دکلي له ملا مي زده کړي وو چي دجمعې لمونځ تر يواځي لمانځه ٢٧درجي زيات ثواب لري . موږ ماشومان وو او له ځان سره به مو تکرارول چي دجمعې لمونځ تر يواځي لمانځه ډېره بهتري لري زموږ هم زده شو او دکلي دملا هم زده وو خو موږ دواړه نه ورباندي پوهېدو. مانا داچي دانه راته معلومېده چي راز يې په څۀ کې دى . لمر دپټپټاني د ماشوم غوندي له ورځي سره دپټپټاني لوبه کوله او دغره شاته يي ځان پنا کاوه. ما هم څلور رکعته لونځ وکړ او له جوماته راوتليو لمونځ کوونکو هم څلور رکعته لمونځ کړى وو ،خو ثواب مي تر دوى لږ وو او ددوى ثواب تر ما ډېر وو . اوس پوه شوئ چي بېلوالى عذاب دى ؟ او عبادت يې هم ديووالي تر عبادت لږ ثواب لري. ثابته شوه چي زما ثواب په دې نه وو لږ چي عبادت مي تر نورو لږ کړى وو، په دې لږوو چي له دوى مي بېل کړى وو اوس نو زه اتفاق ته ثواب او نفاق ته عذاب نه شم ويلاى ؟ اې په لمنځو ولاړو خلکو! ثواب په عبادت کي ډېرنه دى ثواب په يووالي کې ډېر دى . اويا وايو ثواب په عبادت کي دى خو په يووالي دثواب کار کول لاډېر ثواب لري . اې يوې کعبې ته ولاړو خلکو! ثواب مو په تنديو جنګولو کي نه دى ثواب مو په يوه تکبير تندي پرخاورو لګولو کې دى . اې يوې کعبې ته ولاړو خلکو! تند ي وجنګوئ خو له خاوروسره اودعجزدتعبيرولو او دعظيم خداى (ج) دعظمت منلولپاره خو تندي مه جنګوئ يو له بل سره اويوبل ته دخپل زور اوعظمت ثبوتولو لپاره .