د تاریخ فلسفه (۳)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54373
ژباړه: زاهدخلیلي
دخبریدو نیټه : 2013-04-02

  د مذهب نوي کول
    مذهب او ایډیالوژي هم همدا حالت لري او د لومړني دور مسلمانان هم همداسې وه، اسلام د یوې عقیدې او مکتب په صفت د وخت د تحولاتو سره په ټکر کې نه واقع کیږي.
    اسلام د دین، تمدن او فرهنګ په صفت، یو خارجي واقعیت لري او اسلام د تاریخ په اوږدو او د وخت د تغیراتو او حالاتو سره ځان عیاروي او اسلام دې ته اړتیا لري، چې ځینې تغیرات قبول کړي او اسلام نوي کولو ته اړتیا لري؛ خو داسې فکر باید ونه شي - لکه اکثر چې فکر کوي – د نوي کولو مطلب د ثابت اسلام نوي کول نه دي. کله چې ځينې خلک وایې، باید د مذهب په افکارو کې تغیر راوستل شي او د نوي نسل او نوي عصر سره سم باید تبلیغ شي، ددې مطلب د دین تغیرول نه دي، بلکه هدف ترې د دین هغه برخې تغیرول دي، چې د تاریخي او ټولنیزو شرائطو سره د تغیر اړتیا لري، تغیر ورکړل شي، که چیرته د شرائطو سره سم تغیر ورنه کړو؛ نو کیدای شي، چې هر څه له منځه ولاړ شي.
    د ژوندي پاتې کیدو لپاره د عیسویت مبارزه:
    په څلورمه او پنځمه پیړۍ کې عیسویت د تعرض په حال کې وه. عیسویان د سزار (واکمن) په دوره کې عبادتخانو ته تلل، بتانو ته ودریدل، حمله یې پرې کوله، دلائل یې ویل او بیا یې له منځه وړل.
    د څلورمې، پنځمې او شپږمې پیړۍ عیسویانو، چې کومې قربانۍ ورکړي دي، نه یوازې د عیسویت په تاریخ کې؛ بلکه د انسانیت په تاریخ کې بې ساری دي. دوی (عیسویان) څنګه خلک دي؟؟؟؛ تر څو به دوی دغه قربانۍ ورکوي او د مرګ نه به خوند اخلي؛ خو... په شلمه پیړۍ کې، چې نور مذهب د هغو پخوانیو تعصبونو سره مخ ندی، د یو سیاسي او حکومتي عامل په توګه فعال رول نه لوبوي  په داسې حال کې، چې حساسیتونه په نورو مسائلو پورې تړلي دي.
    اوس، یوازې د اسلامي هیوادونو او د لرغونو اسلامي ټولنو اسکلیټونه او یادګارونه پاتې دي او هم د اسلامي دورې، قوي اسلامي ایمان او د هغه لوړ او اوچت تمدن او هغو لوړو خلکو څو یادګارونه موجود دي. اوس څوک د مسجد نه نه ویریږي او مسجد هم کوم ځای ته ضرر نه رسوي. اسلامي هیوادونو په روم کې د یو جومات د جوړولو لپاره وړاندیز وکړ، داسې یو جومات چې په لویدیځ کې جوړ شويدي، منظم او پر نفوسه دي؛ خو خالي دي. اتیار زره کسان، د یو اذان سره لمونځ اداء کوي، انسان د یو هیجاني حالت سره مخ کیږي او د اسلام لومړنی حالت یې په ذهن کې راځي.
    مأخذ: فلسفه تاریخ، داکتر علي شریعتي
       نور بیا...