فتوي نمبر(۶۹۶)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي : عبدالرزاق کراچی .
سلامونه اونيکی هيلي و محترم مفتي صاحب اودبينوا ومسئول خالدهادي او وټولوکارکوونکوته ډالی کوم،
وروسته ستاسو ودرانه حضورته داپوښته عرضوم :
چي که يوه لنګه ښځه مړه سوه او وروسته له مرګه يوکوچنی د دغی ښځی شيدي وخوړلي نودغه کوچنئ د دغه مړې ښځی اولاد بلل کيږي؟ حرمت درضاع په ثابتيږي اوکه نه ؟
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم:
کچيري يوه لنګه ښځه مړه سوه او وروسته له مرګه يوکوچني د دغی ښځي شيدې وخوړلې نودغه کوچنی د دغی مړې ښځي اولاد بلل کيږي ،اوحرمت درضاع په ثابتيږي . فقط [ص۳۴۴ج۱عالمګيري]..
.والسلام .