د هر انسان طبیعت فرق کوي ، یو انسان ته چې کورې نو قهرجن وي ، بل بیا سوړوي ، یو انسان ډیر هوښیار وي ، بل بیا کم عقل وي ، یو انسان عاقل وي او بل بیا بې عقل وي ، یو انسان پوه وي بل انسان بیا نا پوه وي ، یو انسان ظالم وي ، بل بیا رحم دل وي .
ظالم سړی په خپل ظلم نه پوهیږي او فکر کوي چې هغه له خلکو سره له عدالت څخه کار اخلي ، بې عقل سړی ځان ته بې عقل نه وايي بلکې ځان ورته هوښیار ښکاري ، همدا شان ناپوه انسان فکر کوي چې دا نور خلک ټول نا پوه دي .
یو نا پوه ته هیڅ وخت مه وایه چې ته نا پوه یې او په هیڅ نه پوهیږې ، ځکه چې هغه په دې خبره خپه کیږي او له دې سره یې له تا سره دښمني پیدا کیږي ، بې عقل ته مه وایه چې ځه بې عقله په هیڅ هم خبر نه یې ، که ته ورته داسې وایې نو خپه کیږي او له تاسره له عداوت څخه کار اخلي.
له ناپوه ، بې عقل ، قهر جن او ظالم سړي سره بې ځایه بحثونه مه کوه او ورسره سره ضد مه کوه ، ځکه چې له دوی سره بحث کول څه نتیجه نه ورکوي ، له دوي سره ضد تا ته دښمني پیدا کوي . له بلې خوا که ته داسې کوې نو خپله به زوریږې او ستونزې به درته پیدا کیږي . ژوند د مینې لپاره ډیر لنډ دی ، د مینې دا لنډ ژوند له بې عقلانو ، نا پوهانو ، ظالمانو ، نادانو او جاهلانو سره په عداوت او دښمنۍ کې مه تیروه .