس دې نور مو د جهاد جاړه د خوار ولس هډوکو ته ورسېده ٠
اټک یوسفزی