د یوې خیریه ټولنې مسئولین ديته متوجه شول چې یو ډیر مالداره وکیل یې په ښار کې ژوند کوي ، او تر اوسه یې یوه افغانۍ مرسته هم نده کړي له همدې کبله یې خپل کسان هغه ته ور ولیږل .
د خیریه ټولنې مسئول : محترم وکیل صاحب مونږ ستاسو په باره کې تحیقیق وکړ او متوجه شوو چې الحمدلله له ښو لاسته راوړنو څخه برخمن یاست پداسې حال کې چې هیڅ ډول مرسته مو زمونږ له ټولنې سره نده کړي، نه غواړی چې پدغه د خیر کار کې مرسته راسره وکړی؟
وکیل : آیا تاسو چې زما په اړوند تحقیقات کړیدي متوجه شوي یاست ...
چې مور مې له یوې دری کلنې ناروغی وروسته تیره اونۍ په حق ورسیده او دا دری کاله به څومره مصارف پرې شوي وي؟
د خیریه ټولنې مسئول: (لږ شرمندوکی غوندې شو) نه ، نه پوهیدم . ډیر تسلیت درته وایم .
وکیل : آیا په هغه څیړنو کې چې زما په اړوند مو کړيدي دیته متوجه شوي یاست چې ورور مې په جنګونو کې دواړه پښې له لاسه ورکړیدي او نه شي کولای کار وکړي ، یوه ښځه او پنځه اولادونه لري کلونه کیږي چې په کور کې اوسیږي او نه توانیږي چې د کورضرورتونه پوره کړي؟
مسئول : (سر یې ښکته واچولو ) نه ، نه پوهیدم څومره لویه ستونزه !
وکیل : آیا تاسو په خپلو تحقیقاتو کې دیته متوجه شوي یاستی چې خور مې کلونه راپدې خوا په یوه روانې روغتون کې ده او بیمه هم نه لري او په ډیر ټیټ حالت کې چې د درملنې توان هم نه لري ژوند کوي ؟
مسئول : (ډیر وشرمیدو) ویې ویل : ډیره بخښنه غواړم نه پوهیدو چې دومره ستونزي لری...
وکیل : ښه دا چې ما لدوی سره یوه افغانۍ هم مرسته نده کړې ، نو تاسو څنګه امیدوار یاست چې له تاسو سره به مرسته وکړم !؟