د انسان لپاره ستر سعادت او ستره نیکمرغی داده چې د مور او پلار دعا حاصله کړي ، دا دعا ډیر لویه او نه ختمیدوونې سرمایه ده ، له چا سره چې دا سرمایه نه وي نو هغه ډیر بې وزلی ، ډیر فقیر ، ډیر مسکین ، ډیر بدبخت او بد نصیبه انسان دی ، هر انسان ته ښايي چې د مور او پلتر د دعا ګانو لپاره خپله ځولۍ وغړوي او هره ورځ په ډې ځولۍ کې د مور او پلار دعا ګانې را ټولې کړي ، ذا دعا ګانې څمګه ر تولیدای شي او په ځولۍ کې اچول کیدای شي ؟ هو ! دا دعاګانې له مور او پلار د احتزام له لارې لاس ته راتلای شي ، دا دعا ګانې د مور او پلار د زړونو د خوشحاله ساتلو له لارې لاس ته راتلای شي ، دا دعا ګانې مور او پلار ته د اف د کلمې د نه ویلو له لارې لاس ته راتلای شي ، دا دعا ګانې د مور او پلار د خدمت له لارې لاس ته رتلای شي ، دا دعا ګانې د مور او پلار د بدعا څخه د ساتلو له لارې لاس ته راتلای شي ، دا دعا ګانې د مور او پلار د رضا د حاصلولو له لارې لاس ته راتلای شي ، دا دعا ګانې مور او پلار ته د هغوي د زوړ عمر په وخت کې چې د خپل اړلاد څخه د مرستې او مدد لپاره سخت ضروت لري