د باجوړ پيښه دپاكستان كوكارى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5425
غلام جيلاني ځواك
دخبریدو نیټه : 2006-01-29

غلام جيلاني ځواك
 پاكستان كي تر يودرجن ډيري ورځپاڼي شته چي تيراژ يي په ورځ كي له څو سوه زره نه نيولي او بيا تر يو مليونه اوړي، پرته لدي په سلهاوو سيمه ييزي ورځپاڼي، اوونيزي او مياشتني مجلي او بيلابيلي راديوګاني اوتلويزيونونه نشرات لري. پاكستان كي د ورځپاڼو لوستلو كلتور ډير عام دي، تقريباً هره مهمه ورځپاڼه په سل هاو زره لوستونكي لري، د تلويزيونونواو راديو ګانو نشرات د دي هيواد ګوډ، ګوډ كي ليدل كيږي او اوريدل كيږي، د پاكستان رسني دا پوره توان لري چي يوه موضوع په ټولنه كي مطرح كړي او دهغي په هكله د خلكو ذهنيتونو ته مثبت يا منفي لوري وركړي.
 دا څو ورځي كيږي چي د پاكستان ځواكمني ميډيا كي ترټولو توده موضوع پرباجوړ د امريكي الوتكو بريد دي، په اخبارونو كي مضامين چاپيږي، په راديو ګانو او تلويزيونونوكي د همدي موضوع په هكله ګردي ميزونه جوړيږي او خبري اتري راوني دي، دپاكستان په بيلا بيلو سيمو په واټونو كي مظاهري رواني دي، احتجاجي غونډي كيږي، د بيلا بيلو سياسي ګوندونو، ټولنيزو سازمانونو، متعليمنو او محصلينو د اتحاديو استازي په دي هكله څرګندوني كوي او خبرونه يي د رسينو لخوا د دي هيواد ګوډ ګوډ ته رسول كيږي.
 داسي بريښي چي ددي بريد له امله په پاكستان كي د امريكا په وړاندي كركه اونفرت ورځ په ورځ مخ په زياتيدو دى، په دي ټولو څرګندونو، مظاهرو، لاريونونو، اخباري مضامينو، راديويي او تلويزيوني خبرو اترو كي په دي خبره ټينګار كيږي چي په باجوړ بريد په حقيقت كي د پاكستان په آزادي او خود مختاري بريد دي، اود بلي خوا پاكستاني ميډيا د پيښي انساني اړخ ډير مخامخ كوي او دا وايي چي په باجوړ كي بي له كوم لامله يو شمير بي ګناه كسان ووژل شول او بله داچي پرويز مشرف د دي بريد وپه ړاندي ولي چوپه خوله پاتي دي، سره لدي چي دپاكستان لومړي وزير شوكت عزيز ددي بريد په وړاندي غبرګون ښودلي اودا بريد يي غندلي خو جنرال مشرف چي د پاكستان اصلي واكمن دي په دي هكله كومه خاصه څرګندونه نده كړي، يواځي دومره يي چي امريكا بايد ددي بريد په هكله قانع كوونكي دلايل وړاندي كړي.
 په ښكاره داسي ښكاري چي د پاكستان حكومت د پاكستان دخلكو او د پاكستاني ميډيا لخوا د ډير سخت فشار لاندي دي، خو په حقيقت كي داسي نده، آيي ايس آيي دا لوبه په ډيرمهارت لوبوي، آيي ايس آيي په دي پوهيږي چي په پاكستان كي د امريكا او نوري غربي نړي دهيوادونو سفارتونه د پاكستان رسني په ډير ځير څاري، نو آيي ايس آيي ددي مطبوعاتي كمپاين له لاري غواړي چي امريكا او نړيوال ائتلاف ته دا پيغام ورسوي چي ګواكي پاكستان د امريكا دبريد له امله د ډير سخت فشار لاندي دي، نو نور بايد داسي پيښي تكرار شي.
