د شيخ شهاب الدين سهروردى (رح) څخه يو چا پوښتنه وکړه چې د صبر حقيقت څه شى دى؟هغه وفرمايل چې د صبر څو مظاهر دى لکه:
دګېډې/ خېټې په پرورش کې صبر چې دويم نوم يي قناعت دى.
د جنسي جذ بې په وخت کې صبر چې دويم ېې عفت دى
په جنګ کې صبر چې بل نوم يي شجاعت دى
په غصه او غضب کې صبر چې بل نوم يي حلم دى
په مصايبو کې صبر چې بل نوم يي استقلال دي
په اشتغال کې صبر چې بل نوم يي عفو/بښنه ده.
او په همدې توګه د حضرت علي (رض) څخه چا پوښتنه وکړه چې حلم څه شى دى؟ هغه وفرمايل: حلم دادى چې څوک ظلم کوي ته يي معاف کړې..څوک چې خپل اړيکى قطع کوي ته يي بيرته جوړکړې.څوک چې تامحروموى ته يي بيرته ورکوې. څوک چې د انتقام قدرت لري خو نه يي اخلي. ګنا هکار دې مخې ته راځي، او ته فکر کوې چې د هغه ګناه نه ده..
په درناوي