یوکلیوال بل ته ویل،بوی ډیر سوی د پسات
خدای خبر تقدیرمو دکوم بد عمل اخلي کسات
که محرر دی که معلم دی که میراو دی که کاتب
چی مقرر سي د هغه اوله بسم الله ده په پسات
د ولس زړه له دولتی مامورینو سوی مات
څه وکړو دهغو ژوند هم ګران دی بې پسات
***
ولسوال ، سرمامور او قاضي غواړي سوغات
ښاروال ، ترافیک ، برقی هم اخته دي په پسات
له پولیسو له لاسه دخلکو دجیب کولپ سو مات
والی،کو مندان مفتي وایي دلته شکر نسته پسات
ټوله پوهیږي پسات داسې سوی لکه خوړل د پات
څه وکړودکارمندانو ژوند ډیر ګران دی بې پسات
***
وکیلان پیسې اخلي له وزیره په رایه او برکات
په پارلمان کې بیا نارې وهي ډیر سوی دی پسات
دټولو قراردادو خوري وزیران او رییسان زکات
د وزیرانو په جلسه کې ټوله سر ټکوي د پسات
زموږ د دولتي مامورینو ډیر سوي دي اخراجات
څه وکړودکارمندانو ژوند ګران دی بې پسات
***
خلکو د قضا اوفسادله غرتو سره وکړبایکات
یو واکمن هغوی ککړ نه کړ دلته په پسات
قضا مو په غوږو کڼه ده څارنوال په ژبه تات
څه نه وایي له چا راوځي داخورابد بوی د پسات
ټولو بزرګانو ته روا ایسې دا د خیانت حرکات
د یوکال تنخواه تر لاسه کیږی په یو ساده پسات
***
د پسات ضدد ارتشا ضد او څارنوالي چوکات
چارې په بین المللي اسعارو کړې د هرپسات
له ملي وات رشوت واوښت سو په میګاوات
دې لیوني اټن کې ټوله اخته سوه په پسات
څوک نه مانجه کوي ان د ناروغانو دواجات
چاره نسته دوزیرانو ژوند ګران دی بې پسات
***
د واکمنو او زورمندانو له زوره قانون سو مات
هغه سوپه ټولنه کې بد چې ضد دی د پسات
په ژوند کې هره ورځ اضافه کیږي د بډو برکات
هیڅ څوک نه پوهیږي په دوا اودعا د پسات
دلته قانون سوی دې زورواکو ته خپله تات
څه وکړي قانون چې ژوند ګران دی بې پسات
***
عام خلک تل نارې وهی د خدای په جات
ولي جهاد نه کیږي دلته پر ضد د دې پسات
ځینې وایي موږ جهادي نه ، یومقاومت جات
تر څو موږیو مقاومت کوو په شتون د پسات
مشران وه کشران هم روږدسوه په رشوت جات
څه وکړي د کارمندانو ژوند ګران دی بې پسات
***
دنیاوالو ! دافغانانو خراب نه دی ذات پات
خراب دهغو دی چې کوي کړه وړه د پسات
بډو ته د بزرګانو خوله خلاصه سي اوتومات
دهغو د وړونو او خپلوانو کړه سوي دي پسات
دلته اور بل دی د خپلی چپنې دبڼ سات
د هغه د خپلوانو ژوند ولاړ دی په پسات
***
یولیوني مشر ته ځان کړ ډیر مات رامات
ویل ته او ستا بزرګان دي جرړې د پسات
آیا بډې، غصب د مځکو ، تحفه جات
اختلاص بې عدالتي نه دي ټوله پسات
ولي دنیا ختا باسې په اوتو بوتو او چټیات
سرنه خلاصوې دخپلو کارمندانو په پسات
***
تر څو مات نسي دا د ارګ بت د سومنات
د هغه په نس کې دي دوطن ټوله پسات
سترګې ولي پټو ې د پساتیانو په حرکات
ولي سترګې نه برګوې په خاوندانو دپسات
دخلکو زړه له دې نظامه سوی غوټ مات
ومنه ته او مرستیالا ن دي دي جرړه د پسات
***
دلته د پساتي ورځ په ورځ لوړیږي درجات
انسان ته خبره لرګی دی جګنات ته د پسات
پرتا په بشره انس په خوی جن دي رامات
ولس په لم ختا باسي داپلویان د پسات
لکونه ملکونه په بډه وهي هر د چارسو لات
ومنه ته او مرستیالا ن دی دی جرړه د پسات
***
تر اوسه تا ورکړي هر خاین ته مکافات
د پسات مافیا تا راوستې ته شریک یې د پسات
په چا باندې چې سي یو لوی خیانت زبات
ته خوري قسمونه چې نه دی کړي هغه پسات
تر هغه چې ته یې تر هغه به وي دا سورسات
دهغه ورځي په هیله چې ورک سي پسات
وییونه اوکنایې
وات ( عیب)،سورسات(دحکومت جبری حواله په رعیت)،تات ( تړتړی)، پات ( پاتی )، ، سات ( وخت) ، لات ( مفلس)
[ سترګی برګول] غوسه کیدل،په لم خطا ایستل( غولول