عبدالله احسان - هالنډ ۱ جنوري ۲۰۰۶
د ۲۰۰۵ کال په اګست کي چي کله مايکروسافټ د (د انګريزي ژبي) وينډوز ايکس پي په دننه کي د پښتو کاروني د اړتيا وړ توکي ( Update )وړاندي کړل ، دې کار د انګريزي ايکس پي کاروونکو ته د پښتو ژبي په ليکلو کي يوه داسي اسانتيا رامنځته کړه چي تر هغه وخت مخکي يې بېلګه نه وه . مګر ډېر هغه کسان چي د کمپيوټر د وينډوز ژبه يې انګريزي نه وي دمايکروسافټ له دې پروګرام څخه کار نه شي اخستلای هغوی د ټول افغان له کيبورډ څخه کار اخلي .
يو شمېر هغه کسان چي غواړي په پښتوژبه برېښناليکونه وليږي يا يې ترلاسه کړي مګر وخت ناوخته په دې کار کي له ستونزو سره مخامخ کيږي لاندني معلومات وړاندي کوم :
د پښتوبرېښناليک لوستل يا لېږل :
که تاسو د hotmail ،yahoo يا دې ته ورته برېښناليک څخه کار اخلی دغه لارښود عملي کړﺉ :
يوشمېر هغه کمپيوټرونه چي پرخپل سردپرانستونکو اعلانونو ضد پروګرام يې انسټال کړی وي دپښتوليک په ښکاره کولو کي ستونزي پېښوي . هغه کسان بايدپښتوبرېښناليک داوټلوک له لاري ترلاسه او وليږي .
که تاسو Outlook Express کاروﺉ لاندنۍ لارښود وګورﺉ .