د ماشوم پوښتنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54372
محمد نعمان دوست،
دخبریدو نیټه : 2013-04-02

    

چې کله هم د شپې یوازې روان یم، نو د لوی خدای (ج) ډېر ډېر شکرونه ادا کوم.عجیبه احساس لرم او دغه ناوخته یوازې ګرځېدل را ته یو ډېر لوی نعمت ښکاري.
ځان سره وایم: خدایه! شکر دی داسې څوک نه یم چې پرته له تا، له بل چا ډار ولرم. ربه هزار بار شکر چې داسې موقف کې نه یم چې د کار او خدمت مې درک معلوم نه وي، خو پردي زامن او د بیت المال موټر رانه وړاندې وروسته کیږي.
او کله خو نورو ته په دعا وو سر شم او وایم: لویه خدایه! کاش داسې وخت راشي چې زموږ ټول هېوادوال، د ګران وطن په هر کونج اوکنار کې، پرته له ویرې او هر وخت چې یې زړه وغواړي، ډاډه وګرځي. نه دوی چاته ضرر ورسوي او نه داسې بل څوک وي چې دوی ته ضرر پېښ کړي.
هغه ماښام له لمانځه وروسته،همداسې یوازې روان شوم. تر څو کور ته رسیدم، یو ساعت تېر شوی و. خپلو خیالونو کې ورک وم.
د یوه انګړ د دروازې مخې ته دوه ماشومان په تیاره کې ولاړ وو.د دیواله سیوري ته وو، سم نه معلومیدل. زما په لیدلو رامخې ته شول، ښپه نیولی شوم.ګونګوسه شو، لکه د دروازې شاته چې یې ورته مور ولاړه وه. یو ماشوم را نږدې شو:کاکا، کوم ځای نه راغلې؟
- خیریت خو به وي؟ څه خبره ده؟
ماشوم غلی شو. بل د دروازې خواته منډه کړه او له لږ ځنډ وروسته راغی:
ښار کې خو جنګ نه و؟
- نه، ولې؟
- زما پلار رکشه چلوي، تر اوسه نه دی راغلی. چا خو به مړ کړی نه وي؟
له دې سره مې له پښو ساه لاړه. سر را باندې وګرځېد، نږدې و ځای پرځای کښېنم.ځان مې کنټرول کړ او ژر مې ورته وه ویل: نه،ښار کې جنګ نه و، ځئ کور ته لاړشئ! اوس به را ورسیږي.
له دې یوه شپه وړاندې جلال اباد ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز ډلییز ځانمرګي بریدونه شوي وو. برید کوونکي هم وژل شوي وو او پولیس هم او د یو شمېر لارویانو وینو هم زمکه سره کړې وه.
ماشومانو زما په خبرو باور ونه کړ. هغوی بریدونو ویرولي وو. شاید هره لحظه یې د پلار د مرګ تصور کاوه. هماغه شان د خپلې دروازې مخې ته ولاړ وو. شاید هغوی له نورو لارویانو هم پوښتنې کړي وي او شاید تر هغه وخته ولاړ وي، تر څو چې یې زړونه صبر شوي وي.
د ماشومانو پوښتنو زما عادت بدل کړ. روحي سکون یې رانه واخیست. اوس چې د مرګونو په دې خاوره کې لږ هم را باندې نا وخته شي هماغه ماشومان مې په یاد شي. ځان سره وایم: کور ته ځان رساوه، ستا ماشومان به هم د دروازې مخې ته ولاړ وي او له لارویانو به پوښتنې کوي.
اوس زموږ پر خاوره او زموږ پر ولس مرګونو خپلې وزرې غوړولي دي. اوس موږ هره شیبه د مرګونو په منګولو کې یوو. اوس هره لحظه د دې ویره شته چې له کوره روغ وتلي خلک، په کټونو کې راوړي.
های لویه خدایه!
موږ ولې له خپلو همنوعو ویریږو؟ دا ویره به تر کومه وي؟ تر کومه به زموږ ماشومان د دروازو خولو کې تر ناوخته د خپل غریب کاره پلار، په انتظار کې غوښې اوبه کوي؟
ربه! نورو ملکونو کې خو خلک ماشومانو ته د ویرې خیالي کیسې هم نه کوي، وایي دا ماشوم کې ډار پیدا کوي.
خدایه! زموږ د ماشومانو به څه حال وي؟ دوی خو د جسدونو منځ کې ګرځي را ګرځي. دوی خو پر جسدونه قدمونه ږدي.دوی خو هره خوا، خواره واره هډونه ویني. دوی خو هره لحظه د مرګ د بلاګانو وازې خولې ویني. دوی خو هره شیبه هغه څه ویني چې نور یې د اورېدلو تاب نه لري.
های د جګړو پلویانو! تاسو کله هم دغه تنکي نسل ته پام کړی دی؟ کله مو هم د هغوی په راتلونکې فکر کړی دی؟ او کله مو هم....
های خلکو! د خدای لپاره، نور زموږ ماشومان مه ویروئ.هغوی ته جسدونه، خواره واره هډونه او په وینو ډنډ ځایونه مه ښیئ. د هغوی له سترګو د ماشومتوب خواږه خوبونه مه لوټئ.
کنه دوی به له ډېرې ویرې لیونیان شي،دا وطن به د لیونیو زمکه شي. دا به داسې لیونیان شي چې هیڅ زنځیر به یې را ایسار نه کړي.
نو ای د جګړو طراحانو!
په دې کې ستاسو هم تباهي ده. دې لیونیانو ته به بیا تاسې هوښیاران لیوني ښکارئ او یا به مو د خپل لیونتوب وسیله ګڼي. دوی له تاسو ډېر دي او له ډېرو سره مقابله ناشونې ده.
جلال اباد
د وري،۹مه،۱۳۹۱