د خدای شکر پر ځای کول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54534
استاد فضل الله رشتین
دخبریدو نیټه : 2013-04-12

  
خدای پاک مسلمان ته د اسلام دین ورکړی دی او دا یو ستر او عظیم نعمت دی ، نو ده ته ښايي ددې لوی نعمت شکر پر ځای کړي ، خدای پاک ده ته عقل ورکړی دی ، نو ښايي ددغه لوی نعمت په خاطر د خدای شکر پر ځای کړي ، خدای پاک ورته سترګې ورکړی چې هر څه پرې وویني ، خدای پاک ده ته د اوریدو لپاره غوږونه ورکړي ، خدای پاک ورته رزق ورکړی ، خدای پاک ورته نور ډیر نعمتونه ورکړي. یو کافر د اسلام د سپیڅلي دین له نعمت څخه برخوردار نه دی . یو بیمار د روغ صحت له فیض څخه بی برخې دی . یو بی عقل د عقل له فیض څخه محروم دی ، یو ړوند د بینايۍ له ستر نعمت څخه محروم دی . یو کوڼ د اوریدو حس نه لري ، یو چاته چې خدای رزق نه ورکوي نو نه یې ورکوي او هغه ډیر بدبخت انسان ګڼل کیږي. څوک چې په سترګو ړوند وي هغه په دې ارمان او حسرت ژوند کوي او وايی چې زه ولې د بینا یانو به شان څه نه وینم کاش چې زما سترګې ړندې نه وې ، یو کوڼ هم په دې خاطر زوریږي چې غوږونه یې څه نه اوري او ډیر په تکلیف کې دی ، یو بی عقل هم د خپلې بې عقلۍ په خاطر زوریږی ، او د کافر په زړه کې به هم خامخا دا خبره ګرځی چې پس له مرګه به يې څه حال وي ، هغه به سوج کوي چې جنت خو د مسلمانانو لپاره دی ،د کافرانو لپاره خو نه دی . کله چې یو بینا سړي کوم ړوند سړی کوری نو له ځان سره خامخا وايي چې شکر دی دی زه ړوند نه یم ، او چې کوم کوڼ سړی ووینی نو وایی چې ښه ده چې ګوڼ نه یم او چې کوم شل سړی وکوری نو خامخا له ځان سره وايی چې ښه ده چې شل نه یم. نو ددې ټولو خبرو خلاصه داده چې هر مسلمان باید شکر وباسي چې مسلمان دی ، هر بینا سړی باید شکر وباسي چې بینا دی ، هر سړی چې کوڼ نه دی باید شکر وباسي چې هرڅه په خپلو وږونو اوري ، هر سړی چې کوډ او شل نه دی باید د خدای شکر وباسي چې ګرځیدای شي . هر سړی باید په خپل حال شکر وباسی