زه شاعر نه يم خو شعر ويل او ليکل زما صرف او نحوه ده
زه شاعر نه يم خو فرهنګ او ادب زما انګړ دي.
شا عر د سيا ست او سيا سى تګلاري سړي نه دى يواځې د ټولنې سره سر او کار لري.
شاعر غواړي چې له ځانه برخمن شي نه د بل چانه، هغه وخت چې برخې ويشل کيږي، سازش کيږي، ملي يوالي له مينځه ځي، د ملت روحيه وژل کيږي ،د تورو تيا رو سلسلې او کتارونه تيريږي، وخت شا ته مخه کوي او د ساز او سرود بزمونه دبل په نغري پيل کيږي نو د شا عر نړۍ يوازې ده او ځوک نه لري او له چا سره کار هم نه لري.
شعر او شاعري که هر څومره زمونږ د ټولنې سره اجتماعي شو، انتقادي شو، يو ځاى او ګډ شو، بلد او ملګرى شو ، په شور او ځوګ شو ،مګرد شاعر برخه بيا هم تنهايي ده او په تنهايي کې لکه رحمن بابا د تنهايي ټو ل ابعاد او د الهي کلام ستا يي.
شاعر تل په خپله خپلواکى مين دى او ځان هېڅوخت مقيد نه شي بللي ، ځکه يوه غونډه که هر څومره ازاده وي خو بيا هم بې قيده نه ده. تاسې وګوري چې ولې خلک د شا عر ګورستان په ډبرو ولي او د هغه د زيارت د وېجاړيدو تصميم نيسي ؟ دا عقل مني !
شاعر له ځان سره هنر لري او دهغه هنر په هاليوود او باليوود پورې نښتى نه دى نه موسيقې الې ته ضرورت لري او نه د نورو وسيلو ساز او برګ ته!.هغه په خپل هنر د ټولو لارو ، کږو او اوږدو لارو څېړنه ښه کولاى شي، ځکه نه غواړي چه په نورو کې ورک شي يا دنورو رنګ واخلي او يا د هغو په شان شي.
شاعر عاشق دى ،خو معشوقه نه لري، درد لري ،خو هېڅ ډول دوانه خوري، احساس لري ، خو په چا يي پلورلاى نه شي، مسوليت لري، خو ناديده يي ګڼلا ى نه شي.ذلت، يي نه دى خوښ اوله بې عفتۍ نه تښتي،تحمل او صبر لري ،خو د فساد او فاسدو او فاسقو په وړاندې يي زغملاى نه شي
او په پاى کې د شا عر طبيعت ، کرکتر، پيژندګلوي بل جهان، بله ليلا، بله ښکلا، او ځانګړې دنياده!