 دا كوم لومړي ځل ندي چي امريكايي پوځونه د پاكستان په خاوره كي دننه عمليات ترسره كوي، ترهګري سره د جګړي نه لاډير دمخه امريكايي پوليسود يوسف رمزي په نوم پاكستاني چي په امريكاكي د سي آيي اي د څو تنو په وژلو تورن وو، بي لدي چي پاكستاني سيمه ييز پوليس پري خبر وي، د پاكستان په خاوره كي دننه ونيو او امريكا ته يي يووړ، د سپتامبر د يوولسمي د پيښي نه وروسته په څو څو څل امريكايي پوځونو د پاكستان په خاوره كي دننه عمليات سرته رسولي، د باجوړ د پيښي نه يواځي يوه اوني د مخه امريكايي پوځونو د وزيرستان په سيدګي كلي بريد وكړ، خو پاكستان هيڅكله داسي غبرګون نه ووښودلي لكه څرنګه چي اوس د باجوړ د پيښي نه وروسته ليدل كيږي. ښكاري داسي چي آيي ايس آيي په دي پيښي ډير خواشيني دي، د آيي ايس آيي خواشيني د پيښي د انساني اړخ په هكله نده، دا دومره پراخ غبرګون لدي امله ندي چي ګواكي هلته ۱۸ كسان وژل شوي، د آيي ايس آيي د پټو دسيسو او توطئو له امله د هند په كشمير او په افغانستان كي په تيرو څو لسيزو كي په سل هاوو زره خلك وژل شوي اولا وژل كيږي به، د آيي ايس آيي د خواشيني اصلي لامل دادي چي په دي بريد كي د القاعدي د ډلي څو تنه ډير لوړ پوړي چارواكي هم وژل شويدي، په دي توګه يو خو د يوزرم ځل لپاره بيا ثابته شوه چي پاكستان كي ترهګر شته او پاكستان د ترهګرو د روزني، ساتني او پالني ځاي دي او بل دا چي په دي توګه په دي سيمه كي د القاعدي د اوپراسيون د څانګي ملا ماته شوه.
 د افغانستان په هكله د پاكستان ستراتيژي لا اوس هم توپير ندي موندلي، پاكستان اوس هم په دي هڅو كي دي چي د افغانستان په سياسي لوبو كي غوڅ او قاطع رول ولري، چي د افغانستا د ځواكمنتوب په صورت كي پاكستان ته په هيڅ توګه شوني نده ، نو بايد افغانستان كمزوري شي او د افغانستان دكمزروي كولو لپاره د پاكستان سره تر ترهګري او بنسټ پالني بله ښه وسله نشته، او كه امريكا په همدي توګه په قبايلي سيمو چيرته چي پاكستان خپل د القاعدي نازولي ميلمانه كړي، خپلو بريدونو ته ادامه وركړي نو هم به القاعدي ته دلته اوسيدل ګران شي اوهم د سيمي خلك دي ته اړ شي خپل دا نابللي ميلمانه له خپل سيمو وباسي، همدا اوس ډير داسي اوازونه پورته شوي چي د قبايلي سيمو نه د ترهګرو د وتو غوښتنه كوي. د پښتونخواه نامتو سياستوال اسفنديار ولي لا دمخه ويلي چي ترهګر د قبايلو ميلمانه، نه بلكي د پاكستان د حكومت ميلمانه دي، د پښتونخواه يو بل ليكوال په پيښور كي خپريدونكي پښتو ورځپاڼي وحدت كي په خپلي يوي ليكني كي وايي چي پر باجوړ بريد په قبايلي سيمو كي د ترهګرو د ساتلو پايله ده، ليكوال غوښتنه كړي چي بايد دا سيمي د ترهګرو نه پاكي شي ترڅو ددي سيمو بي ګناه اوسيدونكي دهغوي د شتون قرباني نشي.
 نو په پاكستان كي د اټوله واويلا لدي كبله ده چي آيي ايس آيي نه غواړي له قبايلي سيمو ترهګر ووځي، نيغ په نيغه خو نړيوال ائتلاف ته نشي ويلي چي د ترهګرو پرضد دلته عمليات مكوي ، خو غواړي چي نړيوال ائتلاف ته دا ورسوي چي ګواګي كه نړيوال ائتلاف په قبايلي سيمو كي خپلو عملياتو ته ادمه وركړي نو د پاكستان حكومت به د خپلو خلكو د سخت مخالفت سره مخ شي، نو پاكستان چي دا دومره كوكاري وهي دا ځكه چي سخت ګذار يي خوړلي